محبس او قفس – اوومه برخه

عبدالقیوم

522

دعربي ( آموي او عباسي) اشغال په وړاندي

د دې خاوري د اوسېدونکو مقاومتونه

    مخکي له دې چي معاصرتاریخ ته ولاړسو ښه به وي چي  پردې خاوره مېشتو وکړو د عربو د تېریو په وړاندي ، کومي مبارزې کړي دي؟ څونه سختي ورځي یې گاللي دي؟، د هغوی لږ یادونه پکارده. رښتیا تاریخ لیکنه یوعلم او لوی پند دئ، زه به هم و نه سم کولای چي هر څه سم را وسپڼم، داځکه د پېښو شاهد نه یم او څه چي را اخلم له هغو لیکنو به یې را اخلم چي لیکل سويدي هغه به ستاسو سره شریک کړم، یوازي دونه کولای چي سم له ناسمو را بیل کړم. د تاریخ په نوم ډېري لیکني سوي دي، لیکوالان دې خیر یوسي لږ یا ډېر خپله خواري یې کړیده. زما په فکر ترکومه ځایه چي مالوستي دي راته  ښکاري چي ډېرو لیکوالو تر کوم فشار لاندي جوړي سوي افسانې دوی لیکلي دي نه واقعیتونه اوحقیقتونه لیکل.

  د مثال په توګه: ابومُسلم: ابومُسلم چي په ابومُسلم خراساني سره یې لیکوال را پېژني، د هغه په باب هم بېل بېل روایتونه شته. څوک دی د افغانستان داوسني سرپل بولي، واي چي قبريې د لوگرپه برکي برک ولسوالۍ کي د چلوزایي زیارت دئ. لیکونکۍ”سرپل ولایت او لوګر ولایت سره لېري پراته دي، بیا ابومُسلم خو د عباسي خلیفه منصور لخوا د هغه په دربار کي وژل سوی دئ، څنګه او چا یې مړۍ لوګر ته را وړئ؟ ولي یې د ابو مُسلم د تولد ځای ته یو نه وړۍ؟”

ځيني لا لېکي چي ابومُسلم اصلاًعرب وو.د مطهربن طاهر مقدسي په تاریخ کې راغلې دي،  چې خلگ دده د نژاد او وطن په باره کې چې دی څوک او د کوم ځای وو؟اختلاف نظرونه سره لري. ځينی د ده نوم ابومُسلم عبدالرحمن بن مُسلم، او ځيني وایي چې د ده نوم ابواسحق ابراهیم بن عثمان ليکي. ځیني لا دا هم وایي چې دی د مرو وو او ځینوځایوکي دی کُرد بولي. چې وروسته په ابومُسلم خراسانی مشهور سو. لیکل سويدي چي ابومُسلم په ۱۱۲هـ ش یا قمري کې زېږېدلۍ دئ. د مورنوم یي (وشیله ) وه. بیا همدغه تاریخونه وائی چې ابومُسلم خپله سخت زړه سړی وو،عفو او بخښه يې نلرل،  په څرگند جنگو کي يې تر شپږولکو ډېرانسانان ووژل. هغه وخت چي دی د خلیفه منصور لخوا ووژل سوو دا د شعبان د میاشتي ۲۵ نیټه او دچهارشنبې ورځ وو.د ابومُسلم خراساني د سیاست،  مبارزې او ژوند کولو دوره ډېره  له قهره ډکه او لنډه  وو،ځکه دی د۲۵ کالو په عمر ډیرځوان وو چي خلیفه منصور په کال ۱۳۷هجری کي ابومُسلم خراسانی وواژه. ابن خلکان هم د ابومُسلم په باب ډېري درنې کیسې لري. د ابومُسلم خراسانی ( پاڅون) د اموي خلافت په خلاف کي دعباسي اقتدارد منځته راتلو سره مرسته وکړه خو ددې پاڅون ریښې د طاهریانو تر منځته راتلو وغزېدې.

ابومُسلم هم دونه بی گناه انسانان د خپل اقتدار له پاره  ووژل چي د بخښني وړهیڅ نه دئ. تر ابومُسلم وروسته نور ولسي پاڅونونه د عربو د اشغال په خلاف د هیواد په ډېرو برخو کي راشروع سول، لکه په ۱۳۸هجري کال کي یعني یوکال د ابومُسلم تروژلو وروسته دهراتي سندباد،  په ۱۴۵ هجري کي استاد سيس،  په حکيم باد غیسي،  په ۱۴۶هجري کي د حریش سیستانې، ازرویه په هرات او سيستان کي ومرزبان زر د شتي او محمد بن شداد. په۱۵۴هجري کي حکیم بن عطا بادغیسي قیام وکړئ،  په ۱۷۳ او ۱۷۶هجري کي بزید بن جریر پرکابل حمله وکړه. د حمزه سیستانې، دسپین کاليو او اسحاق په مشرۍ د اوندیانو تر رهبرۍ لاندي پاڅونونه يې ښه مثالونه دي چي د وخت د تیري کونکو لخوا دغه پاڅون کونکي په بی رحميې سره ځپل سوي دي.

  ددې ښورښو اواغتیشاشونو اثر وو چي عباسي امپراتوری په خاصه توگه مامون الرشيد مجبور سود افغانستان دپاره  طاهرخراسانې، د والي په حیث وټاکي. طاهرحسين فوشنجی اصلا دهرات د زنده جان وو.څو په نتیجه کي طاهر خراسانی هم دعباسي خلیفه نوم د خطبه څخه لیري کړي. په ۲۰۰هجري شمسي کي طاهر فوشنجي د خوراسان د سلطنت اعلان وکړئ. د افغانستان استقلال يې په کال۸۲۰م یا۱۹۹ هجري شمسي او په بل روایت ۸۲۲ م یا۲۰۱ هجري شمسي کي اعلان کړئ. افغانستان بعدازاسلام دعلامه عبدالحی حبیبی اثر.

  “دعربو لخوا داوسني افغانستان نیول او اشغال نه دا چي یوازي يې د خلگو ابادې سوي مځکې تصرف کړي اول یې هغه مځکي د بیت المال په نوم ونومولې،  بیا يې وخپلوعربو اومحلی ددوی همکارو کورنیو ته وبخښلې. بلکي د دوی سلطې زموږ ژبه،  کلتور او ثقافت هم را زیانمن کړل.”د افغانستان خلگو د خپل هیواد، دآزادۍ دپاره  د عربو ضد پوره دوسوه کاله مبارزې کړي دي. سره ددې چي پوشنجی طاهرد خراسان آزادۍ اعلان کړې وو،  بیا هم طاهری حکومت عباسي خلیفه ته د کاله ۸۳ميليونه درهمه ججه ورکول. د طاهریانو د حکومت مرکز د نېشاپور شهرو د طاهر درو اولادونو حکومت وکړی لکه طلحه۸۲۲ – ۸۲۸ م،  علی۸۲۸- ۸۲۹،  او عبدالله له   ۸۲۹ – ۸۴۴م. په اولادو کي يې عبدالله یو باکفایته او ترقي غوښتونکي شخص وو”.

   لیکونکې:داسي لیکل سوي دي چي عبدالله ترقي غوښتونکې وو،  لکه په نورو پسي چي لیکل سوي دي او یالیکل کیږي. ورسته دعبدالله زوی د لوی طاهر لمسي دوهم طاهر ته واک په لاس ورغلۍ – ۸۴۴ – ۸۶۱م د لته ووچي محمد د دوهم طاهرزوی یعني دعبدالله لمسي وعربو ته کلنئ ۴۵ ميلیونه درهمه دغلامانو او حیوانانو سره مل باج ورکاوه. د مذهب تر نوم او سيوري لاندي،  زموږ د ولس د نه پوهي لرلو له وجهی تراوسه هم دښمنان گټي پورته کوي.

  هرشخص چي د خلگو د قربانیو په مټ تر واکه رسيدلي دئ. له هغه شخص څخه هم بلا جوړه سويده. طاهری،  صفاری او یعقوب لیث د سيستان یا زرنج اوسېدونکي وه. سامان خداد ساسانیانو د کورنۍ مشر د بلخ وو. او ساسانی کورنیو واک۱۷۷کاله وغځېدئ.

   “که په دقت او غور سره د عباسي او اموي امیرانو او یو شمېرنوروپاجهانودهغودکورنیو، درباریانو، والیانواو مامورینو کار،  ژوند،  دولس ټر حقوقو تېري او عیاشي ګاني مطالعه سي،  نژدې ټولو په خپلو حرامسرایو کي ډېري ډېري میرمني،  معشوقې اومینځي ساتلې،  چي اورېدونکو او لوستونکو ته به د دومره غټ شمېرښځو،  معشوقو او مینځیانو لرل مبالغه آمېزه اېسي. اما کله چي ډېر تاریخونه وویل سي،  دا به د یوه حقیقت په څېر ومنل سي. هندوستان،  چین،  مصر،  ایران،  یونان،  روم او بین النهرین چي ددنیا دتاریخونو دروایتو پر اساس یې لوی دولتونه تاسیس کړي وو،  د هغو ځایونو د پاچهانو په دربارو کي په زرهاوو،  زرهاو نارینه او ښځي تر مختلیفو عنوانو لاندي استخدام  سوي دي. چي د امیرینو،  پاچهانو او د هغو د کورنیو او درباریانو د خدمتو د اجرا او هم د هغوی د ساعت تېریو سبب وگرځي. اموی او عباسي دوره تقریباً اووه پېړۍ پایښت وکړه. ددې دورو اکثرو امیرانو او پاچهانو په خپلو حرام سرایونو کي په زرو،  زرو میرمنو د مېنځو،  سریتو ترعنوان لاندي ژوند کاوه… هر څونه چي د مسلمانانو د دولت ساحه پراخه کېده نو د هري ساحې مشر به په زرگونو،  زرگونه ښځي (مېنځي) او مریان لوی ښارونو ته لکه بغداد او نورو ته د خرڅلاو له پار استولې.” پاچهانو څه کول ص(۲۲۷). تاسو فکر وکړي چي اسلام څه ویلي؟ اود اسلام په نوم پر ولس واکلرونکو امیرانو،  خلیفه ګانو او شاهانو  څه کارونه کول؟. د اوومي برخي پای

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.