د افغانستان نوموتی خطاط

مطيع الله روهيال

438

استاد عزيزالدين وکيلي د افغانستان له مايه ناز خطاطانو، مؤرخينو او ليکوالو څخه وو. استاد وکيلي د ١٢٩٧ش کال د سنبلې پر شپږمه د کابل په چهاردهي کي زېږېدلى او د ١٣٨٩ش کال د جوزا پر اتلسمه وفات سو. پلار ئې نظام الدين وکيلي نومېدى چي په اماني دوره کي ئې پر بېلابېلو بستونو کار کړى وو.
استاد وکيلي د افغانستان له مشهورو خطاطانو او پرکاره مؤرخينو څخه وو. د خطاطۍ په ساحه کي د وخت د دولت له خوا د (هفت قلم) په لقب وياړلى وو (١٣٤٢ش). استاد واقعاً هم اووه واړه خطونه په ښکلي او خوندور انداز کښل او په دې لاره کي په حقه سره استاد وو.
د استاد د شکسته خط په باب د دري ژبي لوى شاعر خليل الله خليلي داسي ويلي دي:
اى ګشته مثل به خوشنويسى زنخست
مفتاح خزاين هنر خامۀ تست
تا کرد خدا لوح و قلم را ايجاد
ننوشته کسى شکسته را چون تو، درست
د خطاطۍ په باب ئې څو مستقل آثار کښلي او چاپ سوي دي، لکه: هنر خط در دو قرن اخير (١٣٤٢ش)، خزينة الاشراف (١٣٥٦ش)، هنر هفت قلم (١٣٦١ش)، تحفة المولود (١٣٦٧ش) او داسي نور …
د دې تر څنګ ئې د رحمان بابا دېوان (١٣٢٧ش) او د ارواښاد استاد الفت غوره اشعار (١٣٣٤ش) هم خطاطي کړي او پښتو ټولني چاپ کړي دي.
استاد د خطاطۍ په برخه کي د خورا زياتو دولتي مډالونو او ستاينليکونو تر څنګ د (کارمند شايسته فرهنګ) په لقب هم مفتخر سوى وو.
د افغانستان د تاريخ په باب د استاد آثار د ريفرنس حيثيت لري. د استاد غنيمت کورني آرشيف د هغه مرحوم سره د تاريخي آثارو په مستندولو کي لويه مرسته کړې وه. له احمدشاهي دورې څخه نيولې د افغانستان د وروستي پاچا محمدظاهر شاه تر وخته د ټولو دربارونو بېلابېل فرمانونه، مکتوبونه، قبالې او نور مهم اسناد په ياد آرشف کي خوندي ول. استاد د خپلو تاريخي آثارو په ليکلو کي له يادو اسنادو پرېمانه استفاده کړې ده. دغو اسنادو د استاد آثارو ته ځانګړى ارزښت ورکړى دئ که ووايو: په هغو ساحو کي چي استاد وکيلي کار کړى د نورو افغان مؤرخينو تر آثارو د وکيلي ليکلي کتابونه مستند او پر تاريخي اسنادو ولاړ دي مبالغه به نه وي.
د افغانستان د تاريخ په باب د ارواښاد وکيلي لاندي آثار ځانګړى ځاى لري: احمدشاه بابا امپراتور مجدد افغانستان، تيمورشاه درانى، درة الزمان، سفرهاى غازى امان الله شاه، تاريخ خرقه شريفه کندهار، سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان او داسي نور هغه آثار دي چي د افغانستان د تاريخ سره سم به د استاد نوم ژوندى وساتي.
د استاد اروا دي ښاده وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.