ژبه

جلال جهاني

173

داچې موږ د ژبې او متن له جدي بحران سره مخامخ یوو، یو ځل بیا دا ليکل خپروم. په راتلونکي ليکونو کې به د ویتګنشتاین او هایدګر په نظر د ژبې په باره کې لیکل درته خپاره کړم، دا لیکل مې ډیر پخوا کړي خو تراوسه مې لا نه دي خپاره ځکه ډیر داسې شیان شته چې لا یې اوریدلو، لوستلو او درک ته نه یوو تیار، خو خیر په خپل وخت به کرار کرار دا موضاعت را خلاصوو.
واقعي انقلاب د ژبې غوړېدنه ده، د ژبې پراخېدل دي، چې ژبه پراخه شي دنیا پراخيږي برعکس که ژبه محدوده وي دنیا محدود ده، چې ژبه محدوده وي زدکړې محدودې دي، محدودې زده کړې د تاوتریخوالي، تعصب وروسته پاتي والي، او محدود والي لامل ګرځي.
ویتګنشتاین وايي، زما د ژبې محدويت زما د جهان د محدویت په معنا ده. څومره چې ژبه پرخه او متکثره کیږي هغومره جهان پراخيږي، برعکس څومره چې ژبه محدوده وي هغومره جهان محدود وي. د ډیرو فلاسفرو په قول دا نړئ د ژبې نړئ ده او ټولې پديدې د ژبې په درون کې حرکت کوي. که چیرې موږ د تحلیل ګفتمان خبره کو نو باید لومړی دا درک کړو چې جهان څه شی دی؟. دې پوښتنې ته چې ځواب ور کړل شوی هغه داده چې جهان ژبه ده، موږ د ژبې له نړئ سره سر او کار لرو.
کله چې جهان ژبه وي او ټولې پديدې د ژبې په درون کې حرکت کوي نو نور نشو ويلی بیروني نړئ دې موجوده وي يانې له ژبې دې نړئ بهر وي. ژبه سیاست ده، ژبه حقیقت ده، ژبه هویت ده، ژبه معنا ده. حقیقت له ژبې پرته بل چیرې نشته، او له ژبې پرته په بل ځای کې حقیقت ممکن نه دی. موږ د ژبې، ايدلوژي او په هغه خبرو کې ګرفتار يوو کومې چې په موږ باندې حاکمې دي. موږ د جهان بیروني واقعیت ته لاس راسی نه لرو. سربیره په ټولو نقدونو چې په دې ساده او بنیادي خبرې باندې شوي بیا هم په فلسفې او ټولنیزو علومو کې يوه بنیادي خبره ده. يو دوه تګلارې شته چې هغه جهان بیرون بولي، خو بیا هم ژبه د همغه بیرون جهان بیانونکې ګڼي. له ژبې پرته بله لار نشته چې هغه بیرون جهان ته لاس راسی پرې پیدا کړو، ژبه زموږ او د بیروني جهان ترمنځ پل دی. خو که فکر وکړئ په دواړو تګلارو کې بحث ددې په سر دی چې،ژبه، روایت، کیسې، ډسکورس، ګفتمان… زموږ جهانیت دی. که موږ د انسان خبره کو یا د پوهې خبره کو ددې وجه ژبه ده او په دې ژبه کې هغه کلمې دي. موږ په تاریخ، اسطورو، خاطراتو، خرافاتو، کیسو او د روایاتو په درون کې ګرفتار يوو کوم چې زموږ ذهن ته را تېرې شوې او زموږ فکري او علمي دنیا یې تشکلېل کړې. موږ د ژبې بندیان یو. موږ د هغې ژبې بندیانو او غلامان یوو په کومه کې چې ګرفتار یوو. دوه شیان ددې زندان دروازه خلاصولی شي، اول؛ په خپله ژبه، او د خبرو اترو فضا او د ژبې ښکېل له بلې ژبې یا د معنا له معنا سره.
دوهم؛ په مختلفو ټولنیزو وضعیتو نو کې واقع کېدل چې زموږ په ژبې او معنا باندې يو شی اضافه کوي. تاسو به لیدلې وي چې ډیر ګرځیدلی سړی، د هغه سړي په پرتله ډیر هوښیار … وي چې يوازې په يو موقعیت کې پاتې شوی وي. که چیرې ژبه حقیقت وي نو ژبه ده چې علم، پوهه، استبداد، ظلم، واقعیت، سیاست، هویت او بل هر شی زيږوي. موږ ځکه په بحران کې واقع يوو چې موږ متکثره ژبه نه لرو، ژبه مو محدود ده، موږ هلته له بحران وتلی شو چې متکثره ژبه ولرو. نو په کار ده چې، روایت، ژباړې، کتاب …او کیسې وکړو، په هيڅ وجه هم باید د کیسو او روایاتو شاه پرېنږدو، متکثره فضا جوړول په کار دي.
د استاد مصطفی په قول د نني انساني ټولنې ستر افت دادی چې هڅه کوي ژبه یو لاس کړي، دنیا او ټولنه يو ژبه کړي. دمکراتیکې ټولنه يا نظامونه د خبرو فضا لري ، چې تر يو اندازه پورې «يو ژبه» فضا یا تک صدايي له منځه وړي او دا ټولنې په میانه رو او اخلاقي ټولنې بدلوي . خو کومې ټولنې چې تړلې وي یا تک صدا وي په هغو ټولنو کې انسانان د خپلو محدودو زده کړو تکرار سره عجیبه ميل پیدا کوي چې په متعصبو او خشنو انسانانو یې بدلوي …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.