ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا ته ځي؟

539
محمد اسحاق اکرمی- دویچه ویله
3 ساعتونه مخکې

يو شمير افغانان چې په بشردوستانه ويزو برازيل ته انتقال شوي دي، په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته داخليږي. هغوی ولې د برازيل د اقامې پرته دې خطرناک سفر ته غاړه ږدي؟

 برازيل له هغو هيوادونو څخه دی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې له خطر سره مخامخ په زرونه افغانان په بشري ویزو له دغه هيواد څخه انتقال کړل.

تينا عظيمي چې د افغانستان د کندز ولايت اوسيدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ده، له هغو افغانانو څخه يوه ده چې برازيل ته انتقال شوي دي. هغه وايي چې د نااميدۍ له کبله یې په برازيل کې د پناه ترلاسه کولو غوښتنليک ور کړی وو چې بالاخره د دغه هيواد له خوا ومنل شو.

عظيمي وايي چې خپله یې پاسپورت درلود او ویې کولای شول چې شپږ مياشتې وروسته د ايران له لارې برازيل ته سفر وکړي، خو د کورنۍ هغه غړي چې پاسپورت یې نه درلود، تر اوسه په ایران کې دي او د انتقال پروسه یې لا نه ده بشپړه شوې.

د ښځو د حقونو دا فعاله وايي چې اوس د برازيل په يوه کمپ کې ژوند کوي او يوه میاشت وروسته یې درې کلنه اقامه ترلاسه کړه او اوس د ورځې درې ساعته د ژبې په زده کړه بوخته ده.

مېرمن عظيمي وايي: «سره له دې چې په تهران کې د برازيل سفارت موږ ته ويلي ول چې په برازيل کې تاسې ته هیڅ ډول امتیاز نه درکول کيږي، خو دلته موږ ته ۵۰۰ ريال چې ۱۰۰ ډالر کیږي [هره میاشت] راکول کیږي.»

د ښځو د حقونو دا فعاله وايي چې په برازيل کې عاید او د کار زمينه ډېره محدوده ده او له همدې کبله دې هيواد ته انتقال شوي افغانان په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي.

تينا عظيمي وويل: «د کور کرايه له ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ ريال ده. د يوه کس میاشتنی مصرف ۳۰۰ ريال کيږي. عايد ډېر لږ دی. يو کس چې کار کوي ۶۰۰ ريال عاید به ولري چې د کورنۍ د لګښت له پاره یې کافي دي خو نه شي کولی په افغانستان کې د کورنۍ له نورو غړيو سره مرسته وکړي.»

حسين علیزاده د پاناما هېواد په ځنګل کې
حسين علیزاده د پاناما هېواد په ځنګل کېانځور: Hussain Alizada

برازيل ته د انتقال شويو افغانانو شمير معلوم نه دی خو د تېر کال په پای کې ويل شوي ول چې برازيل افغانانو ته کابو ۶۰۰۰ بشري ویزې تائيد کړي دي.

حسين عليزاده له هغو افغانانو څخه دی چې د برازيل له خوا د بشر دوستانه ویزې د ترلاسه کولو وروسته په قاچاقي توګه امريکا ته تللی دی. هغه وايي: «دوې میاشتې په برازيل کې وم. ژبه یې ډېره سخته وه. اقتصادي ستونزې مې هم لرلې. د کار زمینه او عايد محدود دی. له همدې کبله مجبور شوم د امريکا پر لور حرکت وکړم.»

عليزاده دويچه ويله ته وويل چې له برازيل څخه امريکا ته دا خطرناک سفر ۳۵ شپې او ورځې وو: «لاره خطرناکه وه، يو شمیر مهاجر مړه شول. جسدونو بو کړی وو. خلکو جسدونه د ونو په پاڼو پټ کړي ول. نه معلوميدل چې د کوم هېواد د مهاجرو مړي دي.»

دې افغان مهاجر وويل چې امريکا او کاناډا ته د رسېدو له پاره له څو هېوادونو څخه په اوبو، وچه، ځنګلونو او په کښتۍ، موټرو او حتی پياده تېر شوي دي.

عليزاده د دې قاچاقي سفر د کړاو په هکله وايي: «اته ورځې او شپې د پاناما په ځنګلونو کې پياده تللي وو. ډېر له خطره ډک سفر وو.»

حسين علیزاده له برازيل څخه امريکا ته د قاچاقي سفر پر وخت
حسين علیزاده له برازيل څخه امريکا ته د قاچاقي سفر پر وختانځور: Hussain Alizada

نوموړي وویل چې دا قاچاقي سفر بې له يوه قاچاق کوونکي امکان نه لري او وايي چې دوی دوو قاچاق کوونکو بدرګه کول: «زموږ په ډله کې له يو شمير مختلفونو هېوادونو څخه ۳۰۰ کسان ول. اته تنه موږ افغانان وو. قاچاق کوونکو د هر هېواد څخه تر تیرولو وروسته له موږ څخه د ۲۰۰ او ۲۵۰ ډالرو په منځ کې پېسې اخيستې.»

په دې ترتيب عليزاده د څلورو زرو امريکايي ډالرو په لګښت توانيدلی چې ځان د امريکا ميشيګن ایالت ته ورسوي. هغه دمګړۍ د ژبې په زده کړه بوخت دی او هیله لري چې قبول شي او د کار اجازه ترلاسه کړي.

امريکا له ۲۰۲۱م کال راهېسې تر اوسه له ۸۶ زرو ډېر سيمه ایز همکاران او نور د خطر سره مخ کسان له افغانستان څخه انتقال کړي دي خو اوس هم ډېر شمير هغه کسان چې امريکا دريمګړو هېوادونو لکه پاکستان، متحده عربي امارات او البانیا ته انتقال کړي ول، امريکا ته د ليږدول کیدو په انتظار دي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.