د زندان مخې ته د اعتراض په دليل اعدامونه عملي نه شول

633
6 ساعتونه مخکې

تیره شپه په اصفهان کې خلک د يوه زندان مخته را ټول شوي ول او د «خانه اصفهان» په قضیه کې یې د درو تنو مظاهره کوونکو د اعدام سزا حکم وغنده. د تورنو کسانو له ډلې څخه د یوه د کورنۍ غړي ویلي چې ظاهراً اعدامونه نه دي عملي شوي.

د یکشنبې (د می میاشتې ۱۴ نیټه) په شپه د یوه ټویټري پيغام له لارې د محمد هاشمي په بلنه ډیر شمیر خلک د ایران په اصفهان ښار کې د دستګرد زندان مخې ته را ټول شوي ول او د مجید کاظمي په ګډون د دوو نورو بندیانو د اعدام سزا عملي کیدو پر ضد یې شعارونه ورکول. مجید کاظمي او دوه تنه نور په اعدام محکوم شوي کسان د «خانه اصفهان» د اعتراضونو په قضیه کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي او محمد هاشمي د مجید کاظمي د ترور یا خاله زوی دی.

خپاره شوي ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر خلک د دستګرد زندان مخې ته را ټول شوي دي او د “این آخرین پیامه، اعدام کنید قیامه” شعارونه یې ورکول.

 د دوشنبې په سهار محمد هاشمي له خلکو څخه په مننې کولو په ټویټر کې ولیکل: «همدا رنګه د اعدام نه عملي کیدو په اړه رسمي خبر نه دی رسیدلی، خو اکثره شواهد ښيي چې مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي اوس هم زمونږ په څنګ کې دي».

مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي دری تنه اعتراض کوونکي دي چې د «خانه اصفهان» په نامه قضیې په ارتباط په اعدام محکوم شوي دي. د دغو تورنو کسانو د استیناف غوښتنه د دې هیواد د سترې محکمې له خوا رد شوې او د اعدام حکم یې تائید شوی دی.

 «صدا و سیما» په نوم ایراني رسنۍ د دغو درو تنو د اعتراف ویډیو خپره کړه چې هغوي په کې وایي وسلو ته یې لاس رسی درلود او ډزې یې کړي دي، خو حتی په اعتراف کې هم دوی دا خبره نه ده کړې چې ګوندې پر امنیتي ځواکونو یا مظاهره کوونکو یې ډزې کړي دي.

د دې ویډیو تر خپریدو وروسته مجید کاظمي په یوه غږیز پيغام کې چې له خپلې کورنۍ سره یې پیغامونه تبادله کړي ویلي دي چې د شدیدې او وحشتناکې جسمي شکنجې لاندې نیول شوی او په جنسي تیري ګواښل شوی دی او له همدې امله اعتراف کولو ته اړ ایستل شوی دی.

نوموړي په دې غږیز پيغام کې د امنیتي ځواکونو له خوا د خپلې کورنۍ د ګواښل کیدو په اړه ویلي چې ورته ویل شوي و چې ورور به یې هم ورته ونیسي.

د تیر ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۵ نیټه د ټول هیواد په کچه اعتراضونو په جریان کې د خانه اصفهان په نګهبان میدان کې دوه تنه مظاهره کوونکي او یو تن د امنیتي ځواکونو غړی د ډزو په ترڅ کې وژل شوي وو.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.