لنډیز:
د ژبې نظري څېړنې د ژبې پر نظام او قواعدو بحث کوي. له نورو علومو سره هم اړیکه لري، لکه له فلسفې، منطق، تاریخ، هنر او ادبیاتو، ټولنپوهنې، ارواپوهنې، وګړپوهنې، توکمپوهنې، عصبپوهنې، فیزیک، فېزیولوژۍ، اوبپېژندنې او ډېرو نورو علومو سره. د عملي ژبپوهنې څېړنې له نظري څېړنو څخه ګټه اخلي. که له یوه کلي لیده ژبپوهنې ته وګورو، داسې ده، چې ژبپوه د ژبې معلومات راټولوي دغه معلومات کېدای شي په ګړنۍ او اشاري ژبې پورې اړه ولري، دا به ورځنۍ ژبه وي یا انځوریزه ژبه او یا لیکنۍ ژبه، چې دا معلومات به له مقالو، کتابونو، ګزارشونو، ورځپاڼو او ان د اېنټرنېټي او تلېفوني اړیکو څخه راټول شوي وي. په دېمقاله کې د ژبپوهنې حوزې او تیورۍ او له نورو علومو سره یې په اړیکه باندې خبرې شوې دي.
آر ویونه:
ژبپوهنه، معاصرې نظریې، چاروال ګرامر، پښتو مانا پوهنه، متني ژبپوهنه.
سریزه:
شلمه پیړۍ په اصل کې د ژبپوهنې پیړۍ ده، ژبه په هر څه کې شامله وبلل شوه، بلکې فلسفه، ادبیات او ارواپوهنه د ګډڅانګیز میتود پر اساس ژبې ته ورنیږدې شو او د ویتګشتاین، هیدګر او دریدا غوندې فیلسوفانو فلسفه په ژبه کې دننه ولیده، دا ټول د سوسور د رغښتي نظریې برکت وو چې ژبه یې د ارزښتونو خپلواک نظام و باله.
په ژبپوهنه کې ډیرې نظریې او ددې نظریو پر بنسټ مکتبونه رامنځ ته شو، پیل یې د شلمې پیړۍ په سر کې د سوسور له نظریې وشو، چې له یې نوې زاویې یې د ژبې مطالعه وکړه او د تاریخي ژبپوهنې اهمیت یې راکم کړ، تر سوسور وروسته په روسیه کې پراګ، کوپنهاګ، امریکا، فرانسه او د اورپا په لروبر کې سره پوهان راټول شول او په ژبپوهنه کې یې د نویو نظریو بنسټونه کېښودل.
په دې لیکنه کې په دې بحث شوی چې کومو کسانو د ژبپوهنې نظریو په اړه لیکلي څېړنې کړې او یا یې راټول کړي، دي. له بیلابیلو کتابونو څخه استفاده شوې، ځینې داسې کسان هم شته چې له پوره هڅو سره سره مې یې کتاب ترلاسه نشو کړای. لومړی د کتاب نوم، د لیکوال نوم، د خپرېدو کال او د خپرېدو ځای ذکر شوي او همدارنګه وروسته په کتاب کې راغلي موضوعات فقط ذکر شوي، چې له لوستونکي سره د خوښې موضوعاتو په لوستلو او پیداکولو کې پوره مرسته کولای شي.
۱ـ دوینا ژبپوهنه :
لیکوال: اجمل ښکلی
دچاپ کال:1400ل کال
خپرندویه ټولنه: اسد دانش مطبعه کابل
د کتاب اړوند موضوعات:
۱ـ ژبپوهنه او بدلون یې
۲ـ پخوانۍ ژبپوهنه
۳ـ لومړني ګرامرونه
۴ـ معاصره ژبپوهنه
۵ـ تاریخي پرتلیزه ژبپوهنه
۶ـ رغښتواله
۷ـ د وینا ژبپوهنې پیلامه
۸ـ ټایپولوژي( Typhology)
۹ـ پرګماټېکس
۱۰ـ د مفاهیمو وړاندوینه
۱۱ـ لومړنۍ اړیکې
۱۲ـ محمولي اړیکې
۱۳ـ انګلیسي پښتو وییزېرمه
۱۴ـ پښتو انګلیسي وویزېرمه
۱۵ـ د پراګ مکتب نظریې او سرلاري
۱۶ـ د کوپنهاګ مکتب نظریې او سرلاري
۱۷ـ د نړیوال ګرامر تصور
۱۸ـ پایله
۲ـ د ژبپوهنې نظریې:
لیکوال: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی
چاپ کال: ۱۴۰۱.ل
خپرندویه ټولنه: پکتوس خپرندویه ټولنه، کوټه سنګي
د کتاب اړوند موضوعات:
۱ـ ژبپوهنیزې نظریې او مکتبونه
۲ـ دودیزه آرپوهه
۳ـ د دودیزې آرپوهې ډولونه
۴ـ نوې ژبپوهنه څه ته وایي؟
۵ـ رغښتوالې ته ځغلنده کتنه
۶ـ له نورو علومو سره دژبپوهنې تړاو
۷ـ د تشریحي ژبپوهنې ستونزې
۸ـ ژاک درېدا څه وایي؟
۹ـ له اوړوني نحوې تر زېږندې مانا پوهنې پورې
۱۰ـ زېږنده مانا پوهنه
۱۱ـ د چاروالې ژبپوهنې نظام
۱۲ـ د ژبې درې سطحې ( ډلبندي، تلې، دندې( نقشونه)
۱۳ـ د چاروالې او رغښتوالې توپیر
۱۴ـ د هالیډې دمیزان او ډلبندۍ نظریه
۱۵ـ د ژبې پوړونه ( سطحې)
۱۶ـ د ژبې برنقشونه ( برچار)
۱۷ـ د ادار ژبپوهنې بنسټي اصول او مفاهیم
۱۸ـ استعاره
۱۹ـ مخانګیرنه، ډسکورس شننه، دښځمنوالې له مخې د پښتو
۲۰ ـ وییرغاونه، د لیک سمون
۲۱ـ د ژبو مړینې مانا
۲ ـ پښتو مانا پوهنه:
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
چاپ کال: 1396.ل
چاپ ځای: اسد دانش مطبوعه کابل
د کتاب اړوند موضوعات:
۱ـ ژبه، مانا ژبپوهنه، مانا پوهنه
۲ـ مانا څه ته وایي
۳ـ پسرغښتي مانا پوهنه
۴ـ مانا پوهنه او نښپوهنه
۵ـ سېمبول(Symbol)
۶ـ ژبنی چار
۷ـ تاریخي مانا پوهنه( ژور او برسېر رغښت)
۸ـ مفهوم او مصداق
۹ـ غږیزه او مانیزه ( حوزه)
۱۰ـ دلالت او اطلاق
۱۱ـ پښوییزې ټولۍ
۱۲ـ همانییزوالی، څومانیزوالی او همجولیزوالی
۱۳ـ مخبېلګه ( پیش نمونه )
۱۴ـ ماخذونه
۳ـ نظریه های زبان شناسی:
لیکوال: پوهنوال دکتور راحله حمیدزۍ
چاپ کال:۱۴۰۲.ل
چاپ ځای: انتشارات سمون، کابل
موضوعات مربوط:
۱ـ زبانشناسی
۲ـ ویژګی های مطالعات میان رشته ای
۳ـ روان شناسی زبان
۴ـ کاربرد شناسی زبان
۵ـ عصب شناسی زبان
۶ـ زبان شناسی هند باستان
۷ـ زبان شناسی یونان باستان
۸ـ زبان شناسی آریایی
۹ـ مطالعه زبان درقرون وسطی
۱۰ـ پیدایش زبان شناسی تاریخی مقایسی
۱۱ـ نظریه های و مکاتب زبانشناسی درسده ۲۰
۱۲ـ ساخت ګرایی
۱۳ـ مکتب های زبانشناسی
۱۴ـ زبان شناسی زایتی
۱۵ـ زبان شناسی نقش ګرای نظامند هالیدی
۱۶ـ زبان شناسی و علوم شناختی
۱۷ـ استعاره مفهومی
۱۸ـ بخش های عمده زبان شناسی شناختی
۱۹ـ مأخذ
۴ـ ګذار مقوله و میزان به دستور نقش ګرایی هالیدی:
(ګذار از مقوله و میزان به دستور نقش ګرای هالیدی) په نوم آغلې راحلې حمیدزۍ د دوکتورا ډیزرتېشن یې لیکلی چې د چاروالې ژبپوهنې خصوصا د اوب په اړه پکې خبرې شوې دي.
۶ ـ متني ژبپوهنه :
لیکوال: مینه نعیمي
چاپ کال: ۱۴۰۱. کال د ماسترۍ تیزس
کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی
آغلې مینې نعیمي په ۱۴۰۱.ل کال کې دمتني ژبپوهنې په نوم د ماسټرۍ تیزس لیکلی چې په یوه برخه کې یې پر اوب او د اوب پر ډولونو خبرې کړې دي، د آغلې نعیمي تیزس ترلاسه نشو،
۷ـ ګفتمان و بافت:
لیکوال: تئون ون دایک
ژباړن: طاهر اصغر پور او عادل نورزاده.
نوموړی اثر په ۱۴۰۰کال طاهر احمدزی او عادل نورزاده فارسي ته ژباړلی داوب په اړه یې بحث کړی په دې کتاب کې د مایلکل هالیډې سیستم ننګولی او اوب ته یې له نوې زاویې کتلي. په دې موضوع تراوسه کوم ځانګړی کتاب هم نشته.
۸ـ دهالیډې د چاروالې نظریې پر بنسټ د اوب څیړنه
لیکوال: سمیع الله شاهد
چاپ کال:۱۴۰۲( دماسترۍ تیزس)
اړوند موضوعات:
۱ـ چارواله ژبپوهنه
۲ـ د چاروالې ژبپوهنې مکتونه
۳ـ د هالیډې دمیزان او ډلبندۍ نظریه
۴ـ اوب
۵ـ د اوب ډولونه
۹ـ چاروال ګرامر ته کتنه:
لیکوال: عبدالحق سلامزوی
چاپ کال:۱۴۰۱.ل ( تیزېس)
مربوط موضوعات:
۱ـ ژبه اوګرامر
۲ـ فونولوژي او ګرامر
۳ـ د ژبې دمطالعلې اساسي مفاهیم
۴ـ مانا پوهنه
۵ـ د چاروالې ژبپوهنې مخینه
۶ـ دچاروالې ژبپوهنې نظریې
۷ـ دهالیډې نظاممن چاروال ګرامر
۸ـ د اوب چار
۹ـ فکري برچار
۱۰ـ وګړمنځی برچار
۱۱ـ متني برچار
۱۲ـ متن او ډولونه
۱۰ـ دهالیډې د نظریې پر بنسټ د ډیسکورس شننه:
لیکوال: مصطفی سمون
چاپ کال:۱۴۰۲.ل( تیزېس)
مربوط موضوعات:
۱ـ ډیسکورس او ډېسکورس شننه
۲ـ دشلمې پیړۍ فیلسوفان
۳ـ دژبې او ډیسکورس اړیکه.
۴ـ انتقادي ډیسکورس شننه
۵ـ دېسکورس او وینا
۶ـ له نورو علومو سره د ډیسکورس شننې اړیکې
۷ـ د چاروالې ژبپوهنې له نظره د ډیسکورس شننه
۸ ـ متني انسجام
همدارنګه ځینې نور کتابونه او تیزسونه چې د کتاب او دلیکوال نومونه مې پیداکړل اما خپله کتاب مې ترلاسه نشو کړای چې په لاندې ډول دي:
۷ـ کمپیوټري ژبپوهنه …
۸ـ کارونپوهنه ……..( قاهره )
۹ـ د ژبې ارواپوهنه……( محمد نبي ستوری)(۱۴۰۰.ل)
۱۰ـ په پښتو کې د مفهومي استعارو څېړنه….( مینه سادات)(۱۴۰۱.ل)
۱۱ـ د ادراکي ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو ګرامر څېړنه..( پوهاند دوکتور اجمل ښکلی)(۱۴۰۲.ل)
۱۲ـ دژبپوهنې مکتوبونه …..( روزالدین)(۱۴۰۲.ل)
پایله:
دا چې د فوق لیسانس برنامې په هر سمیستر کې هر محصل مکلف دی چې د درسي کریکولم سره سم په یوه مشخصه او نوې موضوع څېړنه وکړي، بنا ما هم د ددهم سمسټر کې د ژبپوهنې نظریو په اړه کومو کسانو چې کارکړی د هغوی د آثارو نومونه، د خپرېدو کال او د ترلاسه کولو ځای په اړه ستاسې سره د خپلو هڅو سره سم معلومات راټول او ستاسې سره شریک کړل، چې ددې کوچنۍ څېړنې پوسیله د پښتو ماسترۍ برنامې محصلین او هغه کسان چې غواړي د ژبپوهنې په اړه څه ولولي، په دې ذکر شویو کتابونو کې ډیر په زړه پورې معلومات شته، په دې لیکنه کې صرف د کتاب، لیکوال او اړوند موضوعات چې په کتاب کې راغلي یادونه شوې ده، چې کولای شئ د ضرورت پر وخت د خپلې موضوع اړوند کتاب ته مراجعه وکړئ.
د یادونې وړ ده، دا څیړنیز لیکنې لومړي ګامونه دي، حتما د ستونزو سره به مل وي، اما په راتلونکي کې به حل شي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.