د عکس سرچینه،ACB
- بي بي سي، لندن
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې نن (یکشنبه، اګست څلورمه) د نهم پړاو شپږیزه لیګ کرېکټ سیالیو لپاره د ټولو لوبډلو نوملړونه اعلان کړل چې پکې یې د مشهورو افغان لوبغاړو د ګډون یادونه هم کړې.
دا لیګ د یوه کال په ځنډ د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه نېټه کابل کې پېلېږي.
په دې کورنیو سیالیو کې لوبډلې په پنځو زونونو وېشل شوې او د کورنیو نویو ځوانانو تر څنګ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم د لوبډلو د ترکیب برخه ده.
کرېکټ بورډ ویلي، “د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان به د سپین غر زمریانو او د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي به د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري کوي.”
کابو پنځه کاله کېږي چې راشد خان د افغانستان کورنیو سیالیو کې ګډون نه دی کړی او اوس یې دغو سیالیو کې ګډون ته د ډېرو پام اوښتی دی.
دی چې ډېر وخت په نړیوال کرېکټ او سوداګریزو لیګونو بوخت دی له څلور کلن ځنډ وروسته تېره مۍ میاشت کې افغانستان ته ستون شوی و. راشد خان هغه مهال ویلي و “ګران وطن ته زما تګ زما په زړه او ذهن کې نوې انرژي پیدا کړه.”
نهم پړاو شپږیزه لیګ کې کوم لوبغاړي لوبېږي؟
په شل اوریزه بڼه تر سره کېدونکو دغو سیالیو کې په عمومي ډول د افغانستان د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي د ملي لوبډلې له مشهورو لوبغاړو سره یو ځای لوبېږي.
تېرو کالو کې دغو سیالیو ته لوبغاړي د بولیو له لارې هم اخېستل شوي، خو سږ کال د افغانستان غوراوي کمیټې لوبغاړي به بېلابېلو لوبډلو وېشلي دي.
د راشد خان او حشمت الله شهیدي تر څنګ ابراهیم ځدراڼ د ميس عینک اتلانو، رحمت شاه د بوست ساتونکو او عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ټاکل شوي دي او د هرې لوبډلې په جوړښټ کې څو نوي لوبغاړي ښکاري.
کرېکټ بورډ محمد نبي، رحمان الله ګوربز، نوین الحق، فضل حق فاروقي او یو شمېر نور لوبغاړي هم چې دا مهال په سوداګریزو لیګونو کې دي، دې سیالو ته غوره کړي دي.
ویل کېږی دوی به ډېر ژر کابل ته ستانه شي.
د تېرو پړاونو شبږیزې لیګ سیالیو کې ځینې بهرني لوبغاړي هم غوره شوي وو، خو په کمسارې بڼه دا ځل پکې هیڅ بهرنی لوبغاړی نشته.
د دې تر څنګ یو شمېر نور افغان لوبغاړي چې ځینې وخت په کورنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي هم له پامه غورځول شوې دي.
وفادار مومند، افتاب عالم، عبدالله عادل، شوکت زمان، بهار علي او یو شمېر نور لوبغاړي شته چې په شل اوریزو سیالیو کې کومې لوبډلې ته نه دي غوره شوې او نه یې هم کرېکټ بورډ په اړه څه ویلي.
د شپږیزې کرېکټ لیګ اهمیت
شپږیزه لیګ په شل اوریزه بڼه د افغانستان د کورني کرېکټ تر ټولو مشهورې سیالۍ دي چې نږدې هر کال اوړی کابل کې کېږي.
د ۲۰۲۴م کال د کرېکټ دا میله د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه پیلېږي او په پام کې ده چې هره ورځ دوه لوبې وشي.
د سیالیو پایلوبه به د اګست پر ۲۵مه د یکشنبې پر ورځ وي.
سږ دا سیالۍ د یوه کال په ځنډ تر سره کېږي، ۲۰۲۳م کال کې شپږیزه سیالۍ نه وې شوې او ۲۰۲۲م کال کې یې بیا اتلولي سپین غر پړانګانو ګټلې وه.
هغه مهال دغو سیالیو کې اتو لوبډلو د اتلولۍ لپاره سیالي کوله خو سږ کال د لوبډلو شمېر پنځو ته ښکته شوی.
دا نویو لوبغاړو ته د افغان مشهورو او نوموتو لوبغاړو له خوا د تجربو د لېږد تر ټولو ښه فرصت یادېږي.
شپږیزه لیګ داسې مهال کېږی چې افغانستان کرېکټ بورډ تېره میاشت د غازي امان الله خان لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ او له هغې مخکې د قوشتیپې شل اوریزه جام کورنۍ سیالۍ هم ترسره کړې.
د افغانستان د ملي لوبډلې ځینې اوسني لوبغاړي ډېرو نویو زلمو ته الګو ده او د کرېکټ مینه وال هم لېوال دي چې خپل نړیوال ستوري له نږدې وګوري.
یادو سیالیو ته د ملي لوبډلې غوره شوي لوبغاړي په تېر شل اوریز نړیوال جام کې له ډېر ښه ځلېدو وروسته کابل ته ګرځي، دوی د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربتوب دغه شل اوریز جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېدل او په لومړي ځل یې نیوزیلنډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.