د چرندیاتو جګړه

شاه محمود میاخېل

382
افغانان په مجازي فضا کې د جمهوریت د سقوط نه روسته نور هم په خپلو منځو کې سره ویشل شویدي. مخکې ځینو فرهنګي او غیر فرهنګي ټیکه دارانو افغانان په سمت، ژبه، قوم او ټامي او غیر ټامي ویشلي و خو اوس په نامه مدني او سیاسي فعالانو (د هاها ډلو) هر قوم او سمت په وړو وړو نوو ګروپونو ویشلې دی.
زیاتو د طالبانو نه بدتر فرهنګ خپل کړېدی چې د سیاسي مخالفت تر څنګ د قلم او ژبې عفت هم نه ساتي. هغوي چې د افغانستان په ورانې کې د ټولو نه زیاته غوښنه برخه درلوده، د ټولو نه زیات د دغه چرندیاتو فرهنګ ته لمن وهي.
په تیرو پنځو لسیزو کې ټولو رژیمونو ډیرې اشتباوې کړیدي او هیڅ داسې دوره نشته چې هلته ظلم او بیعدالتي نه وه. تاریخي قضاوت په انفرادي ښو او بدو پیښو نه کیږي بلکې په مجموعي توګه کیږي چې هر رژیم د افغانستان لپاره څه وکړل. د یو رژیم ظلم او اشتباوې د بل رژیم ناولتیاوې نشي پاکولې.
که د تیرو رژیمونو یوازې په نیمګړتیاو بحث کوو نو بیا د دې پلندې نه وتلې نشو او څومره چې پرې بحث کوو هماغومره د ټولو پښې په پلندیو کې ښخیږي او ټول به د ماضي حالت غلام وي. د اوس او راتلونکې لپاره به هیڅ تګلاره پیدا نه شي.
اکثره افغانان په دې کې تکړه دي چې د نورو د بدو کارونو تقلید ډیر ژر خپل کړي. ډیرې کسان داسې لیکنې او خبرې کوي که بحث ته ورسره داخلیږي نو کوښښ به کوي چې تا هم د ځان په شان راټیټ کړي. مجبوریږي چې د هماغو په لهجه ورته ځواب ورکړې ځکه هغوي په بله لهجه نه پوهیږي. که د هغوي په شان ځواب ورکوي نو بیا ستا او د هغوي فرق څه شو؟ ښه دا ده چې د داسې کسانو سره هیڅ بحث ونشي. د دوی سره نه بحث د دې معنی نه لري چې دوی په حقه دي بلکې د سپکو کسانو سره ځان سپکول نه دي پکار. داسې کسانو ته سلاما ویل پکار دي.
همدا تاکتیک د طالبانو د پلویانو و او دی چې کنځلې او پوچ الفاظ استعمالوي. بدبختانه زیات کسان د هغوي د دغه تقلید نه پیروي کوي. په ناولو اوبو، ناولتیا نه پاکیږي.
اکثره په عوض د دې چې په نظریاتو، د یو بل په زغمولو، وحدت او د افغانستان د بحران لپاره د حل د لارو چارو په پیدا کولو بحث وکړي، د یو بل په سپکولو اخته دي. همدا علت دی چې افغانان سره ګډه ژبه نشي پیدا کولې. د طالبانو، داعش او نورو ترورستي ډلو پشان، اکثرو د جنګ او سیاسي اختلاف ټول اخلاقي او انساني معیارونه د خپو لاندې کړيدي.
ډیرې به څوک په یو خروار لیټې کې هم نه حسابوي خو د ټول ملت په استازولې به غږیږي. د زیاتو کسانو لیکنو او خبرو ته که غوږ کیږدي، نو پوهیږي چې فکري استقرار نه لري. نن یو موقف لري خو سبا بل پروژوي موقف نیسي.
فلمي جګړه کې غرونه په یو بل باندې ولي او ته به وایي چې د فیلانو تر منځ جګړه روانه ده. سیاسي مبصرین خو داسې بړ بړ غږیږي لکه چې واشنګټن، مسکو، لندن او بیجینګ ته دوی پالیسي جوړوي او مشورې ورکوي.
اشنایانو!
تاسي د فیل په غوږ کې ویده یاست. نه مو ملا اعتبار لري، نه مو مدني فعال او نه مو سیاسي مشران. نر او ښځو، ځوان او زړو ټولو اعتبار د لاسه ورکړیدی. نه دنیا ستاسي په خولو پیاز خوري او نه په دې توګه د افغانستان په مسایلو کې رول لوبولې شي.
د ټولو نه د مخه د افغانانو په منځ کې د اعتماد جوړونې پروسه مهمه ده چې ګډه ژبه سره پیدا شي. تر څو چې افغانان ګډه ژبې پیدا نه کړي، هیڅوک ورته د ارزښت په سترګه نه ګوري. ګډه ژبې یوازې د منلو شوو ملي مؤخو او د ولسواکې په اصولو پیدا کیدلې شي. ګډه ژبه په پروژوي حرکتونو او پټو معاملو نشي پیدا کیدلې.
دا د چرندیاتو لوبه هم د پردو د استخباراتي کړیو ایجنټانو روانه کړیده تر څو د طالب بدیل پیدا نشي. دنیاوال او هم افغانان ووایي چې د دې متفرقه او ایکسپایر شوو مخلوق نه طالبان ښه دي.
طالب دې هم د افغانانو بې اتفاقې ته نه خوشالیږي ځکه نا مشروع حکومت او په ولس ظلم لس ګونې نورې ستونځې رامنځته کوي. هیواد د فقر، غربت او نیابتي جګړو میدان ګرځوي. روستې حملې یې ښې بیلګې دي. هغه مشهوره مقوله ده چې یو ملک د کفر لاندې بقا کولې شي خو د ظلم لاندې نه.
عزیزانو او افغانانو!
د چرندیاتو په دې جګړه کې یوازې سل ګونه کسان برخه لري خو د څلویښت میلیونو افغانانو رنګ یې پیکه کړیدی. اکثریت خاموش خو خدای یوازې خوراک او څښاک ته پیدا کړیدي نو ځکه څو سوه کسان د ټول ملت په سرنوشت لوبې کوي.
ژمې به تیر شي خو د ډیرو دیوالونه به تور پاتې وي. دا اړو و دوړ به هم خدای تیر کړي خو د ډیرو تور مخونه به د افغانستان په دې تاریخي بهیر کې همداسې تور پاتې وي.
وایي کم ما وکرم شما. که مثبت رول څوک نشي لوبولې نو د بې اتفاقې اور ته خو دې لمن نه وهي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.