غزل

کامله عزیزي

127

په نیمه لاره کومې خواته همسفره لاړې
ستن د طبیب وې خو په زخم کې ژوره لاړې

په لوپټه پسې دي نه رسېدل تور لاسونه
ته څومره بره شوې چې لاندې له کمره لاړې

د سبا سترګه دي جهان ته دروغجنه کړله
بېرته د غرو تر شا فنا شوې ترېنه لمره لاړې

په بده ورځ که له وطنه مخ بل خوا اړوې
نو د څاروي غوندي کرار زړه له محشره لاړې

پر عقابي سترګو میینې، پښتنې شوې ښايي
سپینې کوترې نن د هر چنار له سره لاړې

د آینو وطن دي څنګه را ذره ذره کړ
په پټو سترګو یې پر خوا لکه ډبره لاړې

خوشحاله هی! اوس پښتانه د هر اتل په مزار
وایي همدا چې ته خو ښۀ شوې بختوره، لاړې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.