مونشن کنفرانس، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې بحث

494
3 ساعتونه مخکې

سره له دې چې د مونشن سږنی امنیتي کنفرانس د اوکرایین پر جګړه ورټول دی، خو په ځینو بحثونو کې د افغانستان موضوع هم مطرح کیږي. د نړۍ د ۹۶ هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی.

د مونشن يا مونیخ امنیتي غونډه کې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو کوم استازی ګډون نه لري. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ ۱۸مه)، د کنفرانس په څنډه کې «طالبان، افغانستان ته کتنه» تر سرلیک لاندې یوه بحث کې په اوسني وضعیت خبرې وشوې.

په دې بحث کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل، له افغان خاورې د ترهګریزو ډلو ګواښونه اوس هم پرخپل ځای دي. «په افغانستان کې بهرنیو ترهګریزو ډلو، پاکستان، چین او لویدیځ اندېښمن کړي.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان اوسني چارواکي له دغو ډلو سره د مبارزې په موخه کافي وړتیا نه لري او په دې برخه کې ځانګړی کار هم نه کوي.»

هغه له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې «په دې برخه کې فعال اقدام وکړي او واکمن چارواکي دې ترهګرۍ سره مبارزې ته وهڅوي.»

هغه زیاته کړه: «که هغوی پردغه کار ونه توانیږي، په لومړیو کې به دا ګاونډیانو لپاره خو وروسته به نړېوالې ټولنې ته هم په یوه ستونزه او ګواښ واوړي.»

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې استازي مایکل مک کال په دې بحث کې وویل: «مونږ سیمې او نړۍ ته د ترهګریزو سازمانونو په ځانګړي توګه د تحریک طالبان پاکستان ګواښ درک کوو.»

هغه زیاته کړه، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو په چلند کې بدلون نه دی راغلی: «مونږ نه شو کولای چې د امنیتي ګواښونو په اړه نیغ په نیغه طالبانو سره کار وکړو، خو چین اوس هلته مسئولیتونه لري. د بیلګې په توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ښاغلی حقاني په خپله یو ترهګر، په جدي توګه تر تعقیب لاندې دی او القاعده سره نیږدې اړیکي لري.»

دغه راز، هغه ټینګار وکړ: «مونږ باید طالبان په رسمیت ونه پيژنو، خو هغوی سره باید په تعامل کې واوسو. باید ډاډه شو چې بشردوستانه مرستې اړمنو کسانو ته رسیږي نه جنګیالیو ته.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اجرايي مدیرې کاترین راسل په دې بحث کې وویل: «طالبان هره ورځ د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي. په دې اړه د نړېوالې ټولنې تمې نه دي پرځای شوي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت معینې حسنی جلیل په دې ناسته کې وویل: «دا ډېره مهمه ده چې ښځې هم باید له نړېوالو مرستو برخمنې شي. طالبان د ښځو حقونو په اړه دوې ډلې شوي او د نظر توافق نه سره لري.»

افغانستان کې د ښځو حقونو یوې فعالې محبوبه سراج هم په انلاین بڼه دې ناسته کې ګډون درلود. هغې پر نړېواله ټولنه او ملګرو ملتونو د نېوکې په ترڅ کې وویل: «مونږ د افغانستان د بیارغاولو لپاره هیڅ پروګرام نه لرو، آیا تاسو کوم پروګرام لری؟ لطفا خپل پروګرام او تګلاره مو توضیح کړئ. افغانستان کې هرڅه د پاشل کېدو په حال کې دي. تاسو زمونږ د تېرو دوو لسیزو ژوند برخه وئ او مونږ پر تاسو حساب کاوه. خو یواځې ناستې پسې ناستې جوړوی، خبرې کوئ او هیڅ عملي کار نه کوئ.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي سټیفن ډیمستورا، د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی وباله: «ما په افغانستان کې دوه ټاکنې تجربه کړې. هغه مهال ډېرو ښځو ګډون کاوه او کولای یې شول چې بدلون راولي.»

هغه زیاته کړه: «ملګري ملتونه په افغانستان کې دي او ددې هېواد خلک یې یواځې نه دي پرېښي. باید لاډېر ملاتړ وشي ترڅو د مرستو یوه برخه د خلکو په روزنه ولګول شي. خو بشري مرستو کې باید ددې هېواد میرمنې هیرې نه کړو.»

د ناستې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني واکمنان (طالبان) باید د خلکو خوندېتوب او ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ډېر کار وکړي. هغوی دغه راز زیاته کړې چې “افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار حق” هم باید تامین شي.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.