ښه انسان څوک دی؟

ډاکټر ابراهیم شینواری

825
د دیندارانو په منځ کې د ښه انسان لومړی صفت دا دی چې خپل خالق ته تسلیم، د زړه لار یې د هغه پر لور صافه او نور انسانان یې د ژبې او لاس له ازاره خوندي یعنې سالم او په امن کې وي (مسلم، مومن، عابد). له دیني باور پرته هم انسان ښه کیدای شي او دا ډول ښه انسان هغه دی چې ټولنیز او طبیعي قوانین ومني او بل چا ته زیان ونه رسوي (قانون منونکی).
د ښه والي نورې عالي نښې دا دي چې هم پر دینباورانو او هم نورو کې دغسې انسانان شته:
له بل انسان سره مرسته، تعاون، صدقه او انفاق وکړي. (سخي)
عادل وي، د خپل دریځ، وس، توانمنیو او واک په پولو کې د اولاد، کورنۍ غړو، خپلوانو، وطنوالو او ټولو انسانانو په منځ کې عدالت وکړي. (عادل)
پر خپل ځان او خپلو کړنو دوامدار کنټرول ولري، د ځان او نورو حالت، احساسات، َعواطف، اړتیاوې توانمنۍ، فکر، ارادې او هیلې درک کړای شي او د هغو په رڼا کې ورسره چلند وکړي. (تقوا)
له بل سره احسان وکړي، یعنې که چا ورسره ښه کړي وي او که نه، خو دی ورسره ښه وکړي. (محسن)
د سمندر په شان پراخه زړه ولري ، تعصب، کرکه، تبعیض، بدنیتي او تنګ نظري ونه لري. په هر انسان، حیوان، ژوندي موجود او شي د خیر نظر ولري.(بر، ابرار)
د ښه والي وروستۍ مرحله رشد دی، چې انسان د خپل پوټنشیل تر ټولو لوړې درجې ته ورسیږي او همدغه پاس ښه خویونه او عملونه په ځان کې وساتي. هم پرې باور ولري، هم یې نورو ته تلقین کړي او هم یې عملي کړي. (رشید)
راځۍ موږ هر ځان وارزوو چې د کومې درجې په کومه سطحه کې یوو؟ او بیا دا پلټنه وکړو چې څنګه د ښه والي دغه ټول صفات په ځانونو کې پیدا کړو؟
ټولو ته تر ټولو ښې هیلې او پیرزوینې!

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.