په افغانستان کې نوي واکداران د خپلو ځانگړو قوانینوله مخې عمل کوي، سره له دې چې د دوی اصول له تولو نړوالو قوانینو سره په تضاد کې دي، که څوک مري که چوي، دوی خپل اصول تطبیقوي او د دې سختیو پور عام خلک پرې کوي.
د لوږې څونامي په لړ کې د طالبانو اصول د نړیوالو خیریه مؤسسو د کار لپاره خنډونه پېښوي او نړیوال مرستندویان کله دې ته اړ کېـږي چې تراړمنو پورې د خوراکي توکو رسول او ویش ودروي، کله چې خوراکي توکي وږو ته ونهرسېـږي، خامخا ضرر بیا هم همغو وږو عامو وگړو ته رسېـږي. نوي رپوټونه داسې وايي چې: ملګري ملتونه به په غور ولایت کې د طالبانو د لاسوهنې په وجه خپلې مرستې بندې کړي.
د بي بي سي پښتو په یوه تازه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:
«د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ‘ډبیلو ایف پي’ وايي د طالبانو د لاس وهنې له امله په روان کال کې دوی اړ شول چې د دویم ځل لپاره په غور ولایت کې خپل فعالیت د لنډ وخت لپاره وځنډوي.
غور د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې د ځینو ولایتونو پرتله بیوزلي او بې کاري په کې ډېره ده.
د ډبیلو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل د اوس لپاره غور کې خلکو ته د خوراکي توکو او ښوونځیو له لارې د مرستو ویش بند دی، هلته یې کارکوونکي نشته او د خوراکي توکو زېرمې هم نه لري.
نوموړی وايي: ”له بده مرغه په دې وروستیو میاشتو کې د غور ځايي چارواکو لخوا خلکو ته د مرستې رسولو په چارو کې لاس وهنې کېدلې. په تېره جنورۍ میاشت کې ملګرو ملتونو غور کې ټولې بشري مرستې د لنډ مهال لپاره وځنډولې، وروسته له هغه چې ځايي چارواکو د نه لاس وهنې ضمانتونه وړاندې کړل، مرستې بیا پيل شوې، اپریل میاشت کې بیا لاس وهنې پیل شوې، نو ځکه فعالیتونه بند شول. موږ اوس یوازې د نورو بنسټونو له لارې مېندوارو مېرمنو او هغو مېرمنو سره چې تی ورکوي مرستې کوو.”
ښاغلي اماني زیاته کړه چې غور کې به د اټکل له مخې تر راتلونکې اکتوبر میاشتې نږدې پنځه لکه کسان کافي خواړه ونه لري او دوی سره به تر هغه مرستې و نه شي رسولي تر څو چې د دوی په کارونو کې د نه لاس وهنې ډاډ نه وي ورکړل شوی…»
د افغانستان لوږې څونامي ځپلو لپاره بدزېری دا دی چې مخکې تر مخکې د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دی چې: «د خوړو نړيوال پروګرام: له اکټوبر مياشتې وروسته افغانستان سره د مرستې لپاره پیسې نه لرو.»
د بي بي سي په یوه نوي رپوټ کې د خوړو د نړیوال سازمان د مسؤلینو له خولې ویل شوي دي چې دوی د مرستو لپاره نورې مالي منابع نه لري. د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) مشرې خبرداری ورکړی چې د اوسنيو وړاندوينو له مخې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړيوال پروګرام رئیسې هيساو ويلي رويترز خبري اژانس ته ويلي، موږ کولی شو یوازې د څو مياشتو لپاره پنځه ميليونه وګړو سره مرسته وکړو خو له هغې وروسته مالي سرچينې نه لرو.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، “اوسنۍ بوديجې او د بسپنه کوونکو هېوادونو ژمنو ته په کتو به د مرستو کچې کمېدل په اګست کې پيل شي چې په سپټمبر کې به نور هم کم او بيا په اکټوبر کې ختمې شي چې دا وخت په افغانستان کې د ژمې له پیل سره سمون خوري.”
هيساو وي لي وويل، دوی د اوس او راتلونکي کال د مارچ تر پایه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري…»
د لوږې څونامي په پراختیا کې طبعي پېښې هم رول لري، وچکالي، د ملخانو ورانی، زلزلې او… دې پېښو په افغانستان د خوراکي توکو حاصلات زیانمن کړي دي. په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې:
«پرله پسې وچکالۍ او ملخانو د حملې له امله په افغانستان کې د غنمو حاصلات ۳۵ سلنه کم شوي دي.»
لکه د تېر خپرو کړو مقالو په ترڅ کې مې چې ویلي وو: د افغانستان د خوړو د نهخوندېتوب په برخه کې منفي خبرونه ډېر دي، اوس هم د هغو منفي خبرونو لړۍ روانه ده. د یادو منفي خبرونو څو سرلیکونه دا دي:
«WFP: له اکتوبر وروسته له افغانستان سره د مرستې پیسې نه لرو»،
تاند:
«ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي توکیو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی»
بيبيسي پښتو:
«ملګرو ملتونو افغانستان کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره نوی ستراتیژیک چوکاټ اعلان کړ»
«ملګرو ملتونو تر ۲۰۲۵ کال پورې د «افغانستان د ملاتړ ستراتیژي» خپره کړه»
بيبيسي پښتو:
«۲۸٫۸ مېلیونه اړمن افغانان دوه میلیارد ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري»
«د خوړو نړیوال پروګرام: افغان ناورین عاجلې بشري مرستې غواړي»
میډیا خبر ورکړی دی چې: «WFPل: له ۱۵ میلیونه وږو افغانانو څخه یوازې ۴ میلیونو سره مرسته کولای شوو»
دا په ریښتیا یو خوابدونکی خبر دی چې خوړو نړیوال سازمان، د ۱۵ ملیونو وږو له دلې نه یوازې ۴ میلیونو وږو سره د مرستې توان لري، اوس پوښتنه دا ده چې دا پاتې وږي به څنگه شي؟ نور حال په لاندې رپوټ کې:
«تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه ) د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې د کموالي له امله دا اداره یوازې په افغانستان کې له څلورو میلیونو اړمنو خلکو سره مرسته کولای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد شوي پروګرام د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي راتلونکي خواړه له کوم ځایه ورته راځي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم وايي چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهد دی.
اوچا وایي، سږ کال د افغانستان له دوه پر درېیمې برخې نفوس (۲۸.۳ میلیونه وګړي) د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نړیوالو مرستندویه کارکوونکو بشري مرستو ته اړتیا لري، ځکه هېواد پرله پسې درېیم کال وچکالي او دویم کال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
د طالبانو رژيم له نړیوالو غواړي، چې افغانستان سره بشري مرستې له سیاسي تبعیض پرته په پراخه کچه وکړي، خو منتقدان یې باور لري، چې له دغو مرستو د طالبانو ناوړه استفاده او لږ ترلږه د دغو مرستو په وېش کې ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ورکول، د طالبانو تېروتنه ده، چې افغانان ورسره د لوږې او ناورین قرباني کیږي.»
د لوږې په حالت کې وږی د نس مړولو لپاره وږی سوال کولو ته لاس غځوي او کېدای شي هر څه وکړي، خو زموږ په ټولنه کې سوال کول عیب گڼل کېـږي او خبره بیا تردې پورې پـړسول کېـږي چې سوال کونکي، حتی د کورنۍ او قوم په نامه یې هم پېغورونه ورحواله کېـږي. په دې مورد کې د یو بادرکه او چیز فهمه فرهنگي دا خبرې ډېرې پر ځای او مناسبې دي:
«سوال کول، هغه هم په اوسنيو شرايطو کې، چې هېواد مو د نړيوالو بشري مرستو مستعمره ده، ولې افرادو ته شرم ګڼئ او د قومي بحثونو تر حده پکې نا مسوولانه او احساساتي مخکې ځئ؟
راځئ سوال کولو ته د عيني شرايطو له مخې، له انساني زاويې وګورو.
د فقر په اړه د نړيوالو بنسټونو ارقام که نه منئ، د حاکمې ډلې چارواکي هره ورځ له نړيوالو بشري مرستې نه غواړي؟ ستاسې په خپل کور، چم ګاونډ کې د دسترخوانونو او د نسونو وضعیت څنګه دی؟ خوارځواکۍ ته مو فکر شته؟ له سیاسي عواملو اخوا، د فقر له وجې هره ورځ زرګونه ځوانان، حتا پر مرګونو او ناقانونه لارو د وطن پريښودو هڅې نه کوي؟
د وخت ضايع کوونکو بحثونو پر ځای راځئ لومړیتوبونه وپېژنو او په هره ممکنه حل لاره کې د خلکو د مړښت، باعزته ژوند او روان ناورين نه د ژغورلو لپاره تر خپله وسه ملګري شوو!»
دا یو عیني واقعیت دی چې خلک وږي دی، خلکو نه لاره ورکه ده او څه نشي کولای، نوي واکداران هم د مسؤلیت احساس نه کوي، نړیوال هم ستړي شوي او هم یې امکانات لږ شوی دي. په دې ډول له ټولو نه لار ورکه ده چې د خلکو له وږو گېډو سره څه وکړي، خدای مه کړه که د دې لوږې په پای کې بشري ناورین رامنځته شي، بیا به څه کوو؟
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.