ګرانو هیوادوالو ، دخپلو مورنیوو ژبو خاوندانو ، ژب پوهانو او ژب څېړونکو !
د دې وخت را رسېدلی دی، چې دخپل هیواد یو مشهور نوم ـ کلمه ، چې په ځانګړو شرایطو کښې د ټولو هیوادوالو ، لوستو او نا لوستو خلکو په ذهن کښې په یوه مشابهه او ورته تلفظ سره شتون لري او دهغې د مفهوم سره زمونږ هیوادوال بلکل اشنا او ښه پېژندګلوي ورسره لري ، چې هغه د ( تالار ) نوم او کلمه ده !
د ( تالار) نوم زمونږ دګران هیواد افغانستان د ټولو ژبو ویونکو خلکو په ژبو کښې پرته له توپیر څخه یوه مشخصه معنی او یو مفهوم رسوي !
کله ، چې یو څوک د ( تالار ) نوم په خوله اخلي ، دهر اورېدونکی په ذهن ، خیال او خاطر کښې هغه ځای مشخص کېږي ، چې ورکښې هدف او موخه دخلکو راټولېدل وي ، لکه :
پوهنتونونه ، موسسات ، سینما ګانې ، تیاترونه یا په هغه ځایونو کښې ، چې تل مدام خلک دکنفرانس په نوم لویو غونډو د تر سره کولو لپاره د سترو خیمو او لویو تالارونو ته، د مشخصو جرګو او مرکو د ترسره کولو په خاطر سره راټولېږي مفهوم افاده کوي .
دا لرغونی تارېخي نوم د لوېدیز ژب پو هانو په اصطلاح د آریک/ پشایې ژبې په ادبیاتو کښې په ناپېژاند ډول سره شتون لري !
د ګران هیواد د ورونو ملیتونو په ژبو کښې یې نفوذ اوشتون په لاندې ډول سره ښکاره دی :
تا لا ر :
دا د ( تالار) نوم په پشتایې ژبه کښې له دوو مصدرونو د افعالو د یو ځای کېدو څخه په لاندې ډول لاس ته راځي :
۱- تاریک = کتل / لیدل = دیدن .
که د ( تاریک ) مصدرڅخه فعلونه جوړ کړو ، نو د (تار = ګوره = ببین، مشاهده کن ) د مفرد مخاطب شخص لپاره د ( ګوره، وګوره = بیبین، مشاهده کن ) معنی لري.
۲- که د (اریک= اوریدل = شنیدن ) مصدرڅخه افعال جوړ کړو ( ار= واوره = بشنو) د مفرد مخاطب شخص لپاره فعل لاس ته راځې !
که اوس دواړه لاس ته راغلي افعال یوځای ولیکو، نو دا لاندې شکل ، ( تار + ار = تار ار = وګوره واوره =ببین ،بشنو ) ترکیبې شکل او معنی په لاس راځي ، او که مونږ د ژبنۍ قاعدې او اصولو څخه د حروفو د بدلون څخه کار واخلو او د ( تار = ګوره= ببین ) د (ر) توری د ( ل) په توري واړوو او ویې لیکو مونږ د (تار) د کلمې څخه ( تال ) په لاس راوړو ، دا چې د ( ر ) او (ل) د تورو ابدال یا د تورو د خولې څخه د وتو ، شریک مخرج سره یو او پوره نږدې دي نو د( تار) کلمه یا نوم په ( تال) اوړي ،او بدلون مومي ، اوس که مونږ د پشایې ژبې په لاس راغلی د( تال) نوم ، د (ار) د کلمې ، نوم سره یو ځای ولیکو او یو دبل سره یې جمع کړو دا لاندې شکل په لاس راځي :
( تار + ار = تار ار ) =( تال+ ار = تالار ) په لاس راغی !
د پورتنیوو توضیحاتو څخه دا ښه په ډاګ او ښکاره شوه ، چې د پشایې ژبې د نني ( تالار) اصلي پشایې نوم ( تار ار = وګوره واوره = ببین بشنو) دی ، چې د زمانې په اوږدو کښې له ( تار ار) څخه په ( تالار) واوښت معنی دا ،چې د پشایې ژبې ادب ، په خپل لرغوني دور او زمان کښې په قوي ژبني ادبیاتو سمباله ژبه او پر ترکېبي ادبیاتو سینګاره وه او د خپلې سیمې او دهیوادنیوو ژبو د ادبیاتو په کور په قوت سره ورننوتې او د هغویو د ادبیاتو اساسي برخه یې ور ښایسته کړېده !؟
د ګران هیواد د ښاغلو ژب پوهانو څخه په درناوي هیله کېږي ، چې د ( تار ار= تالار) د ترکیبي نامه په اړوند ، د زمونږ سره خپل علمي نظر، شننه او لارښودنه ونه سپموي، جوړونکې نیوکې یې په دواړو سترګو منو !
د ۲۰۲۳ کال دسامبر ۳۰
هموطنان کران ارج ، صاحبان زبانهای مادری ، ادیبان و پژهشګران ، زمان ان رسیده است، که در باره واژه مشهور میهن خویش ، که در حالات خاص زبان زد همګان میباشد وبه مفهوم ان قطعآ اشنایې داریم مانند :
تالار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.