لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۰۹

313

 

څنګه قدم درپسې واخلم

بخت مې پۀ پښو باندې وهلي دي مېخونه

 

رنګ به مې ولې نه زیـړیـږي

چې د مکتب د خلاصون نه شته امیدونه

 

لالیه خپل وطن ته راشه

لور دې نانځکې لوبوي، تا یادوینه

 

د لنډیو د دې برخې لپاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:

زړه ته دې ډاډ ورکه په خپله

مدام به څوک ډاډه کوي ویشتلي زړونه

 

فکر مې ځان سره ساتلی

سترګې مې ستا په لور کږې در پاتې دینه

 

لالیه خپل وطن ته راشه

لور دې نانځکې لوبوي، تا یادوینه

 

یوه مې دا تجربه وکړه

چې د چا ډېر قدر کوم دوښمن مې شینه

 

دا تجربه بیا تکرار نه کړې

بېځایه قدر زېـږوي لوی غرورونه

 

گوره که کېـږې بيرته راشه

ولاړه گرځم ناستی خوند نه راکوينه

 

که مې رښتیا ږغوې یاره

د زړه په زور خندا کوم وخت تېرومه

 

څنګه قدم درپسې واخلم

بخت مې پۀ پښو باندې وهلي دي مېخونه

 

خلکو پر وخت واده راوکړئ

که نه ځواني به مې ښېرې درته کوينه

 

په زنګانه راته سر کېـږده

په غرېو نيولي غږ ټپې درته کومه

 

لاسونه لپه کړئ دوعا کړئ

بل شوي اور دې تر پنجابه پورې ځينه

 

که د حیا خاطر دې نه وای

ما به دې نوم پر چنارو لیکلی ونه

 

په ما دې ستړی مزل وکه

سپي دې پمن شه بدرګه درسره ځینه

 

رنګ به مې ولې نه زیـړیـږي

چې د مکتب د خلاصون نه شته امیدونه

 

له هغې خولې نه لوګی خيژي

چې يې زما د زړه پر اور خندلي ونه

 

چې پر بدن دې اور شو پورې

وجود یې سوځي چې پر بل اور بلوینه

 

خلک روان دي، عدل غواړي

پښتون اړم دی سوځوي خپل محلونه

 

د رقیب رنګ ښه رامعلوم شو

اوس چې د عدل په نامه قوم شرموينه

 

پرون يې زما فرهنګ وژلو

نن د انصاف په اور کې خپل فرهنګ سېځينه

 

چې سر يې وي او عقل نه وي

پښتون لالا په سيالۍ هر څه ورانوينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.