بوډۍ ټال

ومان نیازی

128
د بوډۍ د ټال بڼکې یې اغوستې
د طاووس د خوب څپې وړې څنګله
ستا د غږ د منظومو شاعري اورم
پر اوږه باندې مې ناسته ده بلبله
د تا غېږه مې ده غېږې ته لوېدلې
د انار د مات کودي غاړې ته ناست یم
د ګلاب سیوری مې ذهن کې بلېږي
د نازکې صراحي غاړې ته ناست یم
لکه څوک د چا نڅا کړي راولاړه
شمال وېښ دی د باغچې رګونه غورځي
ستا د ولیو رنګ اوبو ته دی لوېدلی
د څپو کړۍ ورلنډې شي پرې پرځي
ستا د شونډو رنګ یې ژۍ ته و اخیستی
لاچي پروت و ستا د چایو په پیاله کې
ستا له ګوتو سره تاو لکه پېروته
هسکېده کړۍ کړۍ په وېښه شپه کې
ما دې عکس و غالۍ پر سر اخیستی
مخ دې ښکاري په غميو د ګوتمۍ کې
لکه څوک چې د انارو اوبه وڅښي
او ښکاره یې شي مات رنګ سپینه مرۍ کې

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.