ټولنیزۍ رسنۍ انقلاب ته لاره اواروي

لیکنه: مقتصد ستړی

555
نن ورځ د ټولنیزو رسنیو اغیزې په عصري ټولنه کې څرګندې دي او دا یو لوی حقیقت دی چې انټرنیټ د تلویزیون په پرتله خورا مشهور او په پراخه کچه کارول کیږي.
ځکه چې ډیری خلک په انټرنیټ او ټولنیزو شبکو لکه ټویټر، فیسبوک او یوټیوب کې په ساعتونو، ساعتونو وخت تیروي، نن ورځ انټرنت په ځان کې د معلوماتو دفترونه، کتابتونونه، آرشیفونه، په تلویزیون کې خبرونه او د بحث یا مباحثې کلبونه ځای په ځای کړي دي او دغه شبکې په اوس وخت کې د انسانانو د ذهنونو د مینځلو او د ځانګړو اهدافو په لور د خلکو د راټولولو لوی ځواک لري.
 نن ورځ خورا نفوذ لرونکي اشخاص او پیاوړي سیاستوال په مختلفو ټولنیزو شبکو کې شخصي اکاونټونه او رسمي پاڼې لري، دا پدې مانا ده چې دا شبکې د سیاسي ګټو او اهدافو لپاره پیاوړي وسیله ده او مینځپانګه یې چې ګڼ شمېر نړیوال لیدونکي لري، په خلکو مستقیماً اغیز لري.
باید ووایم چې په دې وروستیو کې ډېر داسې مثبت بدلونه رامنځ ته شول چې په پراخه کچه د ټولنیزو رسنیو څخه اغېزمن وو، دا چې په هیواد کې د مثبت ټولنیز بدلون او هر اړخیز انقلاب ضرورت دی، ټولنیزي رسنۍ به وکولای شي چې د افکارو په روزنه، همکاري او بشپړي همغږي په رامنځ ته کولو کې لویه ونډه ولري.
دا د وخت اساسي غوښتنه ده چې ځوانان د ټولنیزو رسنیو څخه د سمې استفادې په ترڅ کې ملي پاڅون او یووالي ته کار وکړي، د ملي ارزښتونو، ګډو اهدافو او په ټوله کې د عدالت لپاره خاموشه پاتې نشي.
دا چې زه په یو څه ډېر باور لرم هغه د ځوانانو جذبه ده، هغه جذبه چې په دوی کې د ملي حاکمیت د غوښتنې نارې وهي.
 دا ډېر ښه ده چې ځوانان ورځ تر بلې د عدالت غوښتونکي ووسي، ځکه چې عدالت د ټولو مذهبونو مشترک ټکی دی او څومره چې ځوانان د حق او عدالت غوښتنه کوي، هومره انقلاب ته لاره اوارېږي.
یو څه چې ډېر مهم دي هغه د ځوانانو فکري، سیاسي او شعوري بیداري ده، پکار ده چې ځوانان د خپل تاریخ څخه زده وکړي او د خپل هیواد د معاصر تاریخ په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي، افغان ځوان باید هغه حقیقت ته ورسېږي چې له امله یې د دوی په سرنوشت لوبې شوي او له خپلو حقونو او د نورو سره له سیالۍ بې برخې شوي دي.
ټولې هغې کړنې او تقضاوي چې دوی ته موقتي خوښي ور په برخه کوي لکه شهرت او له مسایلو سره احساساتي برخورد یوې خواته کړي او په منطقي توګه د وخت او حالاتو سره سم په خپلو کې داسې همغږي رامنځ ته کړي چې د یوې واحدې تګلارې په جوړولو سره د ګډو اهدافو ترلاسه کول او د خپل هیواد د ملي حاکمیت، اقتصاد، ټولنیز عدالت او په ټوله کې دداسې یو انقلابي بدلون لپاره هڅه وکړي، چې د راتلونکي نسلونو لپاره په شمول د ځان بنسټیز عمل ترسره کړي.
افغان ځوانان اړ دي چې په خپلو کې سره متحد او د ستونزو د حل او اهدافو په مشخص کولو کې هر اړخیزې اړیکې او دوامداره ګډون رامنځ ته کړي، څو د ټولنیز انقلاب راوستل آسانه او تل پاتې مثبت بدلون ته زمینه مساعده کړل شي.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.