د لوږې څونامي -دېرشمه برخه

آصف بهاند

338

په افغانستان کې د لوږې څونامي خپلو نویو پـړانو ته ورننوتې ده او ښایي ډېـرې بدې پایلې ولري. اوس د افغانستان د خلکو لاس ترتیـږې لاندې دی، نورو ته یې ځان احتیاج کړی دی، لاس غځولو او گدایي ته اړ شوي دي؛ خیرات ورکونکي به تر څو پورې د دوی لاسونه او نسونه ورډکوي، اوس کرم کوونکي یو څه ستړي او پښېمانه ښکارېـږي؛ د همدې لپاره له هرې خوا نه د «نه» غږونه اورېدل کېـږي.

نړیوالې ټولنې او خیریه مؤسسې د بېلابېلو دلایلو له مخې، پر افغانانو باندې خپلې مرستې ورځ تربلې کموي، ځکه حالت مخ په خرابېدو دی او تر دې هم بدې ورځې راروانې دي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازی مرسیتال رامیز الاکبروف په خپلو تازه څرگندونو کې همدې نظر ته په اشارې سره ویلي دي چې:

«افغانستان د یوه بشري کړکېچ اوج حالت ته رسېدلی او په اوسني وضعیت کې باید لومړیتوب په ممکن حد کې د قحط‍ۍ، ناروغیو خپرېدو او له همدې کبله د مړینې مخنیوی چارو ته ورکړل شي.»

د بي بي سي په یوه تازه رپوټ کې د ښاغلي الاکبروف د دې تازه څرگندونو په باب داسې راغلي دي:

«مرستندویان باید سملاسي عملي ګامونه واخلي، خپلې مرستندویه ادارې د دې بحران لړ کې د نړۍ په کچه تر ټولو سترو اقداماتو ته چمتو کړي، ځکه په وینا یې د لوږې دې بحران مخنیوي لپاره نژدې ۲۴ میلیونه انسانان څلور اعشاریه ۶۴ میلیاردو ډالرو مالي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي، که څه هم طالب چارواکو ځینې پرېکړې کړې، چې له کبله یې د دې ستونزو هواري لړ کې یې د مرستندویانو پر وړتیا منفي اغېز کړی، خو ”اوس داسې وخت نه دی چې له افغانانو مخ واړوو” ځکه په وینا یې هغوی د ټولو همغږۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال زیاتوي، بشردوستان او په ټوله کې نړیواله ټولنه باید د هغې بودیجې ازادولو په ګډون چې مخکې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وه، او په راتلونکي کې د مالي مرستو نه بندولو په شمول هره هغه چاره وکړي، چې له وسه یې پوره وي…»

کور دننه د نویو واکدارانو پالیسي هم له اړمنو سره د مرستو لړۍ ټکنۍ کړې ده او ښایي په ټپه یې ودروي. په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار مخنیوی د دې سبب شوی دی چې، ډېرخلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. په میډیا کې هره ورځ داسې څه خپـرېـږي چې د هیلې څرک هم نه په کې لیدل کېـږي. د نویو واکدارانو د نویو پالیسو په باب میډیا هره ورځ خپل رپوټونه خپروي، ځینې خلک یې لولي او ویني یې، خو له لاسه یې څه نه کېـږي، واکداران اصلاً ځان هم نه پرې خبروي، که څوک چېرې پوښتنه هم ورنه وکړي، دوی لنډ په لنډه وايي: «زموږ په کورنیو چارو کې باید څوک لاسوهنه ونکړي.»

د نویو واکدارانو د پالیسیو په لړ کې کله چې په نادولتي مؤسسو کې د ښخو د کارکولو مخنیوی وشو، ډېرې کورنۍ د پولۍ پـړق ته کېنول شوې، دا یې د رپوټ یوه برخه ده:

«د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د نا دولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د حکومت بندیزونو دغه هېواد کې هغه بې وزله مېرمنې چې کونډې دي او یا کورنۍ یې نارینه سرپرست نه لري، ډېرې اغېزمنې کړې.

دغه سازمان ویلي له دا ډول کورنیو سره د مرستې چاره سخته ټکنۍ شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف بیا وايي افغان ماشومانو کې روان ساړه ژمي د ساتنګۍ ناروغي په کمساري ډول خپره کړې.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیزه دا دی شاوخوا دوه میاشتي اوړي.

که څه هم په روغتیايي اډانه کې ځېنو ادارو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې افغانې ښځینه کارکوونکې بیرته ور وغواړي خو له لویه سره د نا دولتي ادارو افغانې کارکوونکې لا هم پر کور ناستې او د طالبانو د بندیز له امله کار ته نشي تللی.

دغو ادارو تر ډېره پر ناورین د ورګډ افغانستان له بې وزلو وګړو سره د بشري مرستو رسونې بهیر کې کار کاوه.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي دغو بندیزونو د افغانستان لروبر کې هغو بې وزلو کورنیو ته د مرستو رسېدا سخته کړې چې کورنۍ کې نارینه سرپرست نه لري او یا کونډې دي.

د افغانستان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې د ژمي شپو ورځو پر مهال بې وزلو کورنیو نشو کولی مرستندویانو ته لاس رسی ومومي او دغه حالت د کورنیو ماشومان هم په ځانګړي ډول له بدې لوږې سره مخ کړي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، کونډې او یو وزرې میرمنې د مرسته رسوونکو له پامه غورځېدلې او نارینه کارکوونکو یې ستونزې نه دي درک کړې.

په رپوټ کې د سیما په نوم د یوې ۲۶ کلنې کونډې نکل شوی، چې دوه کاله وړاندې یې مېړه پر کووېډ-۱۹ ومړ.‌

دوی د کور بل نارینه سرپرست نه لري او وايي کله چې مرسته وېشونکو ته ورځي، ترې غوښتل کېږي چې د کور نارینه ور ولېږي.

هغې ویلي “څو واري مو هڅه وکړه. مرستې نارینه ویشي، موږ ته وايي یو سړی راواستوئ. موږ نه پرېږدي وايي ښځه یې، ډیر کوښښ مې وکړ نه پوهېږم مرسته څه ډول ترلاسه کړم.”

سیما ویلي موږ نشو کولی خپل کړاو په سمه توګه نارینه ته واوروو، ښځینه کارکوونکې کولی شي په اسانۍ موږ ته غوږ شي او ستونزې مو واوري.»

اوس په ښکاره لیدل کېـږي چې افغانان د فقر او بیوزلۍ په کوم برید کې موقعیت لري او په څه ډول خپل ژوند تېروي. گڼو خیریه مؤسسو او د ملگرو ملتونو اړوندو څانگو د لوږې د اوسني او راتلونکو خطرونو په باب خپل نظریات او تشویشونه خپاره کړل او وویل شول چې اته نوي سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او مرستو ته اړ دي، د دوچولې په یو رپوټ کې راغلي دي چې درې میلیونه یا تر دې هم ډېر افغان ماشومان ــ کوچنیان او اته سوه څلوېښت زره (۸۴۰ زره) امیندواري او شېدې ورکوونکي میندي له سختي خوارځواکۍ کړېـږي، خو له دې سره ـ سره نړیوال مرسته کونکي یا خپلې مرستې کموي او یا یې بیخي دروي؛ اوس نو خواره خواري د هغه چا ده چې نسونه یې وږي دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.