روژه والې لنډۍ
ګل آغا احمدي وردګ
لنډه تبصره
لنډۍ د پښتو شعر داسې مهم، لرغونی، شېرین او په زړه پورې صنف دی چې شاعر یې معلوم نه دی او د ټولنې ګډ کلتور او فولکلور ګڼل کېږي او مالکیت له ټولنې سره دی. د شعر دغه مهمه برخه یوازې په پښتو کې موندل کېږي او د نړۍ په هېڅ یوه ژبه کې نشته چې لومړی بیت یې نهه سېلابه او دویم بیت یې دیارلس سېلابه دی. لنډۍ په افغاني ټولنه کې د ښځینه او نارینه ګډ فرهنګ دی په دې معنی چې د ښځینه او نارینه وو له خوا ویل کېږي خو په دې کې شک نشته چې دغه خوږ شعر زیاتره د پښتني ټولنې د ښځینه وو له خوا ویل شوی دی. د لنډیو شعرونه داسې لویې لویې معناوې، مفاهیم او مضمونونه له ځان سره لېږدوي چې ځینو ورته (سیند په کوزه کې) نوم ورکړی او د ژوند په بېلابېلو برخو کې ویل شوې دي.
موږ د رمضان د مبارکې میاشتې په ویاړ یو شمېر هغه نایابه لنډۍ د ټولنې له زړه څخه راټولې چې د وګړو تر منځ په شفاهي ډول موجودې دي او محدود شمېر یې د یو شمېر ښاغلو او آغلو له لوري لیکل شوې هم دي او زه یې په موندلو بریالی شوی یم. هغه لنډۍ چې زه یې د (روژه والې لنډۍ) تر سرلیک لاندې وړاندې کوم چې په هغه کې د رمضان، روژې، افطار، روژه ماتي، پړشمي، تراوېح او داسې نور اړوند الفاظ ذکر شوي دي.
د روژه والو لنډیو د راغونډولو او لیکنې بڼې ته د اړولو او خپرولو څخه اساسي موخه د اسلام د سپېڅلي دین، پښتو ادب، د روژې مبارک مناسبت، ګران افغانستان او افغانانو ته خدمت دی څو په دې برخه کې د خپل توان په اندازه سهم ادا کړم.
باید وویل شي چې په پښتو ژبه کې هره لنډۍ ځانګړی مضمون یا موضوع لري او د روژه والو لنډیو موضوع یوازې روژه نه ده بلکي په ځینو لنډیو کې د روژې کلمه د یوې نازکخیاله تشبیه او استعارې په ډول کارول شوې ده. په ټوله کې روژه والې لنډۍ د روژې د اړوندو موضوعاتو تر څنګ، مینه، محبت، ورورګلوي، سوله، زړه سوی، مسافري، پردېسي، غربت، بډاینه، انسانیت، وصال، وفا، جفا، بېلتون او په داسې نورو موضوعاتو بحث کوي.
همدارنګه د دې لنډیو یوه برخه د روژې په اهمیت، فضلیتونو، دنیوي او اخروي اجرونو او ثوابونو راڅرخي او یو شمېر روژه والې لنډۍ د موضوع په اړوند د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو تفسیر له ځان سره لري. په همدې ډول په دې لنډیو کې د صبر، تحمل، زغم او داسې نور موضوعات هم رانغاړل شوي چې د رمضان د مبارکې میاشتې له خصوصیاتو څخه دي او مومنان ورته رابولي.
د روژ والو لنډیو دغه برخه چې ما یې د افغانستان د شفاهي او لیکلو ادبیاتو څخه د راټولولو هڅه کړې او په هجایي ترتیب برابرې شوې دي، د هغو ښاغلو او آغلو په مستقیمه او غیر مستقمه همکارۍ تر دې ځایه را رسېدلې چې په دې برخه کې یې کار کړی او ماته یې آدرس معلوم شوی دی. هرو مرو به په دې لنډیو کې ځینې داسې وي چې زما له خوا به جوړې شوې وي خو د پښتو ادب د عمومي قاعدې پر بنست د دې ټولو لنډیو د ایجاد او تدوین مالکیت له ټولنې او خلکو سره دی او هېڅ شخص یې خپل ځان ته نه شي منسوبولی. هیله ده چې په دې بهیر کې تاسو قدرمن لوستونکي هم برخه را سره واخلئ او په خپلو کامنټونو او نظریاتو کې د روژې په اړوند د ټولنې له زړه څخه نایابه لنډۍ را ټولې کړئ څو لیکلې بڼه غوره کړي او له خوندیتوب څخه ډاډ حاصل شي.
د روژه والو لنډیو لومړۍ برخه
اختر نږدې دی روژه لاړه
لیلا به چا ته سرې منګولې ښکاروینه
اختر نږدې دی روژه لاړه
د یار وعده مې د اختر ده رابه شینه
اخی ترې جار روژه پرې بوج ده
شونډې یې وچې سترګې مړې، مړې غړوینه
ادکې مورې په ژړا شوم
په پړشمي کې دې را نغلل اوازونه
اسره مې خدای ته وه بیا تاته
غوټه روژه کې دې راکړي ځوابونه
اوبه په لپو، لپو وچښه
سبا روژه ده بیا به وکړې ارمانونه
اوس دې دیدن نه کوم یاره
فرضي روژه ده، دیدن نه کېږي مینه
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.