Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
ژوند د زهرو جام…/ نظم – DawatMedia24

ژوند د زهرو جام…/ نظم

نعمان دوست

297
ژوند د زهرو جام دی، واخله نوش کړه (سوکراته*)
هسې هم بد رنګه دنیا پاتې ده میراته
دغه نړۍ څه ده؟ قتلګاه د امیدونو ده
ښخ دي ارمانونه، نظر وکړه شاوخواته
مګر، ابتدا مو د ژوندون په قتل ونشوه؟
نکل د (قابیل) په زَور او زیر یاد دی هرچاته
وګوره (یوسف) د کوهي بیخ ته چا ګوزار کړلو؟
څنګه د ورورۍ لاس سړی وغځوي چاته؟
هغه برجورې کلاګانې، لوټې لوټې شوې
هغه، چې له ډاره یې ورتلی نشو څوک خواته
و کلاله څه کوې!؟ له خټې سره پام کوه
دا یو وخت بدن و د مهوشه پرې ذاته
هغه په ملا کړوپه چې په زور د امساء ګام اخلي
دا وه دنګه سروه، نې کتل له کبره چاته
خدایږو، هغه ورځ مې هدیرې نه زړګی نه کیده
ګل ګل صورتونه، د یارانو و خواو شاته
زه د دې ګلانو سادګۍ ته فکر وړی یم
څنګه د خزان باوجود، زړه کوي موسکا ته؟
واړه احمقان دي چې د کبر په نیلي ګرځي
دا خبره خوب کې ( سکندر**) وکړله ماته
څه دی ژوند؟ خو جبر دی، تاویږې به په نه زړګي
وګوره محفل کې د مانده ډمې نڅا ته
ما د مینې ډک زړه، دواړو لپو کې نیولی و
هیڅوک پیدا نشول، دې خوږې ښکلې سودا ته
څه فایده، دې ښار کې زنده ګي چې څوک در ګوري نه؟
ښه نه ده چې لاړ شی سړی غلی بلې خواته؟
نور مې زمین زادو سره سخته ګوزاره شوله
راشه بړبوکۍ، خیر دی ما پورته کړه هوا ته
ځار شم، رباب واخله او تارونه یې لږ وچیړه
ډک زړه مې تخنیږي، شرنګیدلې شان نوا ته
تا چې د خولګۍ وعده سبا پورې معطله کړه
څنګه مطمئنه یې چې رسو به سباته؟
راشه د (نعمان) ساړه کالبوت کې نوې ساه پو کړه
راشه جادوګرې، زه دې ومرمه ادا ته
نعمان دوست، ۱۴۰۲/ حمل/ ۲۰
—–
* سقراط
**مقدونِي سکندر، چې تقریبا په ټوله دنیا یې واک چلاوه، خو ایله ۳۲ کاله عمر یې وکړ او پنا شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.