لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.
دغه ځوان عبدالقدیر پاڅون نومېږي او د ګرشک ولسوالۍ د ترمې سیمې د ۷۰ نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته یې په خپل کور کې ټولګي جوړ کړي او تر درېیم ټولګي پورې وړیا زدهکړې په کې ورکوي.
هغه وايي، یاد شمېر ماشومانو ته د دوو ښوونکو له لوري تدریس کېږي چې ټول لګښت یې ده پر غاړه اخیستی خو اوس د قرطاسیې او ټولګيو له کمښت سره مخ دی.
پاڅون وایي: «زموږ دوه کاله کېږي چې دا وړیا ښوونځی مې فعال کړی، تر درېیم ټولګي درې سوه زدهکوونکي راځي، دوه استادان ورته درس ورکوي، په بېلابېلو وختونو کې راځي، په دې کې ۷۰ تنه یې نجونې دي، دغه کلي کې ۸۰ کورنۍ ژوند کوي خو له پېړیو راهیسي دلته هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.»
پاڅون وايي، هڅو یې ښه پایله ورکړې او هغه ماشومان چې پخوا به د کلي په کوڅو کې اوزګار ګرځېدل، اوس په بشپړه توګه لیک او لوست کولی شي.
نوموړی له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې د کتابونو او قرطاسیې ترڅنګ ورسره د ټولګیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.
ورته مهال، هغه ماشومان چې په دغو ټولګیو کې په زدهکړو بوخت دي، خوښي ښيي او د مرستو غوښتنه کوي.
یو زدهکوونکی عزتالله وایي: «زموږ د ښوونځي درسي بهیر سم دی خو لویه ستونزه د اتاقونو نشتوالی دی، په اوړي کې له ګرمې هوا زدهکړې نه شو کولای او ژمې کې د سړې هوا څخه.»
دغه راز، د زیحې په نوم یوه زدهکوونکې وايي: «دلته د درس لپاره راځم، غواړم ډاکټره او یا معلمه شم، موږ له دولته د کتابونو او قرطاسیه غوښتنه کوو.»
بلخوا، د دغه ولایت د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وویل، اسلاميامارت تل هڅه کړې چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې هېوادوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
ریاض زیاته کړه: «ولایت مقام او هغه ادارې چې د پوهني برخه کې فعالیت کوي، د هغوی په مرسته دغسې ځوانانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی سره به د امکاناتو په پیدا کولو کې مرسته کوو او ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.»
هلمند د هېواد په سوېل کې پروت هغه ولایت دی چې د یو شمېر ولسوالیو خلک یې لا هم د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو، لکه ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، برېښنا، مخابراتي خدمات او سړکونو محروم دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.