د دریاب پرسر تږی او د کان پرسر وږی ملت

غلام نبی ګل

261

کله ناکله د اسلامی امارت اړونده ادارو ته د حکومتولی د اساساتو یو نیمه لیکنه کوم دا چی څوک پری دیر سر نه خوږوی دا د دوی کار ده خو زما ویره دا ده که وړاندی نه ځو اقلاً شا ته خو لاړ نه شو. په اسلامی امارت کی د ګوتو په شمار سترګور لرو دا کافی ندی. دولتی هر متوسط او د لوړ پوست کارمند باید په کافی اندازه سترګور وی چی په لاره، کوڅه، مزرعه، بازار او هر ځای کی یی د خپل مسؤولیت اړوند هری نیمګړتیا ته پام وی.

هغه بله ورځ د شهرنو (نوی ښار) د ګل فروشی په کوڅه تیریدم یو کارګر چی له مړاوو او رژیدلو ګلانو ډکه لاسی کراچی یی روانه کړیوه مخی ته راغی له همدی سره می فکر لری لری وځغلیده سر رابانـدی تاو شو خو بیرته می ځان قابو کړ ځکه دا حالت می نشو ځغملی په هر حال د شهر نو د ګل فروشی په کوڅه کی ټول ټال پنځه لس-شل د ګل فروشی دوکانونه دی او ددی دوکانونو شاوخوا نفوس څه باندی اوه میلیونو ته رسیږی خو تازه ګلان د ‌ډیرانونو خوراک ګرځی. د مراسمو لپاره هیڅ خریدار نلری په همدی کوڅه کی پاتی شوم څو دوکانونو ته می سر ورښکاره کړ دوکانداران می وپوښتل اولینه پوښتنه می له دوکاندارانو دا وه چی دا ګلان له کوم ځایه راځی؟ ټولو راته وویل چی دا ګلان د شمالی نه راځی ډیر ورته خوشحاله شوم کله چی می دوهمه پوښتنه له دوکان دار سره مطرح کړه چی نن دی څو موټر په تازه ګلانو پوښلي ځواب منفی وو بیرته خفه شوم.

د شهرنو ګل فروشیو ته پخوا یعنی د ظاهرشاه د وخته تازه ګلان له ګاوڼډیو هیوادو یعنی له پاکستان او ایران څخه راتلل له پاکستان او ایران څخه د مهاجرو له راتګ سره یو تعداد خلکو په هیواد د ننه د مقاومو ګلانو تولید ته مخه کړی دا چی اوس ورته بازار نشته دا نو نیمه پیړی وړاندی د شاکر د چینی لوښو د فابریکی قصه ده چی دوه دری کالو کی د چینی لوښو بهرنیو تولید کونکو په کونه کینوله هغه وخت هم دولت د فیل په غوږ کی ویده وو او اوس هم د فیل په غوږ کی ویده ده. د متشبـثــینو حمایت د دولت له اساسی دندو څخه ده که حمایه یی نکړی مونږ به هیڅ کله په خپلو پښو د دریدو توان و نلرو.

د دولت دنده ده چی له هیواد څخه د پیسو د وتلو مخه ونیسی دا چی د مصنوعی ګلانو ډیری مواد له بهر څخه راځی او زموړږ پیسی هغه هم د ډالرو په بڼه له هیواده وځی دا حالت د وړاندی تګ لپاره خفه کوونکی حالت ده. د هیوادونو د پیشرفت له نښو څخه یوه دا هم ده چی د وارداتو کچه یی را ټيټه وی او دا کار هغه وخت ممکن ده چی هم دولت او هم خلک د داخلی تولید کوونکو ملاتړ وکړی او هغه حمایه کړی.

زموږ چارواکی باید دا یاد ولری چی غټی پروژی غټ جنجالونه لری بعضی وخت د پیسو نشتون له امله په ټپه دریږی او یا پکی تخنیکی نیمګړتیا پیدا شی له بلی خوا غټي پروژی زمان ګیره وی د بیکاری مخه ژر نه نیسی.

لکه وړاندی می چی مثال ورکړ ډیری وخت د دولت د نه پاملرنی له امله مونږ شته دندی له لاسه ورکوو که همدا د شمالی د ګلانو تولیدوونکی حمایه نشی لری نه ده چی موږ بیا تازه ګلان له ایران او پاکستان نه وارد کړو دا یوه بیلګه ده موږ ډیری داسی فعالیتونه لرو چی موږ د خودکفائی خوا ته بیایی خو دا ټول ملاتړ او حمایه غواړی ما په خپله یوه بله لیکنه کی د سروی په اهمیت ټینګار کړی د دولت اړوندی اداری باید ژر لاس په کار شی او هغه فعالیتونه پیدا کړی چی مالی، معنوی او یا تخنیکی ملاتړ ته اړتیا لری.

زموږ ګل هیواد د ګلونو په شان چارواکو ته اړ دی چی موږ د تاریخ په اوږدو کی ډیر کم درلودلی او همدا علت دی چی موږ د دریاب پرسر تږی او د کاڼ پرسر وږی یو.

و ما علینا الال بلاغ

۲۳سرطان/۱۴۰۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.