د ملکې شاه بوبو لڼډه پیژندنه

همایون دوست

702
۸ د مارچ په وياړ.
شهزادګې او ورسته ملکه شاه بوبو، چې وسمهال یې، پلازمینې کابل د ښاروالی څلورمي ناحیي په څیرمه کې، په نامه تاریخي ماڼۍ، جومات او کوڅه یادیږی، دا د ۱۹ پېړۍ له دویمي نیمایې څخه تر ۲۰ پېړۍ دویمي لسیزې پوري، خپل د حقوقي حیثیت له مخې، د افغان ولس په سیاسې سترو پریکړو کې، د پام وړ برخه لروده او همدې وجې له کبله ډیرو کابلیانو، د امیر عبدارحمان خان د مشري خور او د غازي امان الله خان په سلطنت کې، د هغه نیا (مادر کلان) په صفت پېژندله، افغانستان د تاریخ روسي ژبې متوفي تاریخ پوه، پوهاند«نفت الله حلفین» په وینا چې، د نوموړي میرمنې په ملاتړ ؤ، چې عبدارحمان خان دسردارې پوړ څخه‌ امارت په لوړ مقام کیناست.
دا چې د وخت چارواکو د کومو عواملو په بڼسټ، شاه بوبو جانې په اصلي هویت باندې پرده غځوله، د هغې په جزیاتو به ورسته وغږیږو، خو نن چې ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، غوره یې ګڼم چې د دغې عرفاني او سیاسي میرمني کومه چې افغانانو د خاورې او ناموس ساتونکو غبرګونو حماسي اتلانو، وزیر یارمحمد خان او وزیر اکبر خان د کورنۍ خوني او شرعي وارثه وه، په پیژندګلې باندې د یوه بڅرکي په اندازه رڼا خپره کړو.
د یاد وړ ده چې، یاد یې کړو، له کله نه چې په افغانستان کې د پیر غلام محمد اخوند په کراماتو!!! د دوو واکمنو او ځواکمنو کورنیو، سدو او بارک ځامنو تر منځ، د دښمنی اور بل او هند په نیمه وچه کې، شاه زمان د برید له ګواښ څخه انګریزانو ځان بیغمه کړ، له دې ناورین څخه پس ایرانیان نه یواځي وتوانیدل چې افغانستان د بدنې څخه د خراسان ولایت غوڅ کړی، بلکې هغوې په هرات هم داړې خښي کړي، خو چا چې ورسته د اوږدې مودې کلابندې څخه، په هغوې باندې خوله او پوزه ماته کړه، هغه په کشمیر کې د افغان پخواني والي عبدالله خان زوی او د همدې شاه بوبو جانې پلار وزير یارمحمد خان ؤ، کوم چې د خپلې خاوري او وطن څخه حماسي ساتنه وکړه.
همدا شان افغانستان په ختیځ کې هم، انګریزان د خیر په غونډۍ نه وو ناست، دوې د ۱۹م. پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې، لا د خپل پلاوی په لاس به، کال په کال رنګارنګ دوریښمنو ټوټو او زیوراتو څخه نیولۍ تر دروند بار کښه اسانو او فیلانو پورې رنجیت سینګ ته په بډه وهل چې، بالاخره ۱۸۰۸م. د همدغو سوغاتونو په زور او د تړلو دروازو تر شا کامیابه شول، چې مهاراج رنجیت سینګ په خپل نامه سیکه ضرب کړي.
دیګ و تیغ و نصرت بی درنګ٭ یافت از نانک ګورو ګوبند سینګ.
او انګریزانو ته داسې ژمنه وکړي چې، دستلج په سین چې هغه خوا یی د دوی لاس لاندی علاقی وی، پوری نه وځی او بدل کې یې، څومره چې د افغان سیمو ته نیږدې کیږي، هغومره به د انګریزانو مرسته او ملاتړ ډیریږي.
د دې تړون په بدل کې، انګریزانو، رنجیت سینګ د پوځ نظم پاره ۴۰ ماهر متخصصین وګومارل چې هغوې ورته ۸۰ زره کسیز پوځ په ۳۷۰ توپونو سمبال او سیکانو د افسانوي اتل هري سینګ کوم چې ویل کیدل چې په ځنګل یې، په تش لاس باندې پړانګ زیندۍ کړی ؤ د هغه قومندې لاندې، د ټول افغانستان د نیولو په تابیا مارش کړ، چې له ښه مرغه دا عظیم الشانه لښکر مخه د خیبر درې په خوله کې، د امیر دوست محمد خان دویم مشر زوي او د شاه بوبو د ژوند هم سفر ملګري، زړه ور او میړني وزیر اکبر خان په خپله توره ډب کړه.
انګلیس سیک پوځ په څربولو او پیاوړولو ځکه پانګه لګوله، ځکه چې په دې باورې ؤ، چې راتلونکې کې، همدغه لښکر همدوې د پوځ مهمه برخه ده.
کله چې افغانستان د تجزیې له ګواښ سره مخامخ ؤ، نو د ملي ګټو په جذبه کې، امیر دوست محمد خان خپله یوه لور د خیښي په پیوند باندې یارمحمد خان زوی ته ورکړه او بدل کې شاه بوبو اکبر خان ته واده کړه چې په دی سره یې، پښتنو د تاریخ مولف او خدای خدمتګار ارواښاد قاضې عطاالله خان په وینا، چې کابل او د هرات تر منځ د اوږد مهاله تربګنۍ لړۍ ته نه یواځي د پای ټکی کیښود بلکې له برکته یې افغانستان هم د تجزې له ګواښ څخه وژغوره.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.