لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
یوسلونهه نویمه برخه
د بیوسۍ حد ته مې گوره
چې خدای راکړې ژبه گونگه گرځومه
د طالبي قاضي فتوی ده
په تش کتو مې، له هر څه محروموینه
پۀ تعويذو بۀ مې غوښتلې
اوس درنه ځان پۀ بابا ګانو خلاصومه
د دې برخې لپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
که یاري کړې، سږنی کال دی
تر بله کاله به بدرنگ وي صورتونه
د بیوسۍ حد ته مې گوره
چې خدای راکړې ژبه گونگه گرځومه
بارانه ورو، ورو پرې ورېـږه
وړې، وړې جینکۍ غره ته تللې دینه
پرېـږده چې اوښکې مې بهېـږي
زه لــه وطـنـه پــه ژړا راغــلــى يـمـه
د زړگي زور مې اوبه شوی
تش دې د نوم په اخیستو ژړا راځینه
په کار دې نه وم، درنه لاړم
که دې پکار وای، نازولی به دې ومه
د طالبي قاضي فتوی ده
په تش کتو مې، له هر څه محروموینه
د صحرایي قاضي تصمیم دی
په تش خندا مې له تمام کلي شړینه
د رباب زیر او بم ته پام کړه
تر زیر و بم لاندې مې زړه دی وبه چوینه
شېبه دیدن د برېښنا پـړق و
ما ته دي پرېښودل د غره په شان غمونه
جانان د ښو وختونو یار و
چې بده ورځ شوه بیا یې ونه شوه پوښتنه
اوس د هيچا د سيالۍ نه يم
لکه زخمي کوتره بېله ناسته يمه
په ویښه یو ځلې رانغلې
په خوب کې نښې راکوې چې در به شمه
پۀ تعويذو بۀ مې غوښتلې
اوس درنه ځان پۀ بابا ګانو خلاصومه
جانان د ښو وختونو یار و
چې بده ورځ شوه بیا یې ونه کړه پوښتنه
ښه شوه چې ژر درنه جدا شوم
د شر کودیه په یارۍ دې شرمیدمه
تمه زما د يارۍ مه کړه
زه يې په بدو کې وړه ورکړې يمه
تېره روژه کې راسره وې
اوس نصیب داسې چې بې تا يې تېرومه
په جدائي کې ارمان راغی
کاشکې مې تا ته په ځیر، ځير کتلي وونه
په سرَطان دې خدای اخته کړي
چې له هېواده سره څوک جفا کوینه
*****************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.