د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یوه عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکې ستونزه ده، چې د نوکانو سم نه کټ کول، تنګ بوټونه پر پښو کول، نوک پر څه شي لګېدلو څخه اکثر نوکان د پښو په غوښه کې ننوځي.
که بالفرض ستاسو د پښو نوکان هم په غوښه کې ننوتل نو له درده د ځان ژغورلو لپاره لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ.
مالګه:
مالګه په تړمو اوبو کې ګډه کړئ او بیا مو په کې پښې د ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره کیږدئ، که مو نوک جراثیمي شوی نه وي نو نوک خپله پورته راخيژي او بیا یې ښه په طریقې سره پرې کړئ.
مالوچ:
دويمه ګټوره او اسانه لاره د مالوچ استعمال دی. مالوچ هغه ځای کې چېرې چې نوک په غوښه کې ننوځي دننه کېږدئ، دا نوک غوښه کې د ننوتلو پر ځای بهر وباسي او په پرې کولو کې درسره مرسته کوي. د دې په خاطر چې نوک مو جراثیمي نه شي، مالوچ هره ورځ د مڼې په سرکه کې لوند او بیا یې په کې کېږدئ. همدا راز هره ورځ دغه مالوچ بدل کړئ.
ویکس:
لږ ویکس را واخلئ، نوک باندې یې ووهئ او بیا یې په څه باندې وتړئ. ویکس کې یو ډول مواد دي چې جراثیم له منځه وړي او هم نوک نرموي چې ورسره د نوک لوری هم بل طرف ته په اسانه اړولی شئ.
کورکمن:
یوه کاشوغه کورکمن په لږو اوبو کې ګډ کړئ او کریم غوندې یې جوړ کړئ، وروسته یې په متأثره نوک او ګوته باندې ووهئ یا یې وتړئ او یا هم د څه مودې لپاره یې پریږدئ، که اړتیا وه یو ځل بیا همدا کار وکړئ، کورکمن مو هم د درد علاج کوي او هم د نوک په ویستلو کې درسره مرسته کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.