اسماعیل هنیة

عبدالباري جهاني

226

د روان ۲۰۲۴ عیسوي کال  د جولای پر یودېرشمه د اسراییلو بین المللی ټروریسټ حکومت، چي د بشر د حقوقو هیڅ ډول پروا نه ساتي او د ټولي نړۍ په مخ کي قتل عامونه کوي، د حماس مشر اسماعیل عبدالسلام احمد هنیة، په تهران کي، د ډرون په وسیله، وویشت او له منځه یې یووړ. اسماعیل هنیة د غزې په تړانګه کي د حماس د توندرو اسلامي ډلي او په هغه تړانګه کي د فلسطنیانو د حکومت مشر وو.

د غزې تړانګه چي د یوې اولسوالی په اندازه مساحت لري. اوږدوالی یې ۴۱ کیلومیتره او بر یې له ۶ څخه تر ۱۲ کیلومیترو پوري دی، د اسراییلو او مصر ترمنځ پرته ده. د غزې تړانګه د نړۍ له هغو سیمو څخه ده چي د مځکي په تناسب یې نفوس بې اندازې زیات دی او په همدغه وړه سیمه کي تقریباً ۲ میلیونه انسانان ژوند کوي. دا ۲ میلیونه انسانان ښايی د نړۍ له ترټولو بدبختو کسانو څخه وي چي د اسراییلو په څېر یوه وحشي او خونخور دښمن په غېږ کي ژوند کوي او له بهرنۍ نړۍ سره تقریباً هیڅ ډول اړیکي نه لري. له دې کوچني هیواد څخه، د اسراییلو له اجازې پرته، نه څوک وتلای او نه څوک ورته راتللای سي او یوازي د ملګرو ملتونو ادارې، د بشري مرستو په منظور تماس ورسره ساتي. د غزې تړانګه، له دغه امله ، په نړۍ کي د سرخلاصي زندان Open Air Prison په نوم مشهوره ده. د غزې تړانګه، که څه هم چي د مدیترانې په بحیره کي، آزادو اوبو ته لاره لري خو دا لاره یې د اسراییلو له خوا بنده ده. مصر، چي د غزې له تړانګي سره یو وړوکی سرحد لري، د دغي سیمي اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي چي یا د خواری غریبۍ لپاره هغه هیواد  ته ننوزي او یا د مصر له لاري کوم بلی هیواد ته ولاړ سي. د غزې د تړانکي په سلو کي ۴۶ کسان بېکاره دي او ځوانان یې ۷۰ فیصده بېکاره دي. د دې سیمي خلک، چي په دایمي محاصره کي ژوند کوي، تل د ملګرو ملتونو په مرستو چلیږي.

اسماعیل هنیة په ۲۰۰۶ کال کي د غزې په تړانګه کي د فلسطینیانو د حکومت صدراعظم سو او تر اوسه پوري پر همدغه مقام باندي پاته وو. اسماعیل هنیة د ۲۰۲۳ کال په پا کي، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د جنګ له پیل کېدلو سره قطر ته ولاړ او تر دې وروستیو شپو ورځو پوري په قطر کي اوسېدی.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس ډلي پر اسراییلو باندي هوايي، ځمکنی او سمندري حمله وکړه چي څو سوه تنه اسراییل یې ووژل او تقریباً ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. دا چي دا لویه حمله، چي د اسراییلو په تاریخ کي یې ساری نه درلودی، څرنګه وسوه او هدف یې څشي وو، دا به وروسته معلومیږي. خو اسراییلو د تېرکال د نومبر په میاشت کي پر غزه باندي له هري خوا حمله پیل کړه او د غزې د مظلومو انسانانو بشري ناورین تر اوسه پوري دوام لري. اسماعیل هنیة قطر ته ولاړ خو د روان کال په سر کي یې درې زامن او درې لمسیان د اسراییلو په عملیاتو کي ووژل سول. د اسراییلو د بې امانه حملو د پیل راهیسي تر اوسه پوري د غزې د تړانګي زیات وکم ۷۰ زره بې دفاع انسانان، چي تقریباً ۲۰ زره یې ماشومان دي وژل سوي دي، په لس هاوو زره معیوب سوي او په سل هاوو زره بې کوره سوي دي. غربي نړۍ دې بشري ناورین ته په غټو سترګو ګوري او د ټولو مشرانو یې دا یوه خبره ده چي اسراییل له ځان څخه د دفاع حق لري. یعني د مظلومو او بې دفاع ماشومانو، چي هیڅ خواته د تېښتي لاره نه لري، قتل عام مشروع عمل دی.

د ایران اسلامي حکومت ځکه دا عمل په سختو ټکو محکوم کړ او د اسماعیل هنیة لپاره یې درې ورځی رسمي ماتم اعلان کړ چي یو خو ایران، په څرګنده توګه، د حماس ملاتړی هیواد وو او بل داچي هنیة په تهران کي وژل سوی وو. د طالبانو حکومت او مشر یې مُلا هبت الله هم د اسماعیل هنیة د شخصيت او مبارزو ستاینه وکړه او د اسراییلو د حکومت دا وروستی عمل یې محکوم کړ.

په دې کي شک نسته چي اسراییل یو جنایتکار حکومت دی او له ۱۹۴۷ کال څخه تراوسه پوری یې له وینو تویولو او د مظلومانو له قتل عامونو څخه پرته بل کار نه دی کړی او څوک چي یې شاته ولاړ دي هغوی هم په دغو ټولو جنایاتو کي ورسره شریک دي. مګر پر اسراییلو باندي د حماس د ډلي د تېرکال د اکټوبر د اوومي عملیات باید وستایل سي او که وغندل سي؟ د حماس د ډلي هغو عملیاتو ټولي غربي نړۍ ته دا زمینه برابره کړه چي اسراییل یو مظلوم هیواد وبولي چي له ځان څخه د دفاع لپاره د حملې کولو او مظلومو او بې دفاع خلکو قتل عام مشروع عمل وبولي.

هر څوک چي کوم سیاسي او پوځي عمل کوي باید چي د خپل عمل ګټي او تاوانونه په نظر کي ونیسي. حماس په هغو غیر مسوولانه عملیاتو کي څه ترلاسه کړل؟ څو سوه تنه اسراییل یې، چي اکثریت یې ملکیان ول، ووژل او د اسراییلو نظام او حکومت ته یې، چي د فلسطین د خلکو دښمن دی، هیڅ ډول تاوان ونه رساوه. په عوض کي یې تقریباً ۱۰۰ زره کسان مړه او زخمیان سول او په سل هاوو زره یې بې کوره سول او قتل عام لا هم دوام لري. دا عمل نه په سیاسي او نظامي لحاظ عاقلانه وو او نه حتی د اسلام د دین په اساس روا کار وو. په قرآن شریف کي په دې باب صریح حکم موجود دی « و لا تُلقوا بیدک الی التهلکة » ځان په لوی لاس هلاکت ته مه ورکوه.

په دې کي شک نسته چي د غزې په تړانګه کي، چي سرخلاصی زندان وو، د ژوند کولو شرایط د زغملو نه وه. مګر نو د دې معنا دا ده چي سړی باید باقي پاته ژوندي انسانان، په لوی لاس، سره اور ته واچوي او د اسراییلي وحشیانو منګولو ته یې وسپاري؟ له دغو وژل سویو، معیوبو سویو او زیانمن سویو انسانانو سره چا سلا کړې وه؟ دا ټول اسلامي هیوادونه، چي په امریکا، کاناډا او اروپا کي په ټریلیونونو ډالره پانګي لري، په غټو سترګو ورته ګوري او هیڅ نه وايی. په داسي حال کي چي که یې هرڅه په وس پوره نه وي نو په بشپړه توګه بې وسه هم نه دي. نو د غزې مظلومانو څه ګناه کړې ده چي باید د اسراییلو د وحشت او د ایران د سیاست قرباني سي؟ زما په عقیده، په داسي حال کي چي اسراییل باید د یوه جنایتکار هیواد په حیث محکوم سي، د دې ترڅنګ باید اسماعیل هنیة او د حماس اسلامي ډله د ټولو شهیدو سویو مسلمانانو په قتل کي شریک او د ټولو معیوبو سویو او زیانمنو سویو مسلمانانو د کړاو مسوول وبلل سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.