دا دومره سر ښنیدنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره

سید عبید الله نادر

487

په لنګۍ کې تاسي بمونه کېښودل ، او پرې خود کُشه حملي تاسي وکړې ،تاسي د لنګۍ هغه حیثیت ته چې د افغان په کلتور کې یې لري هم ونه کتل ، او پام مو ونه ساته ، تاسو طالبانو په قرآن شریف کې څو څو ځلي بمونه ځاي پر ځای کړل ، چې ډیرۍ و ته یې تاسي چاودنې ورکړي ، او ډیری یې ، د مخی له چاودنې ګرفتاره شول ،او ثابته شوه ، چې یوه وسیله د چاودنې له پاره ستاسو همدا ده، چې دا کار هیڅ مسلمان نه کوی خو تاسي وکړ ،په جوماتونو کې په سل هاو ځلي خود کشه حملي وشوی ،او انتحاری حملی وشوی ، او ډیرمسلمانان په کې د لمانځه په وخت شهیدان شول و چې دا کار ستاسو د مسلمانۍ ادعا هم رَدوی په مکتبونو او ښونځیو کې بمونه کیښودل شوي ،او مکتبونه په بمونو او انتحاری حملو والوزول شول ،چې یو هم نه په سلګونو مکتبونه ، چې په دې کار سره تاسي طالبانو خپل ځانونه د تعلیم او تربيي مخالفین هم په ډاګه وښوده ، او پلونه او پلچکونه مو والوزول، نه مو روژه ولیده او نه مو اختر ولیده ، د ودونو په مراسمو او خوښیو په مراسومو کې مو په څو څو ځلي انتحاری خود کشه حملي وکړې ، اوس باید تاسي طالبان د یو عالي مرام او پلان سره راغلي وای ، نو دا دومره سر شیندنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره چې په ماشومانو او ښځو مکتبونه وتړئ د ښځو نه دکار او آزادی د بیان حقوق واخلئ ، په لارو کوڅو کې ځوانان په نامه چې تا ولي ږیره خرییلي ، او یا تا ولی ږیره لنډه کړی تا ولی خپل سنتونه نه دي اصلاح کړي ،په دې نامه زمونږ سر لوړي ځوانان تحقیروئ او بی عزته کوئ ،او په رنګ رنګ روحی او جسمی جزا ورکوئ ، یعني دا ټولي سر شیندنې او هڅی د قدرت له پاره په همدې خاطراو د همدې له پاره ؟چې د ښځو او جنکو په وړاندی دي مکتبونه او ښوونځي بند شي ،د بیان آزادی دي بند شي ،ښځه د کار کولو حق و نه لري ،حمامونه او پارکونه کورسونه پرې بند شي ،سفرونه او تګ او راتګ پرې بندشي ، دا دومره انسان وژنه او د بشر وژنه د همدې له پاره وه ،تاسي سر په ګریوان کې کړئ او ښه ورته سوچ وکړئ او خپل وجدان ته که لرئ یې مراجعه وکړئ چې همدا دومره بربادي د همدې له پاره وه ،اوس تاسي فکر وکړئ چې د دغه کړنو په رڼا کې او ستاسو کړنو ته د قدرت پر مهال به تاریخ لیکونکي، څه قضاوت وکړي ،زه فکر کوم چې اوس هم ډیر وخت لرئ ، او د دي وخت او زمان نه په استفادي سره هغه کارونه تر سره کړئ چې د اسلامی نړۍ او جهانی سیاست سره برابری او همغږی ولري.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.