عاشق د خاورې د ملت د ميرويس خان شهيد شو
پيرو د لار د خپلواکۍ د احمد خان شهيد شو
د پښتنو د بڼ بلبل “حضرت نعيم ګيله من”
+ستر مبارز د ستر نهضت د ستر امان شهيد شو
چې ېې درې رنګه بيرغ تل په ولو خپور ګرځاوه
نن د همدې بيرغ په ننګ “نامتو افغان” شهيد شو
په ډېر تعظيم ېې ښکلوم د مور او پلار لاسونه
د يتيمانو ماشومانو ستر پلار جان شهيد شو
انسانان څه چې د اسمان ستوري په وير ګډ شوي
د لوی افغان په وياړ شهيد لوی قهرمان شهيد شو
د بشريت د حق غوښتونکي سر په لاس ګرځاوه
په ډال ټټر په افغان پت د خوشحال خان شهيد شو
چې ويښول ېې پښتانه تل د “غيرت” په چېغو
“انقلابي اواز” د لوی وزيرستان شهيد شو
چې ګرځېده ېې په رګونو کې افغانه وينه
له لوی ارمان سره د “لوی افغانستان” شهيد شو
چې وصيت ېې و کفن رنګين بيرغ د افغان
نن هماغه “افغان زلمی” “مرد ميدان” شهيد شو
لکه ښی لاس د پښتانه مشر “منظور پشتين”
نغمه سرا د دې پېړۍ د دې جهان شهيد شو
خدای دې نصيب کړي هر جنت د “ګيله من” مرحوم
بل به پيدا شي او که نه؟ نن داسې ځوان شهيد شو
جلاد انسان بل انسان وژني په پلمو متينه!
په بې رحمۍ هغه د هر چا خوږ جانان شهيد شو
— جولای – ۱۰ – ۲۰۲۴، منټيکا – کليفورنيا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.