اې ګيله منه ياره

‎وحيده آرينزی‎

261
د لوی وطن په درد دردمنه ياره، ای ګيله منه ياره
په خپل وطن کې بې وطنه ياره، اې ګيله منه ياره
په سوات، کابل، کوټه، غزني، وزيرستان، پيښور
د هر افغان په غم غمجنه ياره، اې ګيله منه ياره
په مشر، کشر، وږي، تږي، روغ، رنځور، ليوني
په پيغله و ځوان د قام مينه ياره، اې ګيله منه ياره
ستا له زخمي زخمي، ټوټې ټوټې زړګي نه لوګۍ
سترګې راپورته که خوږمنه ياره، اې ګيله منه ياره
ته يې ماليار، ته يې بورا، ته يې بلبل، ته سنبل
پام خپه نه شې له چمنه ياره، اې ګيله منه ياره
غوږ شه د خويندو ميندو چيغې فريادونه واوره
دښمن ته يې پرینږدې لمنه ياره، اې ګيله منه ياره
يوه زه نه يم وحيده په ټول وطن کې پېغلې
لاس په دعا دي له اټک تر قطغنه ياره، اې ګيله منه ياره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.