د هیرمند اوبو د دفاع لپاره موږ هر یو باید «کک» شو

آصف بهاند

348

د هیرمند اوبو د دفاع لپاره

موږ هر یو باید «کک» شو

بــې لــــه کـکه دا جــگــړه گــټــلی نـــــه شــو

د  هــیـرمـنـد پـر اوبـو بـنـد ژغـورلی نـه شــو

د پــیــلانــو جــنـگ تــه کـک پــهـلـوان بـویـه

چې هر گورز یې زنځیري پیل راگوزار کړي

(عبدالغفور لېوال)

د «کک او زرینه» د منظومې اصلي موضوع د افغانستان اوبه دي چې حریص گاونډي له ډېرو پخوا زمانو څخه سترگې ورته نیولي دي او ډېر وختونه یې په وړیا ډول تر ستوني تېرې کړې هم دي.

کله چې د گران دوست عبدالغفور لېوال د «کک او زرینه» منظومې د چاپ دروگه شوه، ما د دې منظومې په باب څو جملې ولیکلې او هیله مې څرگنده کړه چې د دې منظومې د بشپـړولو کار گړندی شي، ژر تر ژره دې چاپ او گرانو هېوادوالو ته د لوستلو لپاره وړاندې شي. په «کک او زرینه» منظومې کې د هیرمن د اوبو تاریخي او سیاسي اړخونه په هنري ژبه بیان شوي دي.

په منظومه کې د مدبرې زرینې تر لارښونې لاندې اوه قومونه سره یو کېـږي، کک پهلوان اړایستل کېـږي چې د خپل هېواد او خلکو د ملکیت (اوبو) د ساتنې او دفاع په خاطر د مبارزې میدان ته راودانگې چې همداسې هم وشول.

د ایران د اخوندي رژیم مقاماتو په غیردیـپلواتیکه ژبه یو ځل بیا د خپلو نیکونو غیر قانوني غوښتنې مطرح کړې دي، د هر بادرکه هېوادوال دنده ده چې د خپلو اوبو د مالیکت د دفاع په خاطر غـږ وباسي، په تېره د اوبو د مدیریت متخصصین باید د مبارزې په دې میدان کې د خپل ملي مسؤلیت پربنا، له خپلو ملي گټو په مسلکي او عالمانه ډول دفاع وکړي.

اوس بیا د ایران د مفتخورو واکدارانو د غیر دیپلواتیکو غوښتنو په پیل سره د هیرمن د اوبو موضوع راښورېدلې ده، زه همدومره کولای شم چې د لېوال صاحب د «کک او زرینه» منظومې په باب خپل هغه یادداشتونه او یوه مقاله چې پخوامې د «اوبه، وینه او مینه ــ په «کک او زرینه» کې د وطنپالنې روحیه او ښکلایزجوړښت یې» ترسرلیک لاندې لیکلي او خپره کړې وه، یو ځل بیا خپره کړم او په دې ډول خپلو هېوادوالو ته د موضوع مهموالی ورپه زړه کړم:

۱ ــ یادداشتونه:

د «کک او زرینه» منظومې تر چاپ وړاندې مې چې د منظومې د پیاوړي شاعر ښاغلي لېوال په پته څو جملې او هیلې لیکلې او مطرح کړې وې، دلته یې یو ځل بیا رااخلم:

«زما د گران دوست، زما د خوښې وړ شاعر او قلموال، ښاغلي غفور لیوال د نوې منظومې «کک او زرینه» ښکالو اوریدل کیـږي. د لویې نیکمرغۍ ځای دی چې د لیوال صاحب د «کک او زرینه» په خپریدو سره به له یوې خوا د پښتو شعر خزانه بډایـږي او له بلې خوا د هیواد د تاریخ په دې حساسو شیبو کې چې ښکاره دوښمن موږ ته خپل طبعي حق هم نه راپریـږدي، لیوال داسې یو تاریخي واقعیت، د هنر په مټ او د شعر په ژبه  د درنو هیواد والو مخې ته ږدي.

زه همدا اوس، د همدې کرښو په وسیله د «کک او زرینه» د بشپـړیدو او خپریدو مبارکي لومړی لیوال صاحب ته او بیا د پښتو ادب او افغانستان ټولو خواخوږو او مینه والو ته وړاندې کوم.

ما له دې نه مخکې د ښاغلي لیوال دوې نورې منظومې «هوسۍ» او «لام او ایلینو» لیدلې او په خورا مینه او دقت مې یو ځل نه، څو، څو ځلې لوستې هم دي.

د ۲۰۱۷ کال د جولای په شلمه مې د فیسبوک پر پاڼو ولوستل چې «کک او زرینه» هم د بشپـړیدو پړاو ته ور نږدې ده. دا زیری ښاغلي لیوال په دې تورو سره موږ ته را ورساوه:

«چې د تاریخ په روایت مو نیکونو څنګه د هیرمند اوبه ساتلې او د ګاونډیو په وړاندې یې د دغه سیند ساتنه کوله، تاسو به یې د (کک او زرینه) یا ساکستان په منظومه کې ډېر ژر ولولئ (ان شاالله).

د دې منظومې لس سلنه کار پاتې او نور مې بشپـړ کړی دی.

د ساکي پرتم په څپو کې ورځ په ورځ ډوبیـږم او په حیرانتیا، حسرت او افسوس ګورم، چې زموږ نیکونه تر موږ هوښیار وو، هغوی تر موږ ډېر زموږ د روانو اوبو پر اهمیت او ارزښت پوهېدل. د ساکانو اووه ـ سره دوښمنې خېلخانې ـ د هیرمند د اوبو ساتنې په پار، سره یوځای شوې او په خپلو کې یې مرګ ژوبله پرېښوده.

خو، ولې موږ، اوس، د خِـرد په دې زمانه کې دومره هوښیار او مېړني نه یو؟»

او یوه ورځ وروسته (۲۰۱۷ کال د جولای یوویشتمه) یې بیا داسې ولیکل:

«… او منظومه بشپـړه شوه، تر دې وروسته یې پوښتنه له خپرونکي (ناشر) څخه کوئ،

دا یې هم د پای څو کرښې:

…سمند ځي په منډه، منډه تر هیرمنده

چې د عشق نوی داستان ورته بیان کړي

په خوږو څپو ماړه دوه مینان کړي

هیرمند مست دی، هیرمند غاړې، غاړې غورځي

هیرمند خپلو مېلمنو ته لارې څاري

هیرمند تږی دی، چې راشي دوه مینه

د څپو تندی یې کېږدي پر لمنه

پېړۍ وشوې چې هیرمند څپې، څپې دی

مست، سرکشه ، ډک له شوره، له هیبته

سیند د کک ـ زرینې عشق ته سلامي دی

له هغه وخته تر ننه لا جاري دی.»

او په داسې یوه حساسه شېـبه کې دا کار کیدونکی دی چې دوښمن غواړي ټول هیرمند ونغري، تر ستوني یې تیر کړي او کوربانه په ټکنده سره غرمه کې تږي پریـږدي. سره له دې چې په شاعر امر کول او یا دستور او فرمایش ورکول نا سم کار دی، خو زه له ښاغلي لیوال نه عاجزانه هیله کوم:

هر څومره چې ژر کیدای شي دا منظومه دې چاپ او تر لوستونکو پورې ورسوي.

ما په فیسبوک کې د دې خبر په کامنټ کې غوښتل چې دوې جملې ولیکم، ومې هم لیکلې، خو په تیروتنې سره دا دوې جملې را نه جلا، جلا پوست شوې. هغه دوې جملې دا دي:

 چې بیا یو لیک لیکم نو کله به وي

اوس به یې نه لیکم په زړه مې دې وي

خو لږ شیبه وروسته مې دا لیک هم په نثر ولیکه او هم مې د شعر په ژبه. لومړی یې نثر او وروسته به یې شعر تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم:

فکر کوم تاسو د ښامار پر سبک روان یاست، تاسو مو له فکر او قلم نه د نوې زمانې ښامار جوړ کړئ، داسې ښامار چې خلک او وطن د خپلې خولې د ځانځانۍ په اور ونه سیځي، بلکې د خپلې خولې اور د دښمن پر لور ور سم کړي او د «هوسۍ» آزادي وساتي، د «لام او ایلینو» بلورستان وژغوري او ساکستان وژغوري، افغانستان وژغوري!

وژغــوره

(غفور لیوال ته)

تـــه آزادي د یــــو انـسـان وژغـــوره

لام، ایــلــیــنو بـلــورستان وژغـــوره

مـټـې دې بــډ وهــه تـکـړه شه ور ته

ساکان، هیرمند او ساکستان وژغوره

 پرینږدې چې د ساکستان وینې او اوبه د دښمن ستونی لوند کړي.

دا مې هم شعر:

تـــه یــــو لــیــوال د اسـطــورو، د شــعــر

تــــا د هــــوسۍ ســـا، قــــدمــونــه انـځور

بـــیــا پــــه قــلــم دې تــیـــږه و تــــوږلــه

د سنــگــتــراش څــیــره دې وایــســتــلـــه

لام ایــــلــــیـــنــو دې پــــــه کـــې ودرول

وچـــــو ډبـــــرو کـــې دې وخــــوځــــول

زمــا لــــه لام نـــه ایــلــیــنــو خــوښـه ده

لــه ایـلـیـنـو نـه مې لام نور هم خوښ دی

اوس دې د «کــک، زریـنې» لار څارمه

ستــرگې پـــه لار یــمــه او پــیـار څارمه

چـې بــیــا یــو لـیـک لیکم نـو کله بـه وي

اوس بـه یې لـیکم چې په زړه مې نـه وي

او تـا نــه هـیـله مـې هـمـدومــره ده بـس:

صرفه ونه کړې په هیڅ څه او خـپل وس

خــلـک را پـــورتـه کړه پارسیانو مـخ ته

د دوی او نــــورو دښــمــنــانـــو مــخ ته!»

۲۱/۰۷/۲۰۱۷

هیدرسلیف

ډنمارک

۲ ــ د «کک او زرینه» منظومې په باب مقاله:

 

(اوبه، وینه او مینه ــ په «کک او زرینه» کې د وطنپالنې روحیه او ښکلایزجوړښت یې)

کک او زرینه د هیواد پالنې سرتیري او قهرمانان دي،

د کک او زرینې پیام د هیواد پالنې پیام دی،

د وطن او وطني گټو د دفاع پیام دی

او د مینې هغه پیام دی

چې د ورو وژنې

پر ضد سر را

پورته کوي.

زه زریـنـه، چـې لـمسۍ د «تایـمـرېس» یـم

چې  لــومـړۍ ســتره واکــمــنه زریــنـه وه

د لـــومــړۍ زریــنې بــلـــه لــــــور زریــنه

نـــن ولاړه د هــیــرمــنــد پـه نـنگ و نام ده

*****

بــې لــــه کـکه دا جــگــړه گــټــلی نـــــه شــو

د  هــیـرمـنـد پـر اوبـو بـنـد ژغـورلی نـه شــو

د پــیــلانــو جــنـگ تــه کـک پــهـلـوان بـویـه

چې هر گورز یې زنځیري پیل راگوزار کړي

مخکې له دې چې له کک او زرینې سره زما لیده کاته او ملاقات وشي، ما یې د راتلو د هرکلي په پار یوه مقاله او یو شعر له یوې یادونې سره خپور کړی و چې پاس یې یادونه وشوه. دا چې زما کور ته «کک او زرینه» څنگه را میلمانه شول، دا کیسه به پریږدم، یوازې دومره به و وایم چې یو دوست د «کک او زرینه» د مخ لیدل په ډیره مهربانۍ را باندې ولورول، ما هم په ډیر درناوي په کور کې مخامخ را ته کینول. پاڼه ، پاڼه مې ولوستل داسې په دقت سره، لکه څوک چې بیا امتحان را نه اخلي. کله مې چې لوستل پای ته ورسول، نو سمدلاسه مې لیوال ته داسې ولیکل:

«بیا سلامونه!

«کک او زرینه» مې چې نن کور ته را میلمانه شول، یوه شیبه مې هم یوازې پرینښودل، د دواړو څیرې مې سر تر پایه داسې له نظره تیرې کړې چې په ټولو رازونو مې ځان خبر کړ. په یوه سا مې ولوست او جالبه لا دا چې خپل یاد داشتونه مې ځینې واخیستل.

تاسو نه ډیره مننه،

او ستاسو قلم او هنر ته سلام،

پښتو شعر، پښتو ادبیات او افغاني فرهنگ به پر تاسو ویاړي.»

هر دراک لوستونکی په هماغه لومړنیو پاڼو کې پوهیږي چې د شاعر پیام څه شی دی؟ څه غواړي و وايي؟ د کک او زرینې ښکلا، کارنامې  له وطن او د وطن له وینې (د هیرمند اوبه) څخه دفاع او ننگه، دا هم لوستونکو او خلکو ته له وطن سره د مینې درس، د یووالي درس ور زده کوي، او هم د دوښمن په پیژندلو کې مهارت ور زده کوي او دا کار لیوال په ډیره لوړه هنري ژبه او ښکلو انځورونو سره په داسې استادانه ډول تر سره کړی دی چې د نظر وړ پیام ډیر ښه، په اسانه او مینې سره لیږدول کیږي.

د «کک او زرینه» په منظومه کې دوه کرکترونه ډیر مهم دي:

ــ کک چې د ساکي ټبر جنگیالی او قهرمان دی،

ــ زرینه چې د ساکي ټبر ملکه او مدبره مشره ده.

دا مدبره ملکه، چې اوه ټبرونه یې د ژوند او وطن د ښیرازۍ  د اصلي څیز یعنې د هیرمند اوبو نه د دفاع په خاطر سره یو کړي دي او په دې هڅه کې ده چې څنگه جنگیالی قهرمان کک د خپلو خلکو، وطن او اوبو دفاع ته را وبولي.

د کک او زرینې د منظومې پیام د وطن د مینې لیږدول دي او په «کک او زرینه» کې څو مهم شیان په نښه شوي دي:

ــ ریښتینی اتل هغه څوک دی چې له وطن، خلکو او وطني گټو نه دفاع وکړي،

ــ زموږ په ټولنه کې د ښځو دریځ، مشرولي او ځیرکتییا.

ــ په منظومه کې دا پیام لیږدول کېـږي چې ورور له ورور سره جگړه نه کوي، هغه څه چې دا څلویښت کاله د افغانانو پر اوږو بار دي.

یو وارې شاعر خپله داسې ولیکل:

«څنګه هغوی تر خپل منځه جګړې پرېښوې او د خپلو اقتصادي سرچینو د ساتنې لپاره سره یو شول،

څنګه زموږ نیکونو د خپلو عزیزانو له وژنو څخه کرکه درلودله،

څنګه یې د مېرمنو عزت ساته او په مشرۍ یې منلې،

څنګه یې تر دوه زره کاله پخوانۍ زمانه کې سیاسي شعور ویښ و،

او…»

له خپلمنځي جگړې نه د کرکې یوه بیلگه د «کک او زرینه» په شپږم سرود کې داسې انځور کړای شوې ده:

چې ســالار لـه  خــپـل  ټبر سره  جنگ  نه کړي

کــک د خــپــلــو تــربــورانــو قــتــل نـــه کــړي

کــک کــڅــوال  بــولي خــپـل هـــډ او خپله وینه

خـپلــو وروڼــو ســره جـنــگ لـیـونـتـوب بـــولي

خــدای دې نه کــړي تــوره سـره پــه خـپـلو وینو

شاعر د وطن د مینې د لیږدولو پیام په داسې شرایطو کې کوي چې وروسته له څو سوو کلونو بیا د فارسیانو د حرص خولې زموږ د وطن په لوري، په تیره د هیرمند د اوبو په لوري را خلاصې شوې دي او دا ځل په معاصره او لا ډیره بې شرمه بڼه؛ او شاعر د پخوانۍ کیسې په انځورولو سره په اوسنیو شرایطو او ستونزو کې له وطن نه، له اوبو نه او له هیرمند نه د دفاع مقدس پیام په هنري ژبه لیږدوي.

په داسې شرایطو کې د یوه ترخه واقعیت بیانول، هغه هم په ښکلې هنري ژبه او د یوه هنري اثر په چوکاټ کې د لوستونکو په مخ کې ایښودل، دا د لیوال شهکار دی.

په «کک او زرینه» کې تاسو لوستلای شئ چې په پخوا زمانو کې زموږ په ټولنه کې میرمنو څنگه مشري کوله، څنګه یې درناوی کیده. هلته په عملي ډول ښودل شوي دي چې له موږ نه زموږ نیکونه له هره اړخه ښه وو، د هر څه پر اهمیت پوهیدل، د خپلو شتو ساتنه یې کوله او د میرمنو درناوی یې کاوه. د شاعر د اوږده تفکر او مطالعې پایله دا ده چې وايي:

«د ساکي پرتم په څپو کې ورځ په ورځ ډوبیږم او په حیرانتیا، حسرت او افسوس ګورم، چې زموږ نیکونه ترموږ هوښیار وو، هغوی ترموږ ډېر زموږ د روانو اوبو پر اهمیت او ارزښت پوهېدل. د ساکانو اووه ـ سره دوښمنې خېلخانې ـ د هیرمند د اوبو ساتنې په پار، سره یوځای شوې او په خپلو کې یې مرګ ژوبله پرېښوده.

خو، ولې موږ، اوس، د خِـرد په دې زمانه کې دومره هوښیار او مېړني نه یو؟»

په «کک او زرینه» کې کله چې د ساکانو ملکه «زرینه» راوزي او د اوو ټبرونو مشرانو ته خبرې کوي، هلته لیدل کیږي چې زموږ د ټولنې ښځینه څومره پوهه، هوښیارتیا او پرتم لري او لیوال دا جریان د څه ډول شاعرانه تورو او انځورونو په قالب کې انځور کړی دی، د منظومې په دریم سرود کې یې دا يوه بیلگه ده:

د ســاکــي ټـبـر مـشـرانـــو سـتـړي مـــــه شــئ

خـدای مـو راولـه د سـتر هـیرمـنـد درگــاه تــــه

لــــوی زرنــگ مـــو هـرکـلي تـه سترگې ایـښي

زمــانـې مــو د جـنـگــونــو تـــر شــا پـــریـښـي

نـــن راټــــول پــــر یـــو ټـغـــر پـر یـوه غــولي

د سـاکـــي خـېـلـخـانـــو جــــوړه ده  ټــــولــــنــه

تـــر دعــا  وروسته مــو نـــن سره جـــرگــه  ده

پــر اوبـــو د سـتــر هــیــرمــنــد مــو مـرکـه  ده

د سـاکــانـو لــوی هــېـــواد بــه نـــن  بـنـیـاد شي

د اووه  گــونـو خېلخانو به  پـرې  زړه  ښاد شي

لــه هــامــــونـــه تــــر کــاسغــر او امـــــو روده

لــه بــاخــتـره تـــر بــاگـــــرام او تــر کـــابــلـــه

ســر لـــه نــنــه بـــه دا ټـــول د ساک هـېواد وي

لــــه پـــامــــیــره رانــیــــولــــې تــــــر زابـــلــه

ســر لــه نـنـه زمـــوږ وطــن لــوی ساکستان دی

د اریـــــن د لــــوی کــــــالـــه پــر زړه ودان دی

د ســاکـــي  ټـــبــر اووه  لــــویـــې  پــښـــې  دي

د سـاکــي ټــولــنـې خــویــنـدې  خــېـلـخانـې  دي

که  زرنگ  دی او که  بُست زموږ  دوه  سترگې

زمــوږ  له  سوبــو  پـه  پارتـیـانــو  زلــزلې  دي

تاسـو ټـول څـلـوېـښـت مـشـران زمــوږ ښـاغـــلي

د ســـــاکــــانـــــو د ټــــبـــــر د ســـــر وگـــــړي

په  دربار کې زما  درې  ورځې  مـېـلــمه  یاست

ســره  وتـــړئ  د کــــلــک  پــیــوستــون  پـــړي

ســاکــستـان  دې  وي  ســــر لـــوړی  تــر ابــده!

په  هـیرمند خړوب  او مست  دې  په  هـوما  وي

لــه هـــر نــن نــه مــو دې ښـه هـــــــره سبـا وي!

او په ځواب کې یې د اوو ټبرونو مشران داسې وايي:

لـښـکـر چـیـغـې کـړې، مـشـرانـو غـږ کـړ پـورته:

تـــخـت و بـــخـت دې بــــرقــــــرار اوســـه اغـلې

زمــــوږ ستــرې مــــلــکې، زریــــنـــې ښـکــلـې!

مــوږ راټــول سـتا په درشل، ستـا پــه بـورجـل یو

ساتـنـدوی د سـاکـستـان پـــه گــډ مــورچــــل یـــو

ساکستان زمـــوږ هــېـواد دی مــوږ پــرې  ویاړو

د هــیــرمند د هــر یــو څـاڅـکي حـساب غـــواړو

شاعر چې په «کک او زرینه» کې، له پیل نه تر پایه پورې، د دې اوږده داستان په ترڅ کې، د دومره اساطیرو نومونه، د ماتو او بریاوو داستانونه، د دوښمن په مقابل کې د یوالي او اتحاد یادونه، د ځایونو نومونه، د پردیو اساطیرو او ملکونو او… یادونه کوي؛ دا نه د کوم خوب لیدلو له لارې او نه هم د کومې استخارې له لارې دا کار شوی دي، بلکې ټول د شاعر له زحمت، مطالعې، پوښتنو، سفرونو او په خپلو سترگو د ځایونو د لیدلو او شاعرانه وطني مسؤلیت درلودلو نه وروسته تر سره شوي دي. په خپله لیکوال یو وار داسې ولیکل:

«د «کک او زرینه» منظومې د لیکلو لپاره مې له کلونو راهیسې د کتابتوني اسنادو او تاریخي سرچینو راټولولو ترڅنګ، د زاړه ساکستان (سیستان) بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل. د هیرمند له څپو سره مې مزلونه ووهل، د فراه، نیمروز، هیلمند، کندهار، هرات او زابل زاړه ساکي میراثونه مې له نږدې وکتل. په فراه کې د کک کلا ته ورغلم او د خپلې اساطیري حماسې له اتلانو سره مې ګام پرګام یون وکړ.»

لیوال په «کک او زرینه» کې څو ډوله انځورونه وړاندې کوي:

ــ د کرکترونو د څیرې او کارنامو، ماتو او بریاوو انځورونه،

ــ د طبیعت د ښکلا ترسیمول،

ــ د وطن مینه او له وطن څخه د ځان قربانولو ښوودنه.

د «کک او زرینه» په څلورم سرود کې، زرینه د کک مور ته داسې ور پیژندل کیږي:

زه زریـنـه، چـې لـمسۍ د «تایـمـرېس» یـم

چې  لــومـړۍ ســتره واکــمــنه زریــنـه وه

د  کـوروش د جـنگ سـوبـمـنه، ها ویــاړلې

چـې لـښکـر یې د پارسیـانـو تـار په  تار کړ

د خپل زوی کسات یې واخیست له کوروشه

چــې د شـاه پــرې کـړی سر یې ورنه راوړ

او په ویـنـو د پـارسیـانـو یــې خــړوب کـــړ

زمــا بــدن کـې هــم  تـاویــږي او چــلـیـږي

د هـــغې انـــا د ویــنــو غـــورځــنــگـــونــه

د لـــومــړۍ زریــنې بــلـــه لــــــور زریــنه

نـــن ولاړه د هــیــرمــنــد پـه نـنگ و نام ده

هـیـرمند زوی د سـاکستان زموږه ورور دی

هـر یـو څاڅکی د اوبو یې پـر موږ پـور دی

د کرکترونو د انځورولو بیلگې ډیرې دي، د منظومې په دولسم سرود کې د زرینې د ښکلا او اندام انځورول د لیوال د هنر کمال دی، وگورئ:

سترگې پرانیستلې کک، شاته یې خـېـز کـړ

د  ښـکــلا بــله لــنـبه یــې مــخ تــه راغـله

خــدای پــه څـه هنر وه ښکلې جوړه کـړې

د خـــدايي هـنـر جـلــوه یــې مـخ ته راغـله

تــورې زلــفـې یې ول، ول پـر سپـینو ولـیو

هــر انــدام  یې لکــه مــــوج د پـسـرلـــیـــو

کک تــَرور شو، کک نه وار وپار خطا شـو

یــو نــاڅــاپــه د ښــایـست پـــه تــمـاشـا شـو

خــُم نــه ووتــلــه، تــاو لــکــه لــنــبـه شـوه

مــلـکـه زریـــنـه بــلــه شــوه، ډیــــوه شـوه

یــو زریــن نــازکــه تـاج یـې پـر سر ایښـی

مـخـامـخ پـرې سـور یـاقـوت لـکـه سکـروټه

ښکــلې ستـرگې یــې چـیـنـې وې د رازونــو

هســکــه غــاړه لـکــه تـکـــه سـپـیـنـــه بـتـه

پــه اوبـــرنـگــه اسـمــانــي جــامـو پـوښلې

لـکـه لــویــږي شـرشـره پــــر سپـینه بکــره

تـر نـازک کـمـیس یـې هــر اندام ښکاریـږي

د هــوس زلــزلـې راشـي چــې خــوځـيــږي

دا نــازک بـــدن هــــوا بـانـــدې خـوږیـــږي

مـوج پـه مـوج د مـیـنې تـږیـو تـه لـړزیــږي

سپـین بـدن، تـر نـیلي رنـگـې جـامې هـاخـوا

چې ښـوریــږي، نـو خـوړل کـوي د زړونــو

چې قـــــدم واخــلـي او ښـکــلــې ادا وکــړي

هـــره خـوا څـپـې خـــورې شـي د عـطـرونو

غواړي کک، چې دې ښکلا ته په گونډو شي

مست هیرمند شي، ورته راشي، په څـپو شي

د «کک او زرینه» په یولسم سرود کې د طبیعت انځور داسې وړاندې شوی:

مـــازیــگــر د پـسـرلـي دی څــه خـامـوشه

لــویـه دښـتـه د فـــراه ده ســبــزه  پــوشــه

هلته دلــتـه کــوشـنۍ  بـوړبـوکۍ تــاو شـي

سـارانـي گــلـونــه ونـــڅــوي ځـــان تـــــه

لکـــه شـوخـه ډمــه هسکــه شي اسـمان ته

ځای ځای غره کې ژېړ گلونه زرغونه دي

د کـک دنـــگــه ډبــریـــنــه کــــــلا لـــوړه

په بــرجـونو یې ولاړ زلــمي سپاهــیان دي

د طبیعت د انځورولو په برخه کې کله، کله لیوال طبیعت په خبرو راولي او غږوي یې، د هیرمند شرهاری خبرې گڼي او د هیرمند څپې غږوي، په خپله هیرمند غږوي. په شلم سرود کې یې دغه بیلگه راغلې ده:

زریـنې سـتـرگې کـړې پـټې غـوږ یې ونیو

چېرته لرې یې تر غوږ د سیند څپې  شوې

د هـیـرمـنـد د شــرهــار اواز یــې واورېـد

د لـومـړي گـوزار لپاره هـیرمند خوښ دی

لکــه سیـنـد چې منـنـدوی وي لــه ساکـانــو

او بیا هم لیوال د خپل کمال په ادامه کې د هیرمند د سیند په اړوند داسې یو نه حس کیدونکی انځور وړاندې کوي چې اوبه یا هیرمند یا د هیرمند څپې تږې دي، د دوو مینانو د مینې او قدمونو ښکالو ته تږی دی، د هغوی راتگ ته انتظار دی. د منظومې په درويشتم سرود کې راغلي دي:

سـمـنـد ځـي پـــه مـنـډه، مـنـډه تــر هـیـرمـنـــده

چـې د عـشق نــوی داســتان ورتــه بـیان کـړي

راز ونــیاز بــانــدې مـــاړه دوه مــیــنان کــړي

عـشق د لـــویـــو حــمــاســو دی  د مـنـځ  ټکی

عـشق د هـــــــرې اتــــلــــــوالـــې د زړه زړی

د عـشق شـور دی چې ودان لـوی ساکـستان دی

عـشـق لـــــه بُسته تـــــر زرنـګــــه لا روان دی

د عـشق زور دی چې هـیـرمـنـد دی د سـاکــانــو

هیرمند مست دی، هیرمند غاړې غاړې غورځي

هــیـرمنــد خـپـلـو مـېـلـمـنـو تـــــه لارې څــاري

هــیــرمـنـد تــږی دی، چـــې راشــي دوه مـیـنــه

د څــپــو تــنــدی یــې کــــېــږدي پــــــر لــمــنـه

د وطن د مینې په برخه کې لیوال د منظومې په یوه ځای کې داسې دیالوگ برابر کړی دی چې د وطن مینه نور ټول عشقونه او کارونه ننگوي او هر څه د وطن تر مینې ځاریږي. کله چې زرینه کک ته د پارتیانو د حملې په باب وايي او بلنه ورکوي چې باید دی د یوه جنگیالي اتل په توگه د وطن، خلکو او هیرمند د دفاع په سنگر کې له دوی سره ودریږي، نو کک له ځان سره داسې سوچ کوي:

کک د نویــو احساساتـو په ټال  زانگي

د مــلکـې زریــنې ښــکــلا  لــــوټــلـی

یو ځل بیا یې زړه نـری نـری تخـنیږي

دا زړگـی څـه بـوالـهـوسه مـلامت  دی

کـله دلــتــه کـلــه هـــلــتــه مــیــنـیــږي

د گـلـبـویـې د بـېـلـتـون غــم لا تازه دی

چې د بلې په پـیکـي پــورې زنگــیــږي 
خــو دا ځـل خـبـرې نورې کیسې نورې

تــش مـیـن د زریـنې پــه ښکــلا نـه دی

دغې پېـغـلې یې په روح کې ویښه کړې

د هـــېـواد او د ټــبــر نـــوې جـذبـــه ده

دا ځـل مـیـنـه د هـیـرمند او ساکستان ده

دا ځل عشق د یوې بلې خوږې مور دی

د غیرت دی هم د ننگ او د پـېغـور دی

دا ځـل نــورې مــینې ډېـــرې زورورې

د دوښـمـنـو لــه تــور نـیـتـه انـدېـښنه ده

د گـلـبـویـې او زریــنـې  تـوپـیر ډېر دی

شـهـزادگــۍ وه بــوالـهـوسه، دروغـجـنه

پــوهـه لــږه، کــبـرجـنه، په زړه سـخـته

خـــو ملکــه زریــنــه پـه سیاست پـوهـه

د ټــبـر پــر درد دردمـنـه، لــږ مغروره

د هـیـرمـنـد په اوبــو وتې مــلا تــړلــې

د سـاکــانــو د یــــووالـــي ارمـانـجــنـه!

لیوال د کیسې د مفاهیمو ترسیمولو ته د لغاتو له سترې ذخیرې څخه څه ډول وللي توري انتخاب کړي او داسې یې ښه سره پییلي دي چې سړی فکر کوي چې پر هر بیت یې ــ لکه د سرو زرو وستا کار ــ څومره وخت لگولی دی او څه ډول یې مرصع کړی دی. زه خو د لیوال دې مهارت ته گوته په غاښ شوم.

کک او زرینه د هیواد پالنې سرتیري او قهرمانان دي، د کک او زرینې پیام د هیواد پالنې پیام دی، د وطن او وطني گټو د دفاع پیام دی او د مینې هغه پیام دی چې د ورو وژنې پر ضد سر را پورته کوي او دا کار د لیوال د شعري هستونې په هغه هنر کې تر سره شوی چې هر لوستونکی له ورایه ځان ته ورکاږي.

لیوال په «کک او زرینه» کې له دې ټولو کمالونو سره، يو ځل بیا له هره اړخه ځان وځلاوه. «کک او زرینه» هم وطني مینه ده، هم اقتصاد دی، هم تاریخ دی، هم سیاست دی او هم هنر دی؛ نو ځکه زه لیوال ته وایم:

لیوال صاحب مبارک دې شه!

ــ د دې سترې ارزښتمنې کیسې بیا را ژوندي کول، هغه هم په داسې حساسو شرایطو کې چې د پارتیانو او پارسیانو بچیان زموږ مادي او معنوي هستیو ته لکه ښامار هسې خولې را اچوي،

ــ له خلکو او وطن سره مینه، له خپلو اوبو سره مینه او له خپلو وینو سره مینه. د دې مینې بیا را ژوندي کول او د نوي نسل په ذهنونو ته یې لیږدول،

او…

هغه هم په داسې هنر مندانه او شاعرانه ژبه او هنري انځورونو کې. دا کیسه مو د انځورونو په ټال کې او د تشبیهاتو، استعارو، کنایو، تخیل او تخییل په څپو کې داسې انځور کړې چې ما یې تر اوسه ساری نه و لیدلی.

کله مې چې لوستل پای ته ورسول، نو سمدلاسه مې په کاغذ کې داسې ولیکل:

لیوال صاحب درناوی!

«کک او زرینه» مې په یوه سا داسې ولوست چې له کوره هم و نه وتم.

د «کک او زرینه» د مینې په داستان کې د وطن د مینې داستان، د وطن له انسان، اوبو او وینو سره د مینې د څرنگوالي د داستان انځورول، هغه هم د داسې استعارو، کنایو، تشبیهاتو، تخیل او تخییل په زانگو کې؛ دا ستاسو د شعر هنر کمال گڼم.

دا هم د «کک او زرینه» د بریا په پار د لیوال د هنر د کمال یوه بله بیلگه:

مازیــگـر دی، لــمــر ســاه ډوبـی پــه افق کې

د لــویدیـــز اســمـان لـــمــنـه تــکـــه ســره ده

د لــمـر سـره سترگه  لا ځیر دښتې ته  گوري

ځـای ځای وریځې هم له رنگه تکې سرې دي

هــلـتـه لـــرې دی روان جـــنــوبــخـتـیـځ تـــه

یـو سـمـنـد پـــــه تـنـده مـنـډه، مـست سـرکـشه

پرې د غره غوندې یو هسک قامت ښکاریږي

شــاتــه پـېغـلې ورنه غـېــږه تــــــاوه کـــــړې

اوږدې زلــــفې یــې د بــاد څـپـو تـــه نــاڅـي

تــر جــانـانـه د پـېـروتــې پـــه شــان تـــاو ده

دوه بــــدنــه پـــر یــو بـــل خـواږه تاوده  دي

غــېـــږه ډکــه د زریــنـې لــه جــــانــــان  ده

دا شېـبـه ورتــه ژونــد ښکلی پــر جـهـان دی

پـهــلوان نـــه مــرمــریــنــې مــټــې تـــــاوې

بــنــدیــوان د چــــا د غـېـږې د زنــــدان دی

نــن شپـه ټــولـه د جـانـان تـر څنگ سفر دی

د ښــایـست او مـیـنې تاج یې نـن پـر سر دی

کک که تږی شو د یار سترگې به نوش کړي

د جــانـان شــونډې بــه وڅـښـي تـــر مـسـتیه

د مـلکې عـشق یې نن زړه کې خـروش کړي

نن شپه چـېرته لالــه زار کــې د دوی شپه ده

تــر هـیرمنده  لـــویه لار کې د دوی شــپه ده

د  هـیـرمـنـد تـــر څـــنډو ډېر مزل لا پــاتــې

دغه شـپه د ژونــد تــر ټــولــو خـوږه شپه ده

پــر دوښـمنـو بــری یـــو خـــوا جانان بـلخوا

پــر دوه زړونــــو د مــراد وږمـه خــوره ده

هـیــرمند غــواړي مـیـنان تــر خـپـلې غاړې

چې یــو بل سره د مـیـنې په خـوند پــوه شي

د څــپــــو د مـستـانــــه شــوخـیـو خـــوا تــه

پـــه خـــوږو د یــــوه نــوي پـیـوند پوه  شي

سـمـنـد ځي پــه مـنـډه مـنـډه تــر هـیـرمـنـده

چې د عشق نوی داستان ورته بــیـان کــړي

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.