د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلاماباد کې یې له چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان په اړه د را پورته شویو اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړي دي.
ښاغلي ویسټ نن سهار له پاکستانه د روانېدو پر مهال په خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستاني له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي.
ویسټ زیاته کړې ده، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده.
هغه له افغان کډوالو او له نړیوالو سازمانونو سره د پاکستان له چلند هم مننه کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ویسټ د ډسمبر په اوومه پاکستان ته تللی و
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.