افغانستان کې واورې او سختو ورښتونو لږ تر لږه ۳ تنه وژلي

525
3 ساعتونه مخکې

په افغانستان کې واورې او د باران ورښتونو د يو ماشوم په ګډون لږ تر لږه درې تنه وژلي دي. دغه خبره د طالبانو د حکومت يوه وياند کړې ده.

د هوا دغه افراطي وضعيت د هېواد په بېلو برخو کې نهه ولايتونه اغېزمن کړي دي. په بلخ، زابل، فراه، روزګان، نيمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه ډیر اغیزمن شوي دي. د ډېرې واورې او باران په نتيجه کې اووه تنه ژوبل شوي هم دي او له ۷۵۰ ډېر کورونه قسماً يا په بشپړه توګه نړېدلي دي.

سربېره پر دې زراعتي ځمکې هم ويجاړې شوې دي. دغه خبره شفيع الله رحيمي کړې ده چې پېښو ته د رسېدنې د وزارت وياند دی. د ده په وينا دولتي ديپارتمنتونه اغېزمنو کورنيو ته د اړتيا وړ شيان لکه خواړه، خېمې او کمپلې وېشي. د ژغورنې ټيمونه به ډېر ژر اغېزمنو سيمو ته واستول شوي څو اوښتي زيانونه وارزوی.

رحيمي دا هم وويل چې د تېرې پنجشنبې د ۶،۵ په مقياس د زلزلې د مړو شمېر په دې ترڅ کې لوړ شوی نه دی. دغې زلزلې هم افغانستان او هم ګاونډي پاکستان ځپلې و. د نيمې شپې په دغه زلزله کې په افغانستان کې ۱۰ تنه ووژل او ۶۰ نور ټپيان شول. د یادې زلزلې له کبله په ټول هېواد کې له ۸۰۰ زيات کورونه ويجاړ شول.

په افغانستان کې زلزلې، سيلابونه او د هوا افراطي حالات ډېر ليدل کيږي. د جولای په مياشت کې هم يوې زورورې زلزلې د ختيځ افغانستان يوه غرنۍ سیمه لړزولې وه چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول. هغه مهال له ۱۵۰۰ زيات تنه ټپيان او په زرونو کورونه ونړېدل.

دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.