د پسرلي الرجي، نښې، لاملونه، او د مخنیوي لارې چارې

ریاض احمد

622

د هڅونو سربېره چې د پسرلي موسم ښه، تازه هوا لرونکی، ګرم او نرم او د چکر وهلو لپاره ښه وخت دی، خو بیا به مو هم له خپلو ځینو دوستانو اوریدلي وي چې دوی په پسرلي موسم کې له بهر ګرځېدو ډډه کوي، ځکه چې دوی له حساسیت (د پسرلي الرجي) ستونزو سره مخ کیږي.
د پسرلي حساسیت یا الرجي څه شی دی؟
په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۰ سلنه خلک د پسرلي حساسیت څخه اغیزمن کیږي، او دا د معافیت سیستم د مقاومت عکس العمل ښيي چې د هغو موادو پر وړاندې جنګیږي چې نه یې پيژني لکه د ګل ګردې دانې او د خاورو دوړې، دا د ښکاره پراته خوړو څخه د تنفس، لمس او یا هاضمې له لارې بدن ته داخلیږي.
په دې لړ کې باکتریاوې د معافیت سیستم هڅوي چې په بدن کې کیمیاوي مواد پټ کړي، او له مخې یې د پسرلي حساسیت څرګندیږي.
د پسرلي الرجي نښې
د پسرلي حساسیت یو شمېر ځانګړې نښې لري چې په دې ډول دي:
هر وخت د پرنجي غوښتنه
د سترګو خارښت، د سترګو الرجي او هر وخت پوستکی ګرول
د سترګو لاندې تورې حلقې څرګندېدل
د ستوني خارښت، د ستوني درد
ټوخی
د پوزې حساسیت او ددې څخه تولید شوي سرایتونه
د پوستکي سوروالی، خارښت او ګرول
ساه تنګي، که څه هم دا په نادره وختونو کې پېښيږي خو خطرناک دی.
تر ټولو څوک زیات په پسرلي حساسیت اخته کیږي؟
هغه کسان چې د پسرلي الرجي له خطر سره زیات مخ کیږي د ځوان عمر کسان دي، چې له ۱۵ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ ځوانان په کې شامل دي، دغه راز هغه کسان چې د ساه تنګۍ له ناروغۍ کړیږي. دوی د پسرلي په حساسیت زیات اخته کېدونکي دي.
د پسرلي حساسیت لاملونه
دغه حساسیت یو شمېر لاملونه لري چې په لاندې ډول دي:
د ګل ګرده دانې چې په هوا کې خپریږي
دوړې او ګردونه
د موسم حالت بدلېدل، په ځانګړي وخت کله چې موسمونه بدلیږي
ځینې حشرات چې د پسرلي په موسم کې منتشر کیږي
د پسرلي حساسیت معاینه
ډاکټر ته د تللو پرمهال تل یوازیني شکایت د سترګو او پوزې حساسیت څخه کیږي، که څه هم دا ددې نښې دي، مګر ډاکټر غواړي د لامل له منځه وړلو لپاره لا روښانه ځواب ته ورسیږي، کوم چې د الرجي لاملونو په ګوته کول دي. له همدې امله ډاکټر ناروغ ته د الرجي انجیکشن (Immunotherapy) ورکوي، دغه انجیکشن کې د الرجۍ لامل مواد شتون لري، او د ډوزونو په بڼه په تدریجي ډول د پوستکي لاندې ورکول کیږي، تر څو لاملونه بشپړ څرګند شي او جلا جلا درملنه یې وشي.
د پسرلي حساسیت څخه د مخنیوي لارې چارې
په پسرلي موسم کې له ګرد او غبار څخه ځان ژغورل، یا په کور کېناستل.
د کور میرمنو لپاره غوره ده چې ددې وخت له راتلو وړاندې د کور قالینې او تختونه پاک کړي، او په پام کې ونېول شي چې تر پسرلي پاک وساتل شي.
ښه ده چې د کور کړکۍ بندې وساتل شي تر څو ګرد دننه نشي.
کور نه د وتلو پرمهال د ګل ګردې دانې او دوړې په ویښتانو او پوستکي پورې نښلي، ددې لپاره د سر او ټول بدن پریمنځل لازمي دي.
له ویټامن جی شتمن خواړه پکار دي، د بیلګې په ډول کیوي او امرود، د لیمو او مالټې شربت، تر څو مو د الرجي مخنیوي لپاره د معافیت سیستم پیاوړی کړي.
د پسرلي حساسیت مخنیوي لپاره، هغه خواړه خوړل چې له اومیګا ۳ غوړو څخه ډک وي، لکه بحري خواړه، په دې کې سالمون ماهي، خینټۍ (یو ډول وړوکی ماهي)، او بحري صدف چې خوړل کیږي شامل دي.
د ورځې په اوږدو کې ډیرې اوبه څښل، په ځانګړي ډول دا د حساسیت خطر کموي، ځکه چې اوبه په بدن کې زهرجن مواد له منځه وړي.
د پسرلي حساسیت د درملنې لپاره طبي او کورنۍ لارې چارې
لومړی: د پسرلي الرجي لپاره لومړۍ درملنه د ډاکټر له لوري ناروغ ته د درملو ورکول دي، په دې لړ کې ناروغ ته څاڅکي ورکول چې حساسیت کم کړي، د پوستکي خارښت کمولو لپاره ځانګړې ګولۍ، ددې سربېره د پوزې څاڅکي او سپری چې د کرمولین سوډیم کچه لري او د حساسیت مخنیوی وکړي. کولی شئ د پسرلي له راتلو وړاندې هم پورتني درمل وکاروئ.
دوهم: د ژوند په روان حالت کې یو څه بدلون راوستل، دا په اغلب ډول هغه څه دي چې باید د حساسیت له لاملونو ځان لرې وساتل شي، د بیلګې په ډول: د پسرلي په موسم کې له ګرد او غبار نه ځان ژغورل، داسې احتیاطي تدابیر نېول چې له خارښت وساتل شئ، او د هغو خوړو په واسطه ځان له حساسیت څخه ژغورل چې د بدن معافیت سیستم پیاوړی کوي.
په کور کې د پوزې پریمنځل چې د پسرلي الرجي مخنیوی وشي
تاسې کولی شئ په خپل کور کې د پوزې پریمنځلو لپاره لوشن چمتو کړئ، او هر وخت بهر ته د تلو پرمهال یې وکاروئ. ددې لپاره یوه پیاله اوبه په اور کیږدئ، د کاشوغې څلورمه برخه مالګه او بیکربونیټ سوډیم وراضافه کړئ، تر څو اوبه تعقیم کړي، تر هغې يې پریږدئ چې اوبه جوش شي، بیا یې په یوه چای جوش یا بل توکي کې واچوئ او بخار یې د پوزې له لارې تېر کړئ، دغه مهال یوه پوزه په ګوته بنده کړئ او په بله بخار کش کړئ.
باید وویل شي چې دغه چمتو شوی لوشن په لویه اندازه ونه کارول شي، او لومړی په پوستکي لږه اندازه وازمویل شي تر څو د خارښت او سوزش لامل نه شي، په دې هکله تاسې کولی شئ د خپل ډاکټر سره هم مشوره وکړئ

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.