تر تورخم وروسته له پاکستان سره د پکتيا خرلاڅې او د خوست غلام خان لارې هم پرانېستل شوې.
د پکتیا او خوست د سوداګرۍ خونو مسؤلین وایي، چې له پاکستان سره د غلام خان او خرلاڅي لارې نن سهار بېرته پرانېستل شوې دي.
اوس مهال یوازې په پکتیکا ولایت کې د انګور اډې لاره د ټرانزېټ پر تړلې ده.
د پکتیکا ولایت مقام ویاند امین الله مندیزي ویلي چې یاده لار د دواړو غاړو غوښتنې نه منل کېدو له امله د پاکستاني لوري له خوا تړلې پاتې ده.
د تورخم دروازه نن سهار تر یوولسو ورځو تړل کېدو وروسته د بار وړونکو موټرو پر مخ بېرته خلاصه شوه.
تورخم او نورې ټرانزېټي لارې له دې امله تړل شوې وې، چې پاکستاني لوري له موټر چلوونکو د پاسپورت او ویزې غوښتنه کوله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.