ستا د حافظې غوټۍ

ومان نیازی

300
ګیله من دې سترګې وغړوي او دا ظلم دي د دې قام پر زړګي وروستی زخم وي
ستا د حافظې غوټۍ
څانګې یې میراتې شوې
ونیسه د درد نبص
چیغې پکې ماتې شوې
دا لاره ړنده لاره
دوړې پکې زیاتې شوې
شرنګ د وینو وڅڼډه
څاڅکې پورې وګنډه
ستا د زړه په زخم کې
ستا نه چاړه هېره ده
چا سوې د ګل غېږه
غېږ یې ترې چاپېره ده
خاورې مې په خوله پورې
خوله مې بلا پېره ده
دا سرود او دا بیرغ
غواړي هغه غلی ږغ
ستا د مقدس زړګي
مستو غورځنګونو ته
را توده ناره ساقي
دې تشو جامونو ته
پرېږده چې اور بل کړمه
ستورو سترګکونو ته
اه څومره بېباکې دي
کړیکې مې تڼاکې دي
دا تږې بېدیا ګوره
ستا تندې ته تږې ده
دا مرګونې شپه ګوره
دا د تیارې وږې ده
جوړه وسوسه د ژونده
سازه لکه ورږې ده
دا چاړه پرې پڅه کړه
دغه لاره غوڅه کړه
پام چې بېړه ونکړې
لمر مازدیګر ښه اېسي
ته ورنه سر وباسه
تا سره سر ښه اېسي
دا لاره روانه کړه
دې کې لښکر ښه اېسي
غږ په غورځنګ ووېشه
ووېشه رنګ ووېشه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.