د استاد اسدالله غضنفر د لیکني سبک یوه بله جالبه ځانګړنه

همت عمرزوی

794
پښتانه متل کوي چې (پوله له پولي ولاړېږي اوخبره له خبري ولاړېږي)
د لیکوالۍ اصول، طرز او اسلوب خپل شرطونه اومزیتونه لري، چې لیکوال ترډېره حده مکلف دی ترڅو هغه شکلي او تخنیکي معیارونه پلي او رعایت کړي دا اصول په علمي او اکاډیمیکو څېړنو کې لاهم د سختي پابندی غوښتنه کوي، مونږ ډېرکله د لیکوالانو څېړنیزاو تحقيقي آثار لولو چې هلته لیکوال په يو داسي مقید او تنګ موضوعي لیکنیز مسیر کې را ګير وي چې هغه د چاخبره هرقلمي قدم يې په بسم الله، بسم الله اوچت کړی وي، داسي یو نواخته او اهتزازي لفظي او ماهیتي کلماتي اوډون يې کړی وي چې د ډېر تکرار او ژولو له کبله هم خپله لیکوال اوهم لوستونکي ستړي کوي، زه فکر کوم چې که د فورمالیزم د مکتب لاروي مي ونه ګواښي دا يو ډول علمي او قلمي جبراو استبداد دی! دا د فکر او خیال وزروته د میتوداو اصولوپه نوم ډبرین دیوالونه دي، دلته لیکوال مضطرب او مشکوک دی، او دابېره ورسره مل ده چې هسي نه د وضع سوو اصولو خلاف کمه قلمي ښویدنه ورڅخه ونه سي او د علمي محکمې پروړاندي په کوم جرم او الزام محکوم نه سي!
د دې لنډي تنقیدي یادوني څخه زما موخه دا نه ده چې د علم او لیکوالی بازاردي خدای ج مکړه داسي آزاد وي چې هرڅوک دي قلم را اخلي اوهر څه دي لیکي او وایي! زه غواړم ووایم چې که لیکوال دغه ځان پابندي لږنرمه او سسته کړي او په لیکنه کې د ښه تنوع، رنګارنګی او موضوعي جذابیت اهمیت ته پام وسي غوره به وي، نه به خپله لیکوال د موضوع د یکنواختی څخه مړېږي اونه به لوستونکي ستړي کوي، مونږ له نېکه مرغه په روانه پېړی او اوسنی زمانه کې د پښتو په ژورنالستیک، ادبي او لیکوالي بهير کې داسي مفکر، ظریف، ژورلیدونکی او پلټونکی ماهر نقاد لیکوال لرو چې د هري موضوع په پلټلو او سپړلو کې د موضوع د پوره حق په ادایني سره مونږته د نوو زاویو اونوو خبرو سره څېړنه اولیکنه کوي، د موضوع په ماهیت کې کشش او جذابیت پيداکوي، د سوژې سره اړوندي نوي سوژې په داسي هنري انداز مِکس کوي چې سړی يې تصور هم نه سي کولای، زه غواړم چې د استاد غضنفر د یو عادي لوستونکي په توګه د نوموړي د لیکوالی د خوږلنو، ظرافتونو اوکیفتونو د یوې ځانګړني په اړه خپله تجربه ستاسو سره شریکه کړم، ماچي هرکله د استاد کومه مقاله اولیکنه لوستې ده نو ددې تجربې سره ارومرو مخ سوی یم چې کله د موضوع یامقالې عنوان ولولم ورسره جوخت ماته دا ذهني تلقین تداعي سي چې استاد به حتما” دغسي څه راته وايې، ولي زما د تصوراو اخستني خلاف په لینکه کې له نورو نوو او جذابو خبرو سره مخ سم، زه حداقل د يو لوستونکي په حیث د موضوع د عنوان سره په څنګ کې ډېر نورڅه زده کړم او ډېر نورمعلومات کسب کړم، دا په خپل ذات کې ډېره غوره مزیت اوبهتره خصوصیت دی چې د استاد په لیکني سبک کې د نورو ښیګڼو ترڅنګ شتون لري د بېلګي په توګه: استاد په خپلي یوې تازه مقالې کې چې سرلیک يې (يوه نادِره قلمي نسخه) دی مونږ ته د امیرعبدالرحمان خان د باچاهی د حال او اوضاع په هکله د یو منظوم کتاب په اړه معلومات راکوي او یاد کتاب د جنګنامې په ماهیت اومحتوا راپېژني که دغه څېړنیزه مقاله بل چا لیکلې وای نوهلته به یوازي د کتاب پرمحورټوله توجه اوقلمي څرخېدنه متمرکزه وای، ولي استادپه متفاوت انداز ددې معلوماتو ترڅنګ مونږ ته نوري نوي او مهمي خبري هم لري، مثلا” دی مونږته د وطن د شعوري خدمتګار غلام سرور ناشر د علمي او معنوي چوپړونو یادونه هم کوي، داځکه کوي چې یاد کتاب د ارواښاد ناشر له کتابتون څخه تروړل سوی اوبیا د استاد، مرحوم  پلارته یو مجاهد په پېښور کې سپارلی دی، د مقالې لیکوال مونږدې ټکي ته هم متوجه کوي چې يو ګمنامه مجاهد د خپل وطن معنوي هستیو ته ژمن دی او د خپلي خاوري د ارزښتمني پانګي د ساتلو احساس اوشعور لري، استاد د ارواښاد ناشر د لوستي او پوهي کورنی په هکله هم مونږته دا سوچ راکوي چې ژمن او وطن مین خلک په هر ډول حالاتو کې خپل خاوره اوخلک نه هیروي او زړونه يې د میني  او ویني په تارونو ورسره پيوند وي، همداشان استاد غضنفر په دې لیکنه کې لوستونکي ته دا پېغام هم ورکوي چې د وطن سره مینه په کار او زیارکې نغښتي ده چې تاریخ یې د یو تل پاته حقیقت او یادګار په توګه امانت ساتي لکه د ارواښاد ناشر د خدمت او صداقت ویاړمن یادګارونه.
استاد غضنفر د هیواد په معاصرادبي تاریخ کې د ګوتو په شمیر هنرمندو کیسه لیکوالو له غوره جملې څخه ګڼل کېږي او د نوموړي د کیسوښکلي اوجالبي ټولګي لکه( ساړه بادونه، د یوتېر اور اېري) له ښه شامته مالوستي دي، د نوموړي په کیسیز سبک کې هم د مختلفو پېښو، صحنو، کرکټرونو او حالتونو له جالبو اوحیرانونکوتجربو سره مخ کېږو، همدغه غوره مهارت يې په خپلو ټولو لیکنو اوشننو کې کارولی دی، ما د استاد په (کلتوراو ټولنه، څراغ، جادوګرهنر…) اونوروکتابو، مقالو او لیکنو کې د ژوند او ورسره تړلو موضوعاتو په اړه ډېر څه لوستي او زده کړي دي، استاد زمونږ د وخت یو خدای ج لورولی معنوي غنیمت دی چې مونږته يې ترهرڅه لومړی لوستنه او قدرونه اړینه او حتمي ده، راځی چې نور دا دود عام کړو ترڅو د خپلو ژوندیو فکري اومعنوي شخصیتونو د فکر اوپېغام پر محتوا فکراو شننه وکړو، ویې لولو او داسي يې ولولو چې هغوی په ویاړ او شوق سره بیا بیا لیکلو او پنځولو ته اړباسو، د ملتونو ویاړ دانه دی چې د زمانې  لوی هنرمندان راوټوکوي بلکه د ویاړ او بري راز يې دادی چې خپل د هنرمند په پنځ او پېغام، فکراوعمل کوي او هغوی ته د لا تخلیق او هنري پنځ بستر هواروي.
د استاد پر تخلیقي اوتحقیقي مالیکیت لاډېري او بې شمېري خبري اوشنني کېدلای سي زه ډاډمن یم چې داچاره به اهل خلک په ښه شان ترسره کوي،  زه خپله لیکنه قدرمن استاد ته د سوکاله ژونداو همداسي حسابي ښکلو هنري معنوي لیکنو د زیاتېدا اوغوړېدا په هيله پای ته رسوم.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.