ګیله من وزير يوه نه هيريدونکې حماسی څيره

هاجره حرکت

1,020

 ګيلا من وزیر شهادت د غږ انګازه يوازي انسانان نه بلکې غرونه هم ولړزول.

ګيلا من وزيرچې اصلي نوم يې حضرت نعيم دی، د شمالي وزيرستان د رزمت اسد خيلو د سیمي اوسیدونکی دی. واده يې کړی او پنځه ماشومان، درې لوڼې او دوه زامن لري. ده په بهرين کي مزدوري کوله چې د پاکستان له خوا په جبر له دغه هېواده وويستل شو او پاکستان ته وليږدل شو. ده په نوي ځوانۍ کې په شعر ويلو پيل کړی و.

  د پښتون ژغورنې غورزنګ د یون له پيل سره سم  ګيلامن وزیر يوځاي شو، د مشرتابه له نږدی کسانو شو او ميدان ته راووت، په رسا غږ يې د ټولنيزو رسنيو، نړیوالو تلویزونی خپرونو کي د هېواد پالنې اشعار زمزمه کړل، چې د لنډې مودې په تيريدلو سره يې په لر او برافغانستان کی مينه وال ډير شو.

 هغه د پاکستان پر حکومت او پوځ او امنيتی پاليسيو، نيوکي کولي چې له همدې کبله نوموړی په ۲۰۲۳ زيږیديز کال کې پر پوځ د نيوکو او د خلکو د پاروني تورونو له کبله ونيول شو او اته مياشتې د زندان تورو تمبو تر شا یې بند کړ.

په زندان کې د سختو کړاونو په هکله يې په خپله د پښتون ژغورني غورزنګ مشر منظور پشتين داسې وویل:

«د پاکستان امنیتی کارکونکو ګيلا من وزير په بيلا بيل ډول کړولې او زورولې، ان په سپو يې داړلې و، چې ټپونه يې اوس هم پر بدن پاتې و.»

خو هغه د زندان سختو کړاونو ونه ډار کړ او لوړ سر يې لا لوړ شو. د انساني ژوند د بقا له پاره خپل غږ پورته کوو او په خپلو فرهنګي هلو ځلو يې د پاکستان د څار په اداره کې د مظلوم ولس د بیداریدلو وهم خپروو.

په دې اړ په برتانيا کي ميشت افغان د نړیوالو چارو کارپوه سيد بلال احمد فاطمي وایې:

« د پاکستان امنيتی اداره يا(اي اس اي) کله هم داسې اواز چې هغه کې د ولس د بيدارۍ پیغام وي پورته کولو ته نه پريږدي، ځکه د پښتنو سيمو ډيرې خلک د سواد له نعمته بې برخې دی او ځوانان هم که سواد لري، بيا د خپلې پښتو ژبې په لوست او ليک نه پوهيږی. دا چې ګيلامن وزير يوه فرهنګي څيره وه، ده خپل پيغام د شعر له لارې د عامو خلکو غوږونو ته رسوو،چې دا بيا دغه ادارې ته د زغم وړ نه وه. ځکه شعر د خلکو په ذهنونو کي پاتې کيږی او د هغوی د بیدارۍ لامل ګرزي.»

ویل کيږي چې په پاکستان کې د پښتنو له پاره د حقوقو غوښتونکي په سلګونو کسان ترور شوي او له منځه يې وړي دي. د ارمان لوڼی خور د پښتنو مشرانو د وتلو څيرو چې له هغوي څخه يې يو د دې خپل ورور و، داسې وويل:

«دوي زموږ د هغه اتلو څيرو سرونه په نښه کوي، چې ترينه ډار لري. لومړې ارمان لوڼې،سردار عارف وزير، عثمان کاکړ او اوس ګيلامن وزير يې يو ډول په شهادت رسولي دي.»

د هغې په خبره د دغه ټولو شهيدانو سرونه يې په نښه کړي، چې له دغه ماغزو او فکرونو څخه دوي ته ګواښ پيښږي.

ګيلامن وزیر په خپلو شعرونو کې د زرګونو لادرکه خلکو مسله راپورته کوله او د پاکستان امنيتي مسايلو ته يې ګوته نيوله، له پښتنو سره روان ظلم،زور زياتې يې په خپلو شعرونو کي راسپړه، چې په خپل خوږ غږ یې دغه شعرونه زمزمه کول.

لکه په يو ويدويې کلام کې وايې:

ناوې مې کونډه مور مې بوره پاکستان زنده باد

خورمې د بل لاس ته مجبوره پاکستان زنده باد

د ترور مې لس کاله پوره شو زلمې زوي يې ورک دی

ګرزي په يو بل ده سرتوره پاکستان زنده باد

پښتون وطن يې په اور وريت کړ دا منم درسره

جنت يې جوړ کړ له لاهوره پاکستان زنده باد

د ازادۍ غوښتنې داعيه او د ديورند فرضي کرښې له منځه وړلو شعرونه چې په غونډو او لاريونونو کې وويل، د عامو پښتنو د راويښولو او يو ځاي کولو له پاره يو اواز شو.

ګيلامن وزير په ځانګړې وړتيا سره  د لر او بر پښتنو د يووالي پيغام په  بيدارونکو شعرونو سره په خپل خوږ اواز کې د عامه ولسونو تر غوږونو ورسوو.

 هغه په يوه غونډه کې د خپل مظلوم ولس د کړاو او زوريدنې په هکله د شعرونو ويلو په لړ کې، د خپلې محبوبا ګيله داسې يادوي:

پرون ليلا داسې په چل ول کې ګيله کوله

ويلې خفه نه شي څه داسې يې کيسه کوله

چې ته شاعر يې او د مينې کيسې نه پيژنې

د محبت سرې شنې رنګينې شيبې نه پيژنې

چيرې يو ورځ خو دا زما شينکې خالونه ياد کړه

يا مې پيزوان او دا د سرو شونډو سرونه ياد کړه

يو دوه مصرعې خو ته زما په تور اوربل وليکه

يو دوه  زمـا په دې نـرۍ غــاړه غــزل ولـيـکـه

همداسې يو اوږد غزل دی…

خو ګيلامن وزير بيا د خپلې محبوبا په ځواب کې داسې وايې:

ما ورته وويل ليونۍ دا ستا ګيله پر ځاي ده

زه دا منم چې دا ستا حسن د ستايلو وړ دی

هر يو انداز دې په غزل د يادولو وړ دی

خو زه څه وکړمه پښتون يمه حيا رادرومي

قسم په خداي(ج) که مې د عشق ټپه په خوله رادرومي

څنګه يې وليکم ضمير اجازت نه راکوي

ماته د وران وطن تصوير اجازت نه راکوي

چې شنه خالونه ليکم شنه لوګي باروت راياد شی

هغه د کلي پر جومات د بمبارد دود راياد شي

چې سره لبان ليکم سرې وينې مې زړه ته راشی

د زلمي ورور تودې تودې وينې مې زړه ته راشي

او همداسې نور، چې د خپلې خاورې او خپل ټاټوبې ناخوالې په کې بيان کړېدې.

د پاکستان امنیتي  اداره په پښتنو کي د ولس راويښونکې څيري ژوندۍ نه پريږدي او ډير ژر يې له منځه وړي.

دا چې پښتانه به کله بيدار شي، دا به وخت او زمان وښيې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.