د افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

انجنیرـ ش. ساپی

566

  ۲۲ / ۰۳ / ۲۰۲۳

 

د نوې پېړۍ لومړی کال (۱۴۰۱) د افغان نجونو ته یو بډ استبدادي او غیرانساني کال ؤ.

د اجتماعي شبکو او رسنیو ونډه او مسئولیت دی چې د نوی تعلیمي کال (۱۴۰۲) د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په کال بدل کړي.

په افغانستان کې د نجونو او ځوانو ښځو د تعلیم پر حق باندې د طالبانو غیرقانوني بندیز په نړۍ کې د زده کړې په برخه کې یو بې ساری شاته تګ او د پام وړ ټولنیز عیب او کمی دي؛ چې په ټولو ښځو، یو نسل او د افغانستان په راتلونکې باندې منفي اغیز لري.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې په منځني او عالي لېسو او پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې او محروم دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د شرعي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبان؛ د تعلیم له حق څخه د ښځو او نجونو د محرومولو لپاره، څه مذهبي یا دودیز، هیڅ توجیه نه لري. که د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه همداسې دوام وکړي. دا د دوی په ژوند منفي اغیزه لري او د هغې بیا رغونه به لسیزې وخت ونیسي.

افغانستان طالبي نظام مکلف دی چې خپلو ټولو اتباعو ته له تبعیض پرته د زده کړې حق په ډیردرنښت او پاسوالي  تامین کړي.

د یو ملت مادی جوړښت شاید سهل او آسان  وي، خو دهغه معنوي جوړښت آسان اوساده کار ندي ، یواځی حقیقي معارف او سالمه روزنه کولې شي هغه آباد او تعمیرکړي.

   ځوان نسل سالمي روزني او د تربیوي، ښوونیز نظام د کیفیت ښه والي او د مسلکي  ښځینه ښوونکو او کارکوونکو ټاکل؛ په ښوونځیو کې د نجونو ټولنیز خوندیتوب او امنیت تضمین؛ او د ښوونې او روزنې په برخه کې د  ښځینو منځني او عالي لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل؛ زموږ افغانانو ته حیاتي او تاریخي ضرورت دي.

د یوه ملت واقعي اضمحلال، دهغه سیاسي، نظامي یا اقتصادي  جبرانیدونکی اضمحلال ندی؛ د هغه د کلتور نه جبرانېدونکې تباهي ده.

د طالبانو یوه ډله، یوواحد صنف، اوځانګړې طبقې رنډېدل او د جهالت عبادت به دوی په ړندو تیاره کې  ډوب کړئ.

علم(ساینس) د انسان د زده كړيز كار او فعاليت هغه ځانگړى ډول دى، چې د چاپېريالې نړۍ د عيني، سېستماتيكي منظمو او مدللو پوهو طرحه كولو او رامنځته كولو ته يې لورى وركړ شوى وي؛ د حقايقو او واقعيتو مجموعه چې بشر تر ننه برپاکړي دي؛ هغه انساني فعاليت چې هدف يې د ټولنې او طبيعت پېژندګلوي ده، په واقعيت اړوند فکټونه راټولي، منظم او تصنيفوي يې، تحليلوي يې او د تحقيق (يامشاهدې او تحقيق) يو بشپړ سيسټم د معرفت د مختلفو څانګو لپاره ايجادوي، لکه : اسلوب، پلټنه، مشاهده، تجربه، تدوين او نور؛ د حقايقو تصنيفول چې عمومي قوانين وکولای شي له هغه څخه راووځي؛ د طبيعت او فزيکي نړۍ منظم معرفت؛ هغه پوهنه چې د تجربي قوانينو په اساس د حوادثو او وقايعو ترمنځ ثابتې اړيکې پلټي؛ هغه زيار ته وايي چې د متنوع او نامنظمې حسي تجربې او ديوه فکري سیستم د تطابق لپاره چې منطقاً متحد الفکر ه وي، ترسره کيږي.

علم په نوي کلتور کې د “ایمان” په څیر  د بشر لپاره  د پخوانیو معبودو بدیل دی. همدا اوس علم ـ زموږ د عصر لوی شریک چې هر څوک ورته حاجت لري، مطلق واکمن دی، چې هرڅوک او هرڅه له هغه څخه ځواک  ترلاسه او د قدرت غوښتنه کوي. د هر اړتیا لپاره خامخا د هغه له لمنې مرسته غواړي، د هرې ستونزې د حل  باید له هغه څخه چې د معرفت په ډګر کې مخکښ دی، انتظار لري.

مذ هب ، فلسفه ، طبیعت وماوراء طبیعت، هیڅ یو تر څو د علم د تصویب مهرپرمخ ونلري، د منلو وړ به نه وي.

علم ، پوهنه، معرفت، زده کړه، تعلیم او تحصیل  روښنایي او ځلانده رڼا ده؛ جهل، بیخبری او نادانی د تورو تیارو ماتم دی.

رڼا په تیاره کې ځلیږي(زلیگي)

او تیاره هیڅکله پرهغي باندې غالبه شوې نه ده

د طالبانو بی پروایی او تکبر د ناپوهۍ، نزول او لویدو نښه ده.

هر افغان چي څومره هم  مسلمان او متقي وی ، لومړی انسان دی ، بیا افغان دی، بیا مسلمان دی.

جهان پدې باور دي چې دانسان اساسي حقوق نړیواله بڼه لري باید ټول انسانان پرته له مذهبي، ژبني، جنسي، قومي اونژادي توپیرونو د علم  له ارزښتونو برخمن وي.

د افغانانو ګډه غوښـتـنه له نړیوالې ټولنې څخه چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو لپاره ښوونځیو او د لوړو زده کړو موسسې بیرته پرانیزي.

افغان منورین په بهرکې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړي.

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.