کورني کارونه په غلط ډول ترسره کول د ملا دردونه رامنځته کوي

ریاض احمد

384

عام ډول په اسیایي ټولنو کې د کور ټول کارونه د میرمنو پر غاړه وي، همدا لامل دی چې اکثره میرمنې د ملا او یا د بدن نورو عضلاتو له دردونو څخه کړیږي، خو یو شمېر څېړنې د سړیو لپاره د کور کارونه ترسره کول هم ډیر اړین بولي.
روغتیا پوهان یادونه کوي چې د کور کارونه په غلط ډول ترسره کول د ملا د دردونو خطر نور هم زیاتوي.
د المان یوه ټولنه چې د ملا د دردونو په مخنیوي کې څیړنې کوي وایي چې د جارو وهلو پرمهال د لاسونو او اوږو حرکت کې چې له بدنه لرې وي پر عضلاتو فشار راولي چې باید ځان ترې وژغورل شي.
د ستونزې مخنیوي لپاره باید د جارو وهلو پرمهال لاسونه بدن سره نږدې وي تر څو انسان د ملا، عضلاتو او نورو بندونو دردونو څخه وژغورل شئ.
دغه ټولنه زیاتوي چې د درنو یا ثقیلو توکو پورته کولو پرمهال باید ټول بدن له یو بل سره نږدې وي، تر څو د بدن پر ټولو عضلاتو یو ډول فشار راشي.
پوهان سپارښتنه کوي چې له ځمکې څخه د توکو پورته کولو پرمهال باید لومړی د رکوع په شکل ټيټ شئ او ملا مو د پاڅېدو پرمهال نیغه او مستقیمه وساتئ، په دې سره مو ددې پرځای چې په ملا مو ټول فشار راشي د پښو پونډۍ څخه هم کار اخیستل کیږي.
له بل پلوه څیړنو ثابته کړې چې د کور کارونه کول لکه د (جامو او لوښو پریمنځل) د میرمنو عمر زیاتوي، ځکه چې دا د زړښت ناروغۍ کچه کموي، ددې په سر کې د الزایمر «هېریدلو» ناروغي ده، او همدا ډول دغه کارونه د ځینو ورزش ډولونو سره پرتله کیږي چې په انسان کې د ژر مړینې کچه ټيټوي.
یوه بله څیړنه د کور کارونو په اړه وایي؛ که چیرې سړی د کور کارونو کولو په ګټه پوی شي هیڅکله به ټول کارونه یوازې پر میرمن ونکړي، ځکه چې دا د بدن ډیر شمېر کالوریز سوزوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.