داسي خو هم نه شي کیدای ، چې په یوه نظام کې دي ګوندی هیڅ نیوکي نه وي ،یا انتقادونه نه وي ،د بیان آزادی نه وي ،د اصلاح د راوستو له پاره ښه لاره د نیوکو په ځان قبلول دي،او د بیان آزادی لوی او مهم شرط دی. که په یو دولت کې چارواکي په خپل سر روان وي ،او هلته د بیان آزادی یا نیوکي د هغو په خلاف نه وي ،آیا چې دا چارواکي به څوک د خپلو ناروا کړنو او سیاست کې، خپلو غلطیو ته متوجه کړي. یو حکومت یا اداره چې غواړي د سمون په لور مزل وکړي ،نو د نیوکو څخه باید و نه ویریږي ،ځکه ډیره ځله مصلحین د اصلاح خاوندان کولای شي د نیوکو له لارې د سمون لاره پیدا کړي ،یا ځانونه سم کړي ،نو د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه خو په بشپړه توګه باید و نه ایریږي ،د طالبانو حکومت د کومی ورځي نه چې مینځ ته راغلی او یا طالبان په قدرت راغلي نو په هر ځای کې اورو او په خپلو سترګو، یې وینو چې طالبان ، د نیوکو او د بیان د آزادی څخه سخته ویره لري ،او په اصطلاح و حشتناکه ویره لري ، او دا موضوع نه یواځي د ټولني پوهو قشرونوته ښکاره ده او درک کړې یې ده، بلکه ټوله دنیا پرې پوهیږي ، او عادی انسانان په کوڅو او بازارونو کې هم په دې پوهیږي ،چې دا خلک د نیوکو څخه او د جنکو د تعلیم او پوهیدنې څخه سخته ویره لري ، د ښځو د آزادۍ او د بیان د آزادۍ سخته مخالف دي ، د ښخو د کارکولو نه هم په ټولنه کې ډیره سخته ویره ښايي ، چې ټول یې حیران کړي ، دوي په دي کار سره د بخښلو نه دي. افلاطون وایي : ( کولای شو ،په آسانۍ سره هغه ماشوم وبخښو ،چې له تیارې څخه ډاریږي، خو اصلی او واقعی تراژیدی هغه وخت مینځ ته راځي چې انسان د روښنايي څخه وډار شي .
د نیوکو د مینځ نه خو دوی په اصل کې په ښه توګه د اصلاح لاره پیدا کولای شي.
افلاطون وایي:
هغوي چې مونږ سره موافق دي هغوي مونږ ته آرامتیا بخشي او هغوی چې مخالف دي پوهه رابخښي.
او دا یو ښه واقعیت دی ، د دې مانا دا ده ، چې مخالفین به مخالفین وي خو د وطن په درد و غم کې به تر هر چا ډیر ځوریږي ،او په وطن به زهیر وي ،نو په دي اساس نیوکي کوي او خپله طرحه او وړاندیزونه وايي ،او دا لوستی خلک وي ، چې د خپل ملت نه په غیر ، د نورو ملتونو تاریخونه یې لوستي وي ، چې د وطن تیر تاریخ په رڼا کې دا نیوکي کوي ،هغوي د ملتونو د تیر تاریخ تجربو ته نظر کوي ، او د هغه لید په رڼا کې نیوکي کوي ، هغوي د تاریخونه لوستی وي ، نو په دي اساس که یوه ډله سیاست کوي نو په دي ټکو باید پوه شي چې نیوکې کوونکي په دې وطن زهیر خلک دي ، د هغوي نیوکو او طرحو ته باید غوږ کیښودل شي.
*****************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.