د واکمنو او رعیت تر منځ د حقوقو او مسؤلیتونو ویش

دکتور عبید الله برھاني

586

دوستانو!

دا لاندې ښکلې، مستدَله، مبرھنه او منطقي لیکنه د دکتور عبید الله برھاني دہ!

ھیله دہ د اذھانو په تنویر کې به مرستندویه ثابته شي! 

ښه به وي که لږ‎ مې دا تیارہ قبر رڼا کاندي

که مې رڼا کړ‎ی وي د چا ذھن او ضمیر 

“مرحوم استاد الفت”

*******************************

د واکمنو او رعیت تر منځ د حقوقو او مسؤلیتونو ویش

 د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه 

د لارښوونو په رڼا کې

 له ډیموکراسۍ او عصري نظامونو څخه ډير پخوا  بلکې نږدې پينځلس پیړۍ دمخه،

 د حاکم او ولس ترمنځ په مسايلو او پريکړو بحث مباحثه او نقد و, حاكم  به له ولسونو

 غوښتل چې دنظام په چارو څارنه وکړي، د سمو کړنویې ملاتړ وکړي او په ناسمو

کړنو نيوکې وکړې پري نږدې چې حاکم خپل سري وکړي، خو نن بدبختانه حاکم او

چارواکي ولس ته د نقد حق نه ور کوي، ځانونه د ولس پر وړاندي جوابده نه بولي،

 د استبداد  چاپېريال او کلتورکې متملقین او ستاين کوونکي واکمن تر نيوکو  پورته بولي،

چې داسې ماحول کله هم د يو نظام د بقا او د ولس په ګټه نه وي او پايلې يې وخيمې وي۔

د اسلام د لومړي امير المومنين حضرت ابوبکر رض هغه خطبه چې د خپل واک په پيل

کې يې ولس او امت ته ورکړې وه، د اسلامي نظام اساسنامه وګرځيدله!

هغه رض فرمايي:

ای خلکو ! زه پر تاسې واکمن وتاكل شوم، خو له تاسو څخه غوره نه یم.

که تاسو وليدل چې زه په سمه روان وم،, کړنې مې سمې وې، نو زما  مرسته او

ملاتړ وکړئ، او که مو وليدل چې ناسم روان شوم اوناسمې کړنې تر سره کوم، نو زما

مخه ونيسئ، ما سمې او اصلاح ته را وبلئ۔

زما اطاعت په هغه څه کې وکړئ چې الله تعالی درته امر کړی وي، که زه په ناسمه روان

شوم بيا نو پر تاسو زما اطاعت نشته۔

ريښتيا يو امانت دی او دروغ خیانت دی او په تاسو کې ضعیف زما لپاره قوي دی،

 تر څو هغه ته خپل حق ورکړ‎م, او قوي له تاسو زما لپاره ضعيف دی تر څو ترې د ضعيف حق واخلم،

پر دغه خبره خپلې خبرې راټولم ,هم ځان ته او هم تاسې ته د الله تعالی څخه مغفرت غواړم)

په دې توګه حضرت ابوبکر الصدیق رض اعلان وکړ چې د ملت رايه او نقد د درناوي هم

دی او اساس د نظام اوواک هم دی او ځان د امت پر وړاندي جوابده بولې۔

د حضرت ابوبکر رض د نظام اساسنامه په لاندي مادو مشتمله ده:

أوله ماده :-له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته لومړی حاکم: حضرت ابوبکر

 رضي الله عنه دی  هغه  انسان چې الهام ورته نه کيږي، هغه د حکومتدارۍ يوه داسې بريالۍ بيلګه جوړوي,

چې د الله او د الله درسول په تعليماتو ولاړ حاکمت او د ملت په خوښه او څارنه واک چلول دي۔

دوهمه ماده : هيڅوګ حق نه لري چې د ملت د چارو واک په خپل سر په لاس کې واخلي,

مګر هغو چې ملت يې خپلو چارو ته وټاکي، ځکه ملت د  الحُکم لله په دایرہ کې د واک سرچينه

او  څښتن دی، دا د ملت اصيل حق دی چې چا ته واک ورکوي او څوک له واکه ګوښه کوي،

پرته د ملت له خوښې او رضا څوګ هم د واک او قدرت داخيستلو  حق نه لري۔

دريمه مادة : هغه څوګ چې دملت مشري ور ترغاړه کيږي بايد تر ټولو ښې وړتياوې ولرې،

 نه دا چې تنها ښه سلوک او ښه صدقات ور کونکی وي، که چرته دوو کسانو وړتيا هم لرله او

 ښه سلوک يې هم لاره او صدقات يې هم ورکول،  نو هغه به ټاکل کيږي چېدوی کې څوګ تر

بل ښې وړتياوې ولري۔

 په دې کې شک نشته  په چارو کې وړتياوې توپير لري، چرته به يو شخص په يوځای

کې ښه وړتيا ولري، خو بلځای کې به هغسې نه وي، نو بايد هر ځای لپاره مناسب او وړ

شخص وټاکل شې، رسول الله ص د سلاسل غزامشري حضرت عمرو بن العاص رض ته

په داسې حال کې وسپارله چې په لښکر کې حضرت ابوبکر، حضرتعمر  او ابوعبيده بن الجراح

  رضی الله عنھم پشان ستر ستر شخصيتونه هم و، هغوی يې د عمرو بن العاص ترمشرۍ لاندي کړل۔

د اسامه بن زید بیرغ یې د هغه پوځ په سر ونیو چې په هغه کې ابوبکر او عمر رض هم شامل وو.

دا اصل د هغه له وینا څخه اخیستل شوی: (او زه له تاسو څخه غوره نه یم).

دريمه ماده: که يو څوګ د يو ملت حاکم شې,نو په دې هغه تر ملت نه غوره کيږي, بلکې غوروالی په

ښو اعمالو اوښه سلوک تر لاسه کيږي, که حضرت ابوبکر ابوبکر رض غوره شخصيت و,

نو په دې غوره نه و چې ګواکي واکمندی، بلکې په دې غوره و چې هغه ښه اعمال لرل، ښه سلوک

يې لاره,ښه دريځونه يې لرل, او د دې خبرې اساسهم د هغه له قول څخه اخيستل شوای( لست خيرا منکم)

 چې هغه کله واکمن وټاکل شو نو هغه وويل: زه له تاسوغوره نه يم۔

څلورمه ماده: ملت حق لري چې د واکمن څارنه وکړي، ,ځکه چې ملت د واک سرچينه ده، او د واک سپارلو

 او د واک څخه د ګوښه کولو حق هم د ملت دی.

پنځمه ماده: واکمن يا حاکم په ملت باندې دا حق لري چې چارو کې ورسره مرسته وکړي،

ځکه ملت د حاکم سره په مسوليت کې شريک دی, په وخت د ضرورت کې بايد ملت د حاکم تر شا ودريږي،

ملا يې ور وتړي

دا وینا هم د هغه له قول څخه اخیستل شوې: (که تاسو وليدلم چې سم روان يم نو زما سره

مرسته او ملاتړوکړئ).

شپږمه ماده: پر ملت باندې د حاکم دا حق هم دې چې بايد د ناسمو کړنو څخه يې را وګرځوي،

 کله چې حاکم ناسمې کړنې تر سره کوي، نو ملت يې بايد مخه ونسې او سمې لارې ته يې لارښونه وکړې۔

دا هم دهغه‌قول دی: ( که تاسو ولیدلم چې زه په ناسمه روان يې ما راوګرځوۍ).

اوومه ماده: ملت حق لري چې د خپل واکمن سره په مسايلو او پريکړو مباحثه او محاسبه  وکړي،

او څه چې دویسم ويني هغه پر حاکم ومني نه چې حاکم  څه سم ويني هغه  پر دوی ومنل شي, دا هم

د هغه قول څخه رااخيستل شوې خبره ده ( که تاسو وليدلم چې په ناسمه روانه يم پس زما

مخه ونيسئ ما را وګرځوئ)

اتمه ماده:  څوګ چې د يو ملت د کومې چارې مسوليت واخلي, هغه بايد داسې روښانه پلان ورته

 ولري چې ملتپرې خبر هم وي او د ملت په خوښه هم عملي شي, نه دا چې څنګه د حاکم خوښه وي

 هغسې پرې عمل وشي۔

نهمه ماده: د هغه له قول څخه اخیستل شوی: (زما اطاعت هغسې وکړئ لکه څنګه چې زه ستاسې

په چارو کې دالله اطاعت  کوم, که زه سرغړونه  وکړم, بيا نو پر تاسې زما اطاعت نشته).

 دوی د هغه د‌ ذات لپاره د هغه اطاعتنه کوي، بلکې دوی

 د هغه قانون پیروي کوي چې خدای تعالی د دوی لپاره وضع کړی دی، او دوی د ځان لپارهغوره کړی،

 حاکم مکلف دی چې دا قانون‌ هم پر ځان او هم پر دوی پلي کړي, خو که سرغړونه وکړي نو بيا پرملت

 د هغه اطاعت نشته۔

لسمه ماده: د قانون په وړاندې ټول خلک يو برابر دي، او قانون په ټولو يو شان تطبيق کيږي، قانون په

ځواکمن همهغسې تنفيذيږي لکه څنګه چې پر کمزوري تطبيق کيږي۔

یوولسمه ماده: د حقوقو خونديتوب,  د ټولنې د ټولو وګړو حقوق که افراد دي او که ډلې يو شان خوندي دي،

 نه دکمزوري حق د هغه د ضعف له امله ضايع کيږي, او نه د ځواکمن حق د هغه د قوت له امله خوندي کيږي,

دولسمه ماده: د حقوقو په خونديتوب کې د ټولنې توازن ساتل دي، د ځواکمن څخه د بل حق اخيستل او

هغه ځپل ترڅو له زوره وغورځي، او کمزوري ته د هغه حق سپارل ترڅو هغه د احساس کمترئ څخه

وژغورل شي ، داسې نه چې ناسمه لار غوره  کړي۔

دا او پاس دوه اصلونه هم د‌ هغه د قول څخه اخيستل شوي ( ستاسې ځواکمن ما لپاره کمزوری،

تر څو ترې د بلحق واخلم او ستاسې کمزوری زما لپاره ځواکمن دی تر څو ورته خپل حق وسپارم)

ديارلسمه ماده: حاکم او ملت بايد د سمون او اصلاح  د ګډ مسوليت احساس ولري, او تل بايد دا

احساس وکړي چې په دې مسوليت کې لا هم پاتې دي، تر څو په کلک عزم او اراده خپلو کوښښونو ته ادامه

ور کړي، تر څو د هغه الله تعالی څخه  ځانونو ته مغفرت وغواړي، کوم الله تعالی چې د دوی څارنه کوي۔

او دا هم د هغه رض د قول څخه اخيستل شوي اصل دی چي فرمايي او په دې خبره خپلې خبرې را ټولوم،

 چې هم ځان ته او هم تاسې ته د الله تعالی څخه مغفرت غواړم۔

دا هغه څه دي چې د اسلام لومړي خليفه څوارلس پېړۍ وړاندې ويلي او پلي کړي، نو

نن متمدن ملتونه چېرته دي؟

 ایا ابوبکر رض دا خبرې د خپل فکر او نظرياتو په بنا کړي؟

نه بلکل نه,  بلکې دا يې د اسلامي تعليماتو او اساس پر بنا کړې دي.

د ‌دې خبرو پايله څه ده؟

دا چې د اسلام او مسلمانانو لومړی امير المومنين حضرت ابوبکر رض چې د عشره مبشرو

 څخه هم دی او نبيعليله  السلام ته تر ټولو نږدي ملګری هم دی, هغه د ولس راېې ته

درناوی لري, د واک څښتن ولس بولي، له خلکوغواړي چې د‌ ده څارنه وکړي،

د سمو کړنو او کارونو څخه يې ملاتړ وکړي، او چې ولس ته وبريښي چې دی رضنا

سم روان دی يا يې کړنې ناسمې دي  ولس حق لري د هغه مخه ونسې، نقد پرې وکړې ،

بحث او مباحثه ورسرهوکړي او هغه سمې لارې ته را وبولي۔

يعني حضرت ابوبکر رض په څير لوړ سپيڅلی شخصيت د خپل ولس نقد مني، د بیان

 ازادې ته ځان ژمن بولي او په واک کې د ولس ګډون مني او ځان د ولس مخ ته جوابده بولي!

نو زموږ‎ او د اسلامي نظام لپارہ به تر ھغه بھتر بل څوک وي چې اقوال یې ځانونو

ته فرامین وگرځوو او پر تنفیذ یې د ټولنې نیکمرغي او د الله رضا حاصله کړ‎و!

و من الله التوفیق

_________________________________

دکتور عبید الله برھاني

فبرورۍ ۱۸/ ۲۰۲۳ م

کیلیفورنیا

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.