د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د تیرې چهارشنبې له ورځې د جمعې د ورځې پورې نهه زره او ۷۳۰ افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې پخپله خوښه او یا په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ جولاۍ ۱۳( چنګاښ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو تیرو دریو ورځو کې ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۲ تنه کېږي د دتورخم له لارې، ۱۵۲کورنۍ چې ۸۲۱ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې کرښې له لارې له پاکستان څخه او په ایران کې مېشت څلور زره او ۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او درې زره او ۵۸۰ تنه نور د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:” راستانه شویو کډوالو له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.”
په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په یوه بله خپرپاڼه کې په پاکستان کې د یو زندان څخه د یو کوچني ماشوم چې له دوو کالو او شپږ میاشتو راهیسې د پاکستان په زندان کې بندي و،د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د طالبانو د مهاجرینو چارو اتشې د هڅو په پایله کې خوشې شوی او تر خوشې کېدو وروسته په تورخم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
دغه وزارت ددغه ماشوم په زندان کې د اچولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه بله خبرپاڼه کې د پاکستان د زندانونو څخه د لسو نورو افغان کډوالو د خوشې کیدلو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو له امله ددغه هیواد پولیسو نیولي وو او په زندان کې یې اچولي وو.دا بندیان د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ ( چنګاښ ۲۱) د تورخم له لارې وطن ته ستانه شوي دي.
د پاکستان او ایران حکومتونو په دې وروستیو اونیو کې له دغو هیوادونو د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د جولاۍ دویمه ( چنګاښ ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
اوچا په دغه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي.
همداشان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر” اوچا” په دې راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
پاکستان حکومت تیره اونۍ په دغه هیواد کې د دمخه د ثبت شویو د “پي او ار” کارتونو لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ وغځوله. ددغو کډوالو د اوسیدانې موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ پاې ته رسیدلې وه.
خو د پاکستان حکومت ویلي چې لا هم ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.
ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱(چنګاښ ۲۱) اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی او په ترڅ کې یې په زیات شمیر کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.
میرمن بلوڅ وویل: “لکه څنګه چې ما مخکې وویل پاکستان د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د پلان د ځنډیدلو او یا هم د دغه پلان د نه پلي کیدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته هیڅ داسې اشاره نه ده رسولې. دا چې د کډوالو عالي کمیشنرۍ په کوم اساس اعلامیه خپره کړې ممکنه ده چې ددغې ادارې د ویاند څخه یې پوښتنه وشي”.
د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له خوا په ورکړل شویو راپورونو کې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د امنیتي ادارو د منسوبینو له خوا د ناسم چلند او د هغوی د نیولو، ځورولو او ورڅخه د پدو د اخیستلو په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکړي دي.
د پاکستان او د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې د پاکستان د حکومت له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د نوامبر په میاش کې د افغان کډوالو د ستنولو د پروګرام د پیل څخه تراوسه ۶۰۰ زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا هم افغانستان ته شړل شوي دي.
امریکا غږ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.