تسلې مه راکوه یاره
زه به تر کومه په روژه ګرځم مینه
ته به روژه یا به بوزه یې
ما ته به نه وایې د سوي زړه حالونه
ته بې وعدې شولې رانغلې
تر پړشمي پورې زه ویښه ناسته ومه
ته په روژه کې خولګۍ راکړه
زه به خوړلې روژه بېرته ونیسمه
ته په روژه کې مرور شوې
د تراوېح رکعات په څوک راته شمېرینه
ته خو بوزه یې زه پوهېږم
ما په منګي کې پراټې راوړې دینه
ته د اختر په سبا راشه
زه به در ووزم تورې سترګې سره لاسونه
ته د روژې په ماښام راشه
په پيرکیو به ډک کړمه مینه
ته د روژې په ماښام راغلې
زه په مستو ککړه خوله در ووتمه
ته د روژې ماښام کې راشه
زه به شربت د سرکو شونډو درکومه
ته د روژې ماښام کې راغلې
له پیرکي سره یو ځای در ووتمه
ته د ماښام په آذان راشه
تود پیرکی، یخې تروې به درکومه
ټول رمضان مې روژه نه وه
په ګنهکار بدن د خدای دربار ته ځمه
جانان د مینې مسلمان دی
ورته روژه، روژه کېدم ویې نیومه
جانانه صبر د زړه وکړه
فرضي روژه د صابرانو ده مینه
جانان مې ځي خولګۍ به ورکړم
روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه
جانانه جګ شه پړشمی دی
په غم ککړ شې درنه هېر نه شي مینه
جانانه ستا خاطر لپاره
زه په روژه کې وچې شونډې ګرځومه
جانانه ستا روژې ته ناست یم
ما د ملا روژې پخوا خوړلې دینه
جانانه سخته دې روژه کړم
ستا د دیدن ماښام ته تږې ناسته یمه
جانانه لږ نور صبر وکړه
چې د روژې ورځې پوره شوې نو درځمه
جانانه مې بد آموخته کړی
خدایه روژه کې به یې څوک منع کوینه
جګړه دې ورکه له وطن شي
نه په روژه، نه په اختر پوه شوو مینه
جنګ او وراني دې نوره نه وي
خدایه ته راولې د سولې اخترونه
جینکۍ ښې دي دمه وکړي
غرق هلکان دې ټوله میاشت روژه ساتینه
مهم ټکی: لنډۍ داسې شعر دی چې د ولسي فولکلور په اډانه کې ځای لري، په ولس کې وده کوي او د خلکو تر منځ وېشلی دی. د پښتني قام زیاتره نارینه او ښځینه افراد د لنډیو یوه ټولګه په شفاهي ډول په خپل ذهن کې لري چې د وخت په تېرېدو سره یې د ورکېدو او هېرېدو خطر شته. که چېرې دغه ټولګې د همکارۍ په بڼه له یو بل سره شریکې شي او لیکلې بڼه غوره کړي، نو د لنډیو لوی لوی دېوانونه به ترې جوړ او دغه امانت به راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه انتقال شي، په درنښت.
د (روژوالې لنډۍ) د سلسلې شپږمه برخه به ډېر ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.