د سحایاوو التهاب (Meningitis) او د هغه درملنه:
د سحایا تعریف:
سحایا د دماغ او شوکي نخاع څخه دباندي درې عدده پوښونه دي چي د انسان د سر د کوپړۍ په داخل او د ملا په تیر کي قرار لري، د سحایاوو دنده د صدمې او میکروب په مقابل کي د دماغ او شوکي نخاع ساتنه ده.
د التهاب تعريف:
هر کله چي د وجود په يوه برخه کي د ميکروب يا کومي بلي صدمې په واسطه پاړسوب، د حرارت او د ويني د جريان زياتوالى، درد او سوروالى پيدا شي د التهاب به نوم ياديږي.
په لاندي انځور کي د سحايا درې طبقې د سر او د غاړي په قسمتونو کي ليدل کيداي شي.
د سحایاوو پاړسوب يا التهاب (Meningitis) څه ته ویل کیږي؟
د سحایا د میکروبي کیدلو له کبله په شخص کي تبه، سر درد او د غاړي شخوالی رامنځته کیږي، همدارنګه ناروغ شخص د رڼا سره ډیر حساس وي.
په ناروغ کي د شکایتونو او نښې – نښانو څرګندیدل په هغه میکروبي عامل پوري اړه لري د meningitis سبب کیږي.
د سحایاوو ویروسي التهاب (Viral meningitis):
د سحایاوو التهاب ډېر وختونه د ویروس له کبله منځته راځي، چي یوه خپله ـ رغیدونکې ناروغي منځ راوړي او درملنې ته اړتیا نلري.
د سحایاوو ویروسي التهاب د باکتریایي التهاب په نسبت ډیر بېخطره او سلیم دی همدارنګه په ویروسي التهاب کي د دماغ يا مغزو التهاب هم ډېر لږ واقع کیږي.
د ناروغ شکایتونه او نښې ـ نښانې (کلنیکي څرګندونې)
د سحایاوو ویروسي التهاب ډېر وخت په ماشومانو او نوي ځوانانو کي رامنځته کیږي پداسي ډول چي ناروغ په اول کي د سر درد، تخریش او د غاړي شخوالى رامنځته کیږي.
په دې ناروغي کي د ناروغ د سر درد ډېر شدید وي او زوروره تبه لري.
د ناروغي تشخیص:
ناروغ ته باید Lumbar puncture اجرا شي ترڅو CSF معاینه شي، د ناروغ په CSF کي د Lymphocytes زیاتوالي لیدل کیږي خو د ګلوکوز (Glucose) او پروټین اندازه نورماله وي او یا کله کله يې د پروټین مقدار لوړ وي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چي ایا ناروغ تر Lumbar puncture څخه مخکي Antibiotics درمل اخستي دي او که نه؟
په دې ناروغي کي د سحایاوو د تخریش له کبله ځیني وختونه نوري نښانې هم لیدل کیږي لکه لاندي دوې نښاني:
لومړۍ نښه Kernig ‘s sign: کوم وخت چي د ورون مفصل قات (قبض) شي او غاړي ته پراخوالی ورکړل شي پدې وخت کي د Hamstring په عضله کي شخوالی پیدا کیږي. چي دغه علامې ته Kernig ‘s sign ویل کیږي.
دوهمه نښه Brudzinski ‘s sign: د ناروغ د غاړي منفعل (د بل کس په واسطه) قات کول د ورون او ځنګون د قاتیدلو سبب ګرزي.
درملنه:
د سحایاوو ویروسي التهاب ځانګړې درملنې ته اړتیا نلري، صرف ناروغ باید یو پاک او آرام ځاي ته انتقال او استراحت ورته ورکړل شي د څو ورځو په تیریدلو سره ناروغ پخپله ښه کیږي.
که چيري ناروغ ته د ځیني شکایتونو لکه تبي لپاره درمل ورکول شي نو کوم زیان نلري.
که څه هم د ناروغ په CSF کي Lymphatic pleocytosis موجود وي خو د تشویش خبره نده.
یادونه: ویروسي میننجایټس د ځینو نورو ویروسي ناروغیو لکه شری ، تور ژړی ، mumps ، Herps- Zoster له کبله د یو اختلاط په ډول هم پېښیدلای شي خو کومه ځانګړې درملنه نلري.
د سحایا باکتریایي التهاب (Bacterial meningitis):
زیاتره باکتریاوي د سحایاوو د التهاب سبب ګرزي، Bacterial meningitis ډیر وختونه د یوې باکتریایي ناروغي وروسته پېښیږي لکه د منځني غوږ میکروبي او التهابي کیدل ، د سر زخمي کيدل او میکروبي کیدل.
که څه هم نن سبا په نړۍ کي ډیر موثر ميکروب ضد درمل شتون لري خو بیا هم د سحایاوو د باکتریايي التهاب څخه د مرګ او معیوبیت کچه لوړه ده.
ځیني باکتریاوي چي د سحایاوو التهاب رامنځته کوي د انسان په لوړ تنفسي سیستم لکه (پزه، ستونی او تراخیا) کي په نورمال او بې ضرره ډول موجودي وي خو کله کله د نوموړى التهاب ور څخه رامنځته کیږي، ددې باکتریاوو ځیني نور ډولونه په هوا کي د کوچنیو ذراتو په شکل شتون لري چي د هوا څخه د انسان وجود ته داخلیږي.
په ګرم موسمونو او د انسانانو د نیژدې روابطو په وخت کي دا ناروغي ډیره خپریږي، پداسي ډول چي میکروبونه لومړي په پزه او ستوني (Nasopharynx) باندی یرغل کوي وروسته لدې میکروب د ویني جریان ته داخلیږي په پایله کي د سحایاوو التهاب منځته راځي.
د ناروغ شکایتونه او نښي – نښانې (کلنیکي څرګندونې):
د سر درد ، تبه ، ستړيا او غاړي شخوالي هغه شکایتونه او نښې دي معمولاً په ناروغ کي څرګندیږي.
د سحایا د التهاب په وخیمو حالاتو کي ناروغ د ژوري بېهوښۍ په حال کي وي وروسته لدې څخه په ناروغ کي د سترګو او لیدلو عصبي بې نظمۍ را څرګندیږي.
ددې ناروغۍ په زیاتو (70 سلنه) پېښو کي د ناروغ پر بدن باندي ګلابي رنګه خالونه یا په طبي اصطلاح Purpuric rash لیدل کیږي.
که چيري د پورته حالت تر څنګ د ناروغ په وینه کي د باکتریاوو اندازه او تخریبات ډیر شي پدې حالت کي د دماغ پاړسوب edema هم رامنځته کیږي.
هغه Meningitis چي د نیموکوکل (Pneumococcal) او Haemophillus میکروبونو په نتیجه کي منځته راغلی وي اکثره وختونه ناروغ سینه و بغل او د منځني غوږ التهاب هم لري چي دغه پېښه معمولاً په زاړه عمرونو کي او هغه خلکو کي چي شراب څښي لیدل کیږي.
د ناروغۍ تشخیص:
د سحایاوو د التهاب د تشخیص لپاره ناروغ ته Lumbar puncture اجرا کیږي ترڅو CSF معاینه شي. Lumbar puncture اجرا کول هغه ناروغانو ته ډیر اړین دی کوم چي ډېر د ستړیا احساس، د ميرګي په ډول حملې او د سترګو او لیدلو عصبي بې نظمۍ لري.
که چيري ډاکټر په دماغي ابسې باندي شکمن وي باید ناروغ ته د CT – Scan معاینات توصیه کړي ځکه د دماغي ابسې په وخت کي Lumbar puncture دا خطر لري چي Brain stem د سر د کوپړۍ پر قاعده باندي سقوط وکړي او د مرګ سبب شي.
د دماغي ابسي په حالت ناروغ ته د شکایت مطابق درملنه اجرا کیږي.
په Bacterial meningitis کي د ناروغ CSF معلق (د وریځ په شکل) وي چي علت یې د Neutrophils زیاتوالي وي، د پروټین مقدار یې لوړ او د ګلوکوز مقدار پکښي ټیټ وي.
همدارنګه که چيري ناروغ ته د ویني کلچر اجرا شي باکتریاوي به مثبتي وي.
په باکتریايي meningitis کي هم د Kernig ‘s sign او Brudzinski ‘s sign لیدل کیږي لکه څرنکه چی په ویروسي meningitis کي ذکر شول
د ناروغۍ درملنه:
که چيري په ناروغ باندي د سحایاوو باکتریایي التهاب (Bacterial meningitis) ګمان موجود وي نو سمدلاسه باید ورته Benzylpenicillin (Penicillin G) 2.4 gramد وریدي ذرق (IV) د لاري تطبیق شي، یوازي په هغه حالت کي نه تطبیقیږي کله چي ناروغ ورسره حساسیت ولري.
د پورته درمل تر تطبیق وروسته ناروغ باید په روغتون کي بستر شي.
د باکتریایي meningitis په درملنه کي د Corticosteroids درمل ډیر زیات اړين دي.
د meningitis درملنه د میکروبي عامل (باکتریا) د پیژندلو او نه پیژندلو له کبله په دوه ډوله ترتیب شوې ده چي هره درملنه په لاندي ډول ذکر شوې ده.
ناروغ او د هغه نښانې – نښانې انتخابي درمل او د تطبيق طريقه:
هغه ناروغان چي پر وجود باندي يې ګلابي رنګه خالونه (Purpuric rash) موجود وي Benzylpenicillin 2.4 g IV هر 6 ساعته وروسته توصيه کيږي.
هغه ناروغان چي پر وجود باندي ګلابي رنګه خالونه نلري. Cefotaxime 2 g IV هر 6 ساعته وروسته )يا(
Ceftriaxone 2 g IV هر 12 ساعته وروسته
هغه وخت چي د Penicillin په مقابل کي ميکروب مقاومت ګمان موجود وي: د پورته اولي يا دو همي درملني تر څنګ Vancomycin 1 g IV هر 12 ساعته وروسته (يا IV ( Rifampicin 600mg هر 12 ساعته وروسته توصيه کيږي.
هغه ناروغان چي عمر يې تر 50 کالو لوړ وي او معافيت يې ټيټ وي، يا د شکري ناروغي ولري او يا هم الکول څښونکي وي: د پورته اولي يا دوهمي درملني تر څنګ
Ampicillin 2 g IV هر 6 ساعته وروسته (يا) Co-trimoxazole 50mg/kg IV هر 12 ساعته وروسته توصيه کيږي.
هغه ناروغان چي د ميکروب ضد β-lactam درملو سره حساسيت ولري: Chloramphenicol 25 mg/kg IV هر 6 ساعته وروسته او Vancomycin 1 g IV هر 12 ساعته وروسته تطبيق کيږي.
د باکتریايي Meningitis په درملنه کي باید د Dexamethasone درمل تطبیق شي ځکه په درملنه کي ډیر ګټور تمامیږي او ناروغ د کوڼوالي د خطر څخه ژغوري او همدارنګه کله چي ځيني ناروغان د ميکروب ضد β-lactam درمل سره حساسيت ولري د هغوي د حساسيت په کمولو کي هم ډېر ګټور دي.
د درملني موده د ناروغي په ښه والي پوري اړه لري چي ډير وختونه د 10 څخه بيا تر 14 ورځو پوري درملنه دوام کوي.
د باکتریایي meningitis مخنیوي او وقایه:
که چيري په یو کس باندی شکمن شو چي د meningitis د ناروغۍ خوا ته روان دی پدې صورت کي باید د وقایې په منظور د لاندي درملو څخه ګټه واخلو:
ماشومانو ته د خولې د لاري Rifampicin توصیه کیږي چي د درمل اندازه او ډوز یې داسي ترتیب کوو.
هغه ماشومان چي عمر یې د 3 څخه تر 12 میاشتي وي د Rifampicin dose (5 mg/kg) دى، د ورځي دوه ځله د دوو ورځو لپاره.
هغه ماشومان چي تر یو کال لوړ عمر ولري د هغوي لپاره Rifampicin dose (10 mg/kg) دى د ورځي دوه ځله د دوو ورځو لپاره.
لویانو ته باید Rifampicin 600 mg د ورځي دوه ځله توصیه شي، او یا ددي پر ځای Tablet Ciprofloxacin 500 mg د یوه واحد ډوز يو ځل توصیه شي.
یادونه:
ګرانو لوستونکو د پورته طبي مطلب په ژباړلو کي مي هڅه کړې ده ترڅو ډیر ساده او عام فهمه پښتو لغاتونه وکاروم ترڅو ټولو لوستونکو ته د پوهیدلو وړ وي خو د پورته ناروغي د تشخیص په برخه کي ځیني طبي اصطلاحات شته چي هغه یوازي په ډاکتران پوري تعلق لري ځکه د ناروغۍ تشخيص او درملنه بايد ډاکټران وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.