د تعلیمي ځایونو څخه علم زیات دی

کرامت الله همدرد

273

سوامي ویویکنندا وایې، ” تعلیم دې ته نه وایې چې ته یو څه اندازه معلومات په خپل مغزو کې وټومبې او په ذهن کې دې هر څه ناهضم سوي پراته وي. مونږ باید ژوند رغونکې او شخصیت جوړونکي نظریې ولرو. که ته په ذهن کې پنځه (5) نظریې ولرې او خپل ژوند کې یې وکاروې نو ته د هغه کس څخه ډېر غوره یې چې کتابخانې یې لوستي وي.
مونږ هغه تعلیم غواړو چې په کوم کې کرکټر جوړیږي، د مغزو غښتلتیا پکې ډېريږي،ځېرکتیا پکې پراخیږي او هغه تعلیم چې په خپلو پښو دریږي.
که ووایو چې مونږ تعلیمي ځایونه علم سره ګډوډ کړي دي.
د مور او پلار څخه ونېسه تر ښوونکو پورې، د هر چا ذهن د یو څو د تعلیمونو مرکزونو په لور کوږ شوی دی. یو ماشوم به په ساینس څه وکړي، که چېرته هغه د ژوند په ساینس پوه نه شي؟
مونږ خپلو ماشومانو ته لوستل او د تاریخ په یادو زده کول ښایو، خو دا ورته نه تدریسوو چې تاریخ څنګه جوړیږي. یو ماشوم به په خپلې لومړۍ،دوهمې او دریمې ژبې څه وکړي که چېرته د هغې ارتباطي مهارتونه کمزوري وي.
چې سره غلط پوه نه شو، زه دا نه وایم چې تعلیمي ځایونه بې ګټې دي، زه دا وایم چې یواځې تعلیمي ځایونه علم نه شي پوره کولای. تعلیم ځایونه د ماشوم د پرمختګ یواځې یو اړخ دی، نه یواځېنی اړخ.
ژوند لپاره ډېر څه دي. ضروري نه ده چې هر اول نومره دې د ژوند په هر ډګر کې اول نومره وي خو هر اخر نومره د تل اخر نومره وي.
اړیکې په ژوند کې د ټوکر په څېر دي. ارتباط د اړیکو زېربنا ده. بریالیتوب په مشری کې دی، چې یا لارښوونه وکړې یا د څوک لارښود شي. چېرته چې د وخت ځي هلته به د راتلوونکی وي. نو وخت مدیریت او همدارنګه د ژوند مدیریت دواړه ډېر اړین دي. خو له بده مرغه ویلی شو چې د ژوند ستر فکتورونو کې یو هم په تعلیمي ځایونو کې نشته.
مهرباني وکړئ زمونږ د ماشومانو راتلونکی په یوې موضوع پورې مه محدودوئ.
راځئ چې هغوی ته د ژوند نور اړخونه برسېره کړو.
راځئ چې یواځې د هغوی تعلیم نومرو ته ونه ګورو، د هغوی ژوند نومرو ته هم وګورو.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.