ته به یې او زه به نه یم

عبدالباري جهاني

443
بیا به ګل د ارغوان وي ته به یې او زه به نه یم
لاله زار به ګلستان وي ته به یې او زه به نه یم
بیا به ګل بیا به بلبل وی شالمار به انار ګل وي
په رباب کي به غزل وي په شهباز کي به یې پل وي
د زاهد به ویر په ځان وي ته به یې او زه به نه یم
نور زلمي به وي راغلي د زاړه ساقي تر کلي
د کلو خمار وهلي تشوي به پیالې خپلي
سره جمع به رندان وي ته به یې او زه به نه یم
بیا آدم بیا به رباب وي بیا درخو بیا به شباب وي
له هر شرنګه مار وهلی د زاهد کور به خراب وي
زوړ مطرب به بیرته ځوان وي ته به یې او زه به نه یم
بیا به شرنګ وي د بنګړیو پر ګودر د شنو منګیو
را رواني به وي ډلي د ښایستو مستو کوچیو
ګل به ایښی پر ګرېوان وی ته به یې او زه به نه یم
بیا به ښکلی کندهار وي نه به شیخ نه به اغیار وي
محتسب به رنځ وهلی په حجره کي پروت بیمار وي
مست له مُلو به زلمیان وي ته به یې او زه به نه یم
د پانوس تتي رڼا ته به شرنګی وي د پایلو
جهاني به کله یاد سي په نغمو کي په غزلو
زما د میني به داستان وي ته به یې او زه به نه یم
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۳ کال د اپرېل د میاشتي شپږویشتمه، ویرجینیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.