د يو عنوان لاندې دغه دواړه مفهومونه یو له بل سره کلک تړاو لري نو له همدې امله غواړم چې یو ځای ددواړو تشریح وکړم. د ملي محاسبې خبره داحتساب لپاره نه ده؛ دغه محاسبه د ملي پېداورو د ټولو کمیتونو یا متشکله عناصرو څرګندونه، یو له بل سره يي اړيکې او ملک دننه دټولو اقتصادي فعالیتونواوله هغې څخه جوړشویو ارزښتونو تشریح دبحث لاندې نیسي.
لومړی به داقتصاد د څرخ څخه پېل وکړو. د اقتصاد څرخ د ډېرو اقتصادي فعالیتونو او پروسو مجموعه ده چې دملک دننه دتولید او اقتصادي ارزښتونو د جوړولو په موخه په کار اچول کیږي. ددې اقتصادي څرځ شکل او نوعیت د اقتصادي عاملینو ترمنځ دمعاملاتواو راکړې ورکړې څخه په وجود راځي. مطلب دا دې چې انسان د خپل بقا لپاره په ټولنه کې په اقتصادي فعالیتونو بوخت شي ،تولید شروع شي ، دکار دعواملو مزد پېداشي دخلکو سره د اخيستلو قوت پېدا شي بیا دژوند د اړتیاوو پوره کولولپاره د شيانو تقاضا رابرسېره شي او بالاخره خرڅلا اوراکړه ورکړه رامنځ ته شي ؛ په پایله کې اقتصادي څرخ په خوځښت راشي. پانګه اچونه او سپما هم پېل شی. د دې کار په نتیجه کې مختلف بازارونه (مارکیټونه) په وجود کې راشی، دبېلګې په توګه دتوکو او خدمتونو بازار، مالي بازار دکار بازار او نور. دغه کار په الفاظو کې ساده بریښي خو ددې تر شا ډېرې مغلقې پروسې او رابطې په کارغورځیږي. دملي محاسبې سیستم دیو لړ اصولو،قاعدواو تعریفونو څخه مشتمل دي چې دیوکال په مهال دټولو اقتصادي عاملینو اقتصادي فعالیتونه، تولید، ارزښتونه، لګښتونه،سپما پانګه اچونې او دبهر سره دسوداګرۍ مکمل حساب ښایی. دغه عمل چارواکو ته دبودیجی جوړولو، دمختلفو سکتورونو قوت او ضعف، اقتصادي پالیسیو دتدوین او بیا داقتصادي مسئلو دتحلیل لپاره ښه وسیله په لاس ورکوي. او له بلې خوا ولس ته دملک داقتصاد یوښه تصویر په مخ کې ږدي.
په عام ډول داقتصاد دننه څلور لوی سکتورونه دي چې مختلف اقتصادي عاملین په بر کې نیسي:
1- دولتي سکتور:
2- افراد یا کورنۍ
3- خصوصي سکتور یا شرکتونه
4- بهرنۍ نړۍ
دولتي سکتور: دافرادو او کورنېو څخه دکار بشري قوه تر لاسه کوي، اود خصوصي سکتور څځه توکې او خدمتونه رانیسي. همدغه راز له دغو ددو سکتورونو څخه ماليات په لاس راوړي. په بدل کې دولتي سکتور معاشات ورکوي او خدمتونه( امنیت، دفاع، معارف،روغتیا او نور مهم خدمات) مهیا کوي. همدغه راز دبيت المال څخه اړمنوافرادوته مرستې چې دانتقالاتوپه نوم یادیږي هم په حساب کې رانغاړي. دغه معاملات ددغو درې مهمو سکتورونو په منځ کې واقع کیږي چې په زرهاو اقتصادي پروسې تشکیلوي.
افراد یا کورنۍ: دولتي او خصوصي سکتور ته دکار بشري قوه مهیا کوي او په بدل کې له دوې څخه معاشات ترلاسه کوي. همدغه راز افراد او کورنۍ دخصوصي سکتور یا شرکتونو څخه توکي او خدمتونه رانیسي او په بدل کې پېسې ورکوي. البته ددولتي سکتور څخه چې کوم خدمتونه ترلاسه کوي هغه وړیا دي چې هغه ددولت او فرد درابطې له مشروع حقوقو څخه شمېرل کیږي. یو ټکی اړین دي چې هغه باید څرګند شي. افغانستان یوکرهڼیز ملک دی، کورنۍ او افراد په کلېو او بانډو کې په کرهڼه بوخت دي. دلته کرهڼیز تولیدات اوارزښتونه جوړوي او بیا یی ټول ملک او بهرنړۍ ته عرضه کوي چې د هغه د صادراتو په نوم یادیږي.
خصوصي سکتور او شرکتونه: دغه سکتور توکي او خدمتونه توليدوي او په دولتي سکتور او افرادو یا کورنېو يي پلوري. البته دغه سکتور له دولتي سکتور څخه ځینې خدمتونه هم وړیا ترلاسه کوي. همدغه راز دغه سکتور او دافرادو او کورنیو سکتور له بهر څخه توکي واردوي چې په وارداتو کې حسابيږي.
بهرنۍ نړۍ: درې واړه داخلي سکتورونه له بهرنۍ نړۍ څخه توکي او خدمتونه رانیسي. له بله پلوه داخلي سکتورونه خپل توکي او خدمتونه په بهرنۍ نړۍ دصادراتو په نوم پلوري او له هغوې څخه خارجي پېسې (ډالر)په لاس راوړي. همدغه رازد مالداره ملکونو او نړیوالو مالي جوړښتونو څخه غریبو ملکونو ته دبشري او انکشافي مرستودعنوان لاندې انتقالات صورت نيسي.
دداخلي سکتورونو خپلي منځي معاملات اود بهر نړۍ سره ددريو داخلي سکتورونو معاملات اقتصادي ارزښت او تولید را منځ ته کوي. دغه ارزښتونه یا د حقيقي ارزښتونو په شکل کې او یا دمالي ارزښتونو په شکل کې وي چې په پای کې مالي او حقیقي پانګې اچونې ته زمینه مساعده وي. دغه ټول معاملات او راکړه ورکړه دډيرو معلوماتو دپېداکیدو سبب ګرځي چې د data په نوم یادیږي. ددې معلوماتو راټولونه او مسلکي تصنيف يي دملي محاسبې مهم اړخ تشکیلوي. او دغه کار ددولتي درې مهمو ارګانونو له مهمو کارو څخه شمېرل کیږي چې د مرکزي احصایی، دافغانستان بانک او دماليی وزارت څخه عبارت دی. معلومات راټولیږي او په پاې کې دمرکزي احصايي لخوا تصفیه، تائید او تصنيف کیږي. او بیا يی دماليی وزارت او مرکزي بانک دستر اقتصاد دتحلیل، تجزيي اومدیریت لپاره کاروي. البته ديادونې وړ ده چې په تېرو ٢٠ کلونو کې ددغه کارلپاره سم او منظم مسلکي ظرفیت اوبنسټونه په دغه یادو شوواداراتو کې رامنځ ته نشو. نه سمه data راټوله شوه او نه منئم تحلیل او تجزیه وشوه او نه مو سم دستر اقتصاد مدیریت ( macro economic management)وکړ. بس تش یو اتفاقي ډول سره کارونه پر مخ تلل. له همدې امله مونږ منظمه اقتصادي ستراتيژي نه لرله اوچارواکو دمعلوماتو په خلا کې دحافظ غونډاري وارول. ملي محاسبه او دهغې اړوند معلومات دچارواکو دبودیجې، اقتصادي ستراتېژۍ، پاليسۍ او نورو پلانونو په تطبیق کې دبريښنا درڼا په توګه کار ورکوي. له دې پرته هر پلان او ستراتيژي هوايي خبرې دي. ددې انتقاد مطلب دچا دکمي اظهارول نه دي فقط مطلب دکمي پوره کول دي ترڅود خپل اقتصاد سم مدیریت وکولای شو.
کله چې data یا معلومات راټول شي او توحيد شي نو دلاندې کمیتونو اړوند معلومات په لاس راځي:
کلني ناخالص ملی تولیدات او دهغې متشکله عناصر لکه: توحيد شوي مصارف( دولتي او خصوصي)، توحيد شوي دولتي او خصوصي پانګه اچونه که هغه حقيقي وي او که مالي وي، دولتي اخراجات، صادرات او واردات. د اقتصاد په علم کې له دغو کمیتونو څخه یو مطابقت په لاس راځي چې دملي محاسبې دمطابقت په نوم یادیږي. که مونږهریو کمیت په يو حرف ونوموو دبېلګې په توګه ناخالص ملي پېداوار يا GDP ته د ( (Rحرف، توحيد شوي مصارف (C) دولتي لگښتونه (G) ، صادراتA ، وارداتB اوتوحید شوې پانګه اچونه(دولتي او خصوصي ) (I)ونوموو نو لاندې مطابقت په لاس راځي:
R+B ≡C+I+G+A
د دې مطابقت تعبیر دا دې چې کلني ناخالص پيداوار او واردات په مصارفو(دولتی او خصوصی )، پانګه اچونه (دولتي او خصوصي)، دولتي لګښتونو، البته صادرات هم دملي پيداوارو جز دی. که پورتنۍ مطابقت لږ تغیر او ترتيب کړو نو لاندې معادله په لاس راځي:
R=C+I+G+A-B
A-Bدیو ملک له بهرنۍ نړۍ سره دتادیاتو بیلانس ښايي یعنې بهر سره دمعاملاتو حساب ښایی. که چیرې A-B<0 یعنی منفي شي مطلب دادې چې واردات له صادراتو ډیر دي یعنې له ملک څخه ډیر ډالر دبهر په لور ځي چې دغه کار بیا نور ډیرمنفي عوارض لري او يو له هغو څخه په داخلي بازار کي د ډالرو کمښت دی چې قیمت يي لوړ ځي اودافغانۍ قیمت ښکته لورته حرکت کوي. که چېري A-B>0 یعنې دبهر سره دتادیاتو بیلانس مثبت دی. دغه حالت ددې ښکارندوی دی چې صادرات ډیر دي، له بهر څخه افغانان خپلو کورنېو ته ډالر لیږي او یا خارجي مرستې ملک ته لیږل کیږي. نو په دې صورت کې په داخلي بازار کې ډالر ډیروي او دصادراتو له امله دافغانۍ لپاره تقاضا لوړه وي نو دافغانۍ قیمت لوړ ځي. دتادیاتو دبیلانس مازاد بیا دافغانۍ دپشتوانې یا reserves کار هم کوي. دغه معادله داقتصادي دوران او ملي محاسبې اساسي معادله ده. ددې معادلې په اساس نورې ټولې اقتصادي ستراتېژۍ او پالیسۍ تدوین کیدلې شي، چارواکو ته دملک داقتصاد یو ښه تصویر په لاس ورځي تر څو دبودیجي په طرحه او جوړولو کې ورسره مرسته وکړي. دمختلفو سکتورونو دتولیداوپانګې اچونې په وضعیت ښه پوهېدلې شي او لازمې اقتصادي پالیسي جوړولې شي. په پای کې په پورتنۍ معادله کې سپما اودولتې لگښتونه هم ځای په ځای کولې شو
راځئ چې سپما(خصوصي او دولتي) پهS
مالیه(دولتی عواید) پهT ونوموو.
مونږ پوهیږو چې درامد یا ( income)
به یا مصارفو(C) ته، پانگې اچونې ( I)او یا سپما (S) ته مختص کیږی، یا په بل عبارتR-C =S.
په پورته معادله کې (I)او Cکيڼ لور ته اړو او دکیڼ لوری سره T علاوه کوواو همدغه راز G هم دمعادلې کیڼ لور ته انتقال کړو:
R-C-I+T-G=(A-B)
کهR-C=S په پورته معادله کې وضع کړو نو:
(S-I)+ (T-G)=(A-B)
په پورته معادله کې کيڼ لورته لومړی حد S-I دملک خپلې منابع ښايي چې سپما(دولتي او خصوصي) څومره ده؟ پانګه اچونه (I )څومره ده؟ که چیری S-I<0 یعنې منفي وي نو پانګه اچونه دسپما نه ډیره ده دملک داخلي منابع د پانګې اچونې لپاره کافي نه دي، دمثال په ډول که دولت په زیربنايي یا انکشافي پروژو کې پانګه اچونه پیل کړي، مجبور چې له بهر څخه قرضه واخلي. که چیری0<S-I نو دغه ښه حالت دی، ملک کافي سپما لري او پانګه اچونه کولای شي. داخلي منابع کافي دي. همدغه راز دوهم حد کيڼ لور ته T-G ددولت عواید او لگښتونه تقریبا بودیجه ښايی.
که چېرېT-G<0نو لگښتونه د عوایدو څخه زیات دي او د بوديجي کسر واقع شویدی. دولت مجبور دي چې دبهر څخه قرضه واخلي او یا پیسې چاپ کړي. پیسې چاپول ديو مسئول حکومت کار نه دی ځکه چې قیمتونه لوړوي او زور يي دعوامو څخه وځي.
د معادلې ښي لورته که A-B<0 وي نو دغه ملک د بهر سره دتادیاتو کسر لري، صادرات يي دواراداتو څخه لږ دي او ددغه کسر دپوره کولو لپاره مجبور دي چې له بهر څخه قرضه تر لاسه کړي. نو که چیرې په پورته معادله درې واړه حده منفي وي نو بس دغه ملک به دخير او قرضې ډوډۍ ته ناست وي او دغه حالت تر ټولو بد حالت دی. بهر څخه به دوا او تیل هم نشی واردولې ځکه کافي ډالر موجود نه دي. نو ددې لپاره چې یو ملک خپل ستر اقتصاد سم مدیریت کړي ملي محاسبې منظم سیستم ورته پکار دي. په منظم ډول دمعلوماتو يا dataټولول پکاردي او بیا کتل پکاردی چې دملک اقتصاد کوم لورته ځي. دملک داقتصاد سره لوبې کول دمیلینونو انسانانو دژوند سره لوبې کول دي. دغه کار مسلکي پوهان غواړي. دهر چا کار نه دی.
افغان چارواکي باید ژرترژره دغه سیستم فعال کړي او داقتصادي سالمو تحلیلونو په اساس خپله اقتصادي ستراتیژي طرحه او عملي کړي. خپل مزل په رڼا کې وکړي.
و ما علینا الالبلاغ
تل دې وي افغانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.