!خـــدایـه

سلطان جان کلیوال

404

درنو دوستانو اخترمو نیک مرغه او مبارک او عبادات مو قبول شه.

خـــدایـه!

خدایه! اخـتر کـړی د وطـن په بی اختـره خلکـو

د منـافــقـو له تـصـمـیـم ، په  نا خـبـرو خـلکـو

خدایه! اختر کړی په هغـو چی په نهـر ګیډه یی

روژه نیـولـې له سـحـر تـر بـل ســحـره خلکـو

خدایه! خـوښې راولې کـورته سـتا د هغه مخلوق

چی یی خنـدلي چـیـری نه دی بی ضـرره خلکـو

++               ++              ++

دي منتـظر ســتا عــدالـت  ته هـغـه مـور او پـلار

چـی يي الـوتـی په  بـمـونـو  کلی – کـور او ښـار

چی محـروم کړي اســتبداد دي  سـتا له هر نعمت

چی پیـدا کـیږي او لوئیـږي هـم مـړه کیږي خـوار

سـتا د انصاف طمعی ته شـپې سـبا کوی په صبـر

چی هـره ورځ وربانـدی شي د غـضب نوی ګزار

++              ++              ++

تانه اختر غواړی، خوښې غواړی افغان ماشومان

د بـدمـرغیـو اور کی سـوی  مسـلـمـان ماشـومـان

د محـرومیت هـره څـپیړه یی چی په مـخ  خوړلې

دي ویـده شـوي د خـوړلو  په  ارمـان  ماشـومان

هغـوی چی سـریی دی نیولی سـتا رضـأ لاس کی

هـاغـه، د هـر منـافـقـت نـه  پـه فـغـان ماشــومان

++             ++             ++

سـتا بنده ګان له تا اخـتر غـواړی برات غـواړی

سـتا له خـروار مهـربانیـو، خورد زکات غواړی

څو به یی لاس وی غـزیدلی نور جـهـان ته ربه!

دا ګناهـګار له دی درانه  عـذاب نـجـات غـواړی

دا پتمـن نـور له بی پتـۍ او سـرټيـټـۍ  وژغـوره

چی وي له پت او عزت ډک هسی حیات غواړی

++              ++             ++

نو خدایه! دوی ته هم خوښې ور کړه اختر ورکړه

یـو خــلــیــفـه د زمـانې لـکـه عـــمـر رض  ورکړه

څو به روان وي سپک دجال پسی دا دروند ملت

لکه میـرویـس  لکه  احـمـد  یو بل رهــبر ورکړه

چی په کـږو لارو له تـلـلـو می مـلـت  وژغـوری

دغې بی سـرې قـافـلـې  ته  هـوښـیار سـر ورکړه

اپریل/۱۵ / ۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.