لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۲۰۸

آصف بهاند

312

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه سوه‌اتمه برخه

په جنګ ميينه لږ ځان خبر کړه
مور دې خيرونه په کوڅو کې ټولوينه

 

کاش چې مېن درباندې نه وای

گرانه وطنه زه به ولې ځورېدمه

 

ما جوړاوه، خو راجوړ نه شو

اوس یی پر لوی الله سپارم زه ترینه ځمه

 

د لنډیو د دې برخې لپاره، دا لنډۍ راټولې شوې دي:

د خپل جانا زه په کار نه وم

که یې په کار وای نو خپل کړی به یې ومه

 

یا مې نصیب درسره وشه

یا مې د عُمر پاڼه ژېـړه شه چې مرمه

 

ما جوړاوه، خو راجوړ نه شو

اوس یی پر لوی الله سپارم زه ترینه ځمه

 

د بېلتانه سخته سفره

د یار تر دره چې رسېـږم مړ به یمه

 

له زړه مې تورې وینې څاڅي

گومان مې کېـږي راړنگېـږي اسمانونه

 

الله دې دومره عمر درکړي

لکه څېـړۍ پاڼې چې اوړی ژمی وینه

 

په انتظار مې اوسه یاره

که مرگ رامخکې نشو تا له به درځمه

 

څنگه ناڅاپه مې په زړه شوې

داسې ناڅاپه دې خدای راوله مئېنه

 

ډوډۍ به نه سوځي ظالمې

له تناره سترگې راپورته کړه چې ځمه

 

سګریټی نه يم چي لمبه سم

دا خدای راکړي غوښې ورو، ورو تويومه

 

کاش چې مېن درباندې نه وای

گرانه وطنه زه به ولې ځورېدمه

 

وطن مې ډیر راباندې گران دی

د مجبورۍ نه رانه پاتی دی مئېنه

 

مور مې ژوندۍ ده پروا نشته

ناست په ایرو یم ځان په تخت حسابومه

 

هېڅکله مه وایه چې زه یم

ما پاچاهان د دار پـر سر لیدلي دینه

 

غمه لږ بلې خوا ته لاړ شه

په شل کلنه ځوانۍ چا ژړلي دينه

 

په جنګ ميينه لږ ځان خبر کړه
مور دې خيرونه په کوڅو کې ټولوينه

 

یوځلې جوخته سینه راکړه

که خوند یې درکړ سبا بیا راشه میینه

 

مطلب اشنا یارانو پرېښوم

څو غیرتي یاران مې وو، پورته یې کړمه

 

سم مې چې ولیده عالمه

اروا مې لاړه تش بدن ودرېدمه

 

له داسې چا سره مې سر دى
هم مې وهي، هم مې ژړا ته نه پرېـږدينه

 

د دروازې د غنگ اوازه
تللی لالی را یادوې غرقه د کړمه

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.