بسم الله الرحمن الرحیم
لړلیک
سریزه ……………………………………………………………………………….۱
د هالیډي لنډه پیژندنه ………………………………………………………………..۲
د ژبې درې سطحې …………………………………………………………………..۲
۱ ــ غږ او لیک ……………………………………………………………………….۲
۲ ــ بڼه ………………………………………………………………………………..۳
۳ ــ اوب یا قرینه ……………………………………………………………………..۳
د هالیډي د تلو او ډلبندۍ تیوري ………………………………………………………۴
د ژبې څلور ډلبندۍ …………………………………………………………………..۵
۱ ــ یوون …………………………………………………………………………….۵
۲ ــ رغښت ………………………………………………………………………….۵
۳ ــ پاړکي ……………………………………………………………………………۵
۴ ــ سیستم ……………………………………………………………………………۶
درې تلې ……………………………………………………………………………..۶
۱ ــ سلسسله مراتب تله ………………………………………………………………۶
۲ ــ د ښکارند تله …………………………………………………………………….۷
۳ ــ د شنني تله ……………………………………………………………………….۷
پایله ………………………………………………………………………………….۸
ماخذونه ……………………………………………………………………………..۹
سریزه
په دې مقاله کې د مایکل هالیډي پیژندنه د هغه د زده کړي په اړه او د ژبپوهنې به ډګر کې دهالیډې نظریاتو په اړه چې د ژبپوهنې په برخه کې یې وړاندې کړي دي او یو لوی تحول یې رامنځته کړي او ډېری لیکوالانو او ژبپوهانو د هغه پر تیورۍ کتابونه لیکلي لازمي او دقیقي څرګندونې او معلومات مې راغونډ او وړاندې کړي دي. د ژبې د مطالعي او څیړنې لپاره چې کومې درې سطحې نوموړي ټاکلي دي؛ چې هغه: (غږ او لیک)، (بڼه) او (اوب یا قرینه) ده تشریح سوي دي او همدارنګه د هالیډي څلور ډلبندۍ: یوون، رغښت، پاړکی او سیستم او درې تلې یې: د سلسله مراتب تله، د ښکارند تله، او د شننې تله؛ چې دا دواړه ډلبندۍ او تلې نوموړي د ژبې په درو سطحو کې څیړلي دي په دې مقاله کې واضیح سوي دي. په ژبپوهنه کې د مایکل هالیډي او د هغه د میرمنې رقیه حسن د ګډ کار چې د متني ژبپوهنې په بڼه چاپ شوی دی، چې ژبه، اوب او متن نومیږي او یوه لویه کارنامه ګڼل کیږي یادونه سوي ده. هالیډي د لندن مکتب پیرو او د فرث غوندې ژبپوه او لوی عالم د مشورو او د هغه د تیوریو تر اغیز او تاثیر لاندې حرکت کوي، نوموړي د ژبپوهنې او ګرامر په برخه کې مهم نظریات وړاندي کړي، چې ژبپوهنیز نظریاتو ته یې چارواله ژبپوهنه او ګرامر ته یې سستمیک ګرامر وایې. هالیډي د ژبې ټول واحدونه د مانا لپاره وسیله او ژبه د مانا په خدمت کې بولي او مانا اساس ګڼي؛ خو ګرامر هم بې اهمیته نه بولي. دی د نوام چامسکي خلاف ژبه د تجربې پر اساس څیړي او د لانګ پر ځای پارول (فعالیت) ته اهمیت ورکوي.
د هالیډي لنډه پیژندنه
د شلمې پیړۍ د ژبپوهنې په مکتبونو کې یو مهم مکتب د لندن دی، چې د فرث غوندې مشهور ژبپوه پکې تېر شوی دی. د دي یو مهم غړی مایکل هالیډی دی، د هالیډي مکمل نوم مایکل الګزاندرکرګووډ هالیدی چې په ام، اي، کي او مایکل هلیډي مشهور وو. چې ژبپوهنیزې نظریې ته یې چارواله او ګرامر ته یې سیسټمیک ګرامر وایې.
هاليډی په (۱۹۲۵م) کې په انګلستان کې زوکړی او په (۱۹۱۸م) کې په اپریل کې مړ دی. د ده د مور او پلار مخه له ژبپوهنې سره وه او دی په همداسي یوه ژبپوهنیز چاپریال کې رالوی شو. له میرمن رقیه حسن سره یې واده وکړ او نوموړې د ژبپوهنې استاده وه او د ژببوهنې په برخه کې د دواړو ګډ کار او زیار دستایلو دی.
هالیډی په خپله خوښه د بهرنیو ژبو زده کړې په کورس کې چینایې ژبه زده کړه، چې تر اتلسو میاشتو زده کړې وروسته له یوه چینایې استخباراتي ډلګۍ سره هند ته واستول شو. په (۱۹۴۵م) کال کې بیرته لندن ته راغی او له لندن پوهنتون څخه یې په معاصره چینایې ژبه او ادبیاتو کې لیسانس واخیست. بیا درې کاله په چین کې و، چې هلته یې په پیکنګ پوهنتون کې زده کړې وکړي او بیا یې د فرث په لارښونه په کیمبرج پوهنتون کې په چینایې ژبو کې دوکتورا ترلاسه کړه. په دې ډول پر هالیډی د فرث اغیز وشو.
هالیډی او میرمنې یې د ژبپوهنې په برخه کې ډېر کارونه کړي. د دوی ګډ کار د متني ژبپوهنې په بڼه چاپ شوی دی، چې ژبه، اوب او متن نومیږي او په بارسي کې د مجتبی منشی زاده او طاهره ایشانی ژباړلی دی.
هالیډی د چامسکی پر خلاف تجربه پال دی، چې ژبه په عمل کې مطالعه کوي او د لانګ پر ځای پارول (فعالیت) یا وینا چې د فیزیکي بڼه د ژبې کارونه ده. ته اهمیت ورکوي.
آروییونه: چارواله، سیسټمیک، هالیډی، ژبنۍ سطحې، ډلبندۍ، تلې، د موقعیت قرینه، فرهنګي قرینه.
۱ ــ د ژبې درې سطحې:
د نوموړي په اند ژبه یو داسې سیستم دی، چې درې سطحې، څلور ډلبندۍ او درې تلې لري. په دې سیستم کې دننه بېلابېل ژبنې توکي لکه کلمې، ګرامر، قرینه او مانا خپلې خپلې دندې یا چارې تر سروي.
۱ ــ د ژبې درې سطحې له (غږ او لیک) څخه پیلیږي. د ژبې بنسټ له فزیکي پلوه په غږ کې دی. لومړنۍ ماده د ژبې غږ ده. په طبیعت کې هر ډول غږونه شته؛ خو په ژبه کې چې کوم غږونه کاریږي، هغه مانیز توکي جوړوی او ژبنې غږونه بلل کیږي. همدا ډول د ژبې توري د موسیقۍ له لیکني سیستم سره توپیر لري.
ژبنې غږونه د ژبې په نظام کې دننه دي. هالیډی د غږونو درواخله تر متن پورې ټول په مانا کې ښکیل ګڼي. د نوموړي په اند د ژبې موخه د مانا لیږد دی. ژبني غږونه، وییونه، ګرامر او متن د دې مانا د لیږد په خدمت کې دي. له دي نه معلومیږي، چې د هالیډی په تیوري کې مانا په اساس کې ده؛ خو ګرامري جوړښتونه هم بې اهمیته نه دي.
۲ ــ د ژبې دویمه سطحه (بڼه) پر ژبنیو غږونو سربېره کلمې رانغاړی. غږونه سره یوځای کیږي او کلمې جوړوي او کلمې د ګرامري آرونو له مخې په یوه رغښت پېیل کیږي او جملې جوړوي. دا درېواړه برخې په ژبه کې دننه دي.
۳ ــ اوب (سیاق) یا قرینه: د ژبې بله دروني برخه اوب (سیاق) دی. هالیډی قرینه په دوو برخو وېشې، چې یوه برخه یې د ژبې دننه ده، چې د متن له داخلي انسجام سره تړاو لري او د کلمو اوجملو له خپل منځي اړیکو پیدا کیږي، چې سیاق ورته وایې او بله یې له ژبې بهر په فیزیکي نړۍ پورې تړلي؛ خو په ژبني نظام کې دننه ده، چې هغې ته قرینه وایې او په دوو لویو برخو ویشل کیږي، چې یوه یې د موقعیت قرینه او بله یې فرهنګي قرینه ده. د موقعیت قرینه هغه ځای دی؛ چې مکالمه پکې ترسره کیږي او جمله یوه شي ته اشاره یا ارجاع کوي، لکه مسجد، ټولګی، لار او … او فرهنګې قرینه د یوي ژبنۍ ټولنې باورونه، ایډیالوژۍ، اندونه او نور رانغاړي(حمیدزی۱۳۱، ۱۳۹۶)
څرنګه چې ژبه یوه ټولنیزه فرهنګې پدیده ده؛ نو د کلمو، جملو او وینا پر مانا هله ښه پوهېدای شو، چې داړوندې ټولنې پر فرهنګ پوه اوسو. یا به داسې ووایو، چې فرهنګې قرینه راسره پر ژبه په پوهېدو کې مرسته کوي.
د ژبې سطحې په لاندې جدول کې ښه لیدلای شو:
له ژبې بهر خو په ژبې پورې اړوند | ژبه | له ژبې بهر خو په ژبې پورې اړوند | ||
بنسټي توکي | بڼه | موقعیت | ||
غږیز | غږپوهه | ګرامر
وییونه |
قرینه | (فیزیکي) چاپېریال |
لیکنی | لکدود |
۱ ــ جدول: د بنسټي توکیو او د بهرنۍ نړۍ د اړیکو جال (حمید زی، ۱۳۹۶، ۱۵)
۱ــ تر هالیډی مخکنیو ژبپوهانو چې په مانا بحث کړی، پر فونیمونو یې کله سترګې پټې کړي او کله یې هغومره اهمیت نه دی ورکړی؛ خو د هالیډی په فکر فونیمونه د مانیزو توکیو په مانیز توپیر کې نقش لوبوي؛ مثلا په لاندې بېلګو کې.
۱ ــ پر، بر
۲ ــ سر، زر
کې وروستی غږ ګډ او لومړنی غږ توپیر لري. د پ، ب، س او ز نسبي ورته والیو دا کلمې وبلې بېلې کړي دي. د دي غږونو توپير پر درو اصلو ولاړ دی: وتوځی، غږډول، غږن ناغږن. پ او ب شونډیز غږونه دي، س او ز تالوییز، لومړني دوه د ډوله له مخې تم او وروستي دوه مښلي دي او په پای کې دا چې د س په ګډون لومړني دوه ناغږن او وروستی ز غږه ده. دا درې ځانګړنې که نه وای، دا بېلابېلې کلمې نه رامنځته کیدي.
همدا راز دویمي فونیمونه د مانا په بدلون کې مستقیم لاس لري او خج، زیروبمي، بیلتون، پیوستون او آهنګ خلاف د جملو ماناوې بدلوي.(حمید زی، ۲۶، ۱۳۹۶)
د هالیډی د تلې او ډلبندۍ نظریه
دا د ښاغلې پوهنوال راحله حمیدزۍ د دوکتورا د ډیزرتیشن لنډیز دی. د هالیډی نظریه یې په لومړی کې د (نوي فرثي ژبپوهنې) په نامه یاده کړه؛ خو وروسته یې د ( تلې او ډلبندۍ ) په نامه. دا وروستی نوم د هغو اوو توکیو ټولګي ته وایې، چې درې تلي او څلور ډلبندۍ نومیږي؛ خو اوس هالیډی خپلي ژبپوهنې ته رغنیزه ژبپوهنه وایې؛ ځکه چې د دي نظریې پر بنسټ د هري ژبې ګرامر له ډېرو ظریفو نظامونو جوړ دی، چې د یوې ژبې ویناوال پکې انتخاب کوي. په دې کې ځینې نظامونه په یو بل پسې پر له پسې او ځینې هم مهاله راځي. ویناوال د دې نظامونو تر منځ ګرځي او وینا کوي. همدا راز اوریدونکی هم باید تری تیر شي، چې پر اوریدلې خبره پوه شي.
هالیډی د (۱۹۶۱)ز کال په ډلبندۍ او تله کې یوازې د ژبې پر برسیر رغښت غږیږي؛ خو وروسته یې د ژبې برسیر رغښت او ژور رغښت دواړو ته پام وکړ. (ښکلی، د۱۴۰۱: ۱۰۱)
د دې نظریې پر بنسټ، د ژبې رغښت د تلو او ډلبندیو له اوډون جوړ دی، چې په بېلابېلو کې خپله دنده تر سروي. هالیډی د ژبې رغښت ته د تلو او ډلبندیو د ټولګې په سترګه ګوري او د درو پوړونو، طبقو (سطحو)، څلورو ډلبندیو او درې تلو تر منځ توپیر کوي. لومړی به یې یوه کلي مطالعه وکړو.
۲ ــ ډلبندۍ:
په ژبه کې څلور ډلبندۍ دي: یوون، رغښت، پاړکی او سیستم
۱ ــ د ژبنیو توکیو ټولګې ته وایې. غږونه سره یو خای کیږي، مورفیم جوړوي، د مورفیمونو له ټولګې څخه کلمه او د کلمو له ټولګې څخه عبارت او د عبارتونو له ټولګې څخه فقره او له فقرو څخه جمله.په دې توګه جمله له پنځو یونونو (واحدونو) جوړه ده.غږ پخپله یوستوی توک دی، چې له نورو غږونو سره یو ځای د مورفیم په کج یوون جوړوي.
دا پنځه یوونونه له یو بل سره د خواناستۍ په محور کې خوا پر خوا وقع کیږي او په لویه کې جمله رغوي.په لوی واحد کې د ووړ هغه وضعیت ته مرتبه او له لوی نه ووړ او له ووړ نه لوی واحد ته د واحدونو ترتیب ته سلسله مراتب وایې.
۲ ــ رغښت:
د خواناستۍ په محور کې د پاسنیو پنځو واحدونو رغښت ته وایې. رغښت موږ د دې جوګه کوي، چې د یوه یوون دننه غړې توجیه کړو (زیار، ۱۳۹۶ ،۱۲۵)او د پیوستون امکان یې برابر کړو.
مثال: بڼوال د دې لپاره د بڼ پالنه کوي، چې ښه حاصل ترلاسه کړي.
دا جمله له دوو فقرو جوړه ده: بڼوال د دې لپاره دبڼ پالنه کوي/ چې ښه حاصل ترلاسه کړي
غونډونه (عبارتونه): د دې لپاره، د بڼ پالنه، ښه حاصل، ترلاسه کړي.
کلمې: دې، بڼوال، کوي
مورفیمونه: چې
یوون او رغښت د خواناستۍ په محور کې راځي، ځکه چې د بېلابېلو ژبنیو توکیو پر افقي ترتیب بحث کوي؛ خو ورپسې دوه ډلبندۍ د ژبنیو یوونونو پر عمودي پیوستون بحث کوي.
۳ ــ پاړکي(طبقه):
په یوه طبقه کې د یوه لاندیني یوون وضعیت ته وایې. دا پوړ راته وایې، چې د یوه یوون ځای په پاسنې پوړ کې په کوم ځای کې دی. مثلا: نوموال غونډ په فقره کې په اېښي او کړوال هغه په ایښونې کې راځي. (زیار، ۱۳۹۶، ۱۲۹)
مثال: د پښتو ادب تاریخ ولیکل شو.
دا فقره له دوو عبارتونو جوړه ده، چې (د پښتو ادب تاریخ) نوموال او (ولیکل شو) کړوال غونډ دی. دا دواړه غونډونه د لاندې طبقې واحدونه دي، چې په پاسنې پاړکي کې نوموال هغه په اېښي او کړوال پر خپل ځای په اېښوني کې راغلی دی.
۴ ــ سیستم:
په پاړکي کې دننه د بېلابېلو غوراویو شونتیا ته وایې؛ لکه: د شخص، جنس، عدد او مهال سیستم، چې ویناوال پکې یو انتخابوي. د یوه انتخاب د بل مخه نیسي، له منفي لارې هم پیژندل کیږي او که تازه انتخاب رامنځته شي، په رغښت د نورو امکاناتو مانا ونجوي(زیار،۱۳۶، ۱۲۱)
که په فقره یا جمله کې فعل یوازې د یوه شخص، عدد، جنس او مهال لپارهګردانیداي شي. د دي مطلب دا دی، چې په یوه وخت دوه یا درې شخصه، یوګړی او ډېر ګړی، نرینه او ښځېنه او اوس او تیرمهال نشي راتلای، بلکې دا یو بل نفي کوي.
تلې
د یوې جملې د شننې لپاره درې تلې دي: د سلسله مراتب تله، د ښکارند تله، د شننې تله.
۱ ــ سلسله مراتب:
له پاس خوا نه له لوی واحد سره د کوشني او له لاندې خوا نه له کوشني هغه سره د لوی اړیکو ته وایې. واحدونه له لاندې د لویو واحدونو په لور ځي؛ لکه: مورفیم، کلمه، عبارت، فقره او جمله له پاس نه د کوشنیو واحدونو په لور ځي؛ لکه: جمله، فقره، عبارت، کلمه او مورفیم.
مثال: احمد چې تل یې درس وایه، د خپلې خوښې څانګې ته بریالی شو.
احمد چې تل یې درس وایه (فقره)
د خپلې خوښې څانګې ته بریالی شو (فقره)
تل یې، درس وایه، د خپلې خوښې، څانګې ته، بریالی شو (عبارتونه)
احمد، تل، درس، وایه، د خپلې، خوښې، څانګې، بریالی، شو (کلمې)
چې، یې، ته (مورفیمونه)
د ښکارند تله:
په پاسني پاړکي (طبقه) کې له لاندیني پاړکي استازی او ښکارند وي؛ لکه فعلي خاتمه (ام) په لولم کې د پیژندګر په توګه د لولم یو رغنده توک دی.
ومې لید(و) د مطلقیت ښکارند دی.
د شننې تله:
په ظرافت سره د یوې ژبنۍ ټوټې شننه ده، چې دا شننه په لاندینیو طبقو کې ډېر توپیرونه جوتوي او موږ ته معلومات کیوي، چې په یوه جمله کې څومره جزیات موجود دي؛ بېلګه:
بزګر خوسکی حلال کړ؛ دا دوه مفاهیم په لاندې ډول تحلیلیږي.
الف: بزګر؛ (ګر) فاعلي روستاړی.
خوسکی: د (کې) تصغیر. یعني تر خوسي وړوکی دی.
پایله
مایکل هالیډي په یوه داسې کورنۍ کې را لوی سوی و، چې د هغوی موخه ژبپوهنه وه. په ژبپوهنه کې د مایکل هالیډي او د هغه د میرمنې رقیه حسن ګډ کار یوه لویه کارنامه ده. هالیډي د لندن مکتب پیرو او د فرث غوندې ژبپوه د مشورو او د هغه د تیوریو تر اغیز او تاثیر لاندې حرکت کوي، نوموړي د ژبپوهنې او ګرامر په برخه کې مهم نظریات وړاندي کړي، چې ژبپوهنیز نظریاتو ته یې چارواله ژبپوهنه او ګرامر ته یې سستمیک ګرامر وایې. هالیډي د ژبې ټول واحدونه د مانا لپاره وسیله او ژبه د مانا په خدمت کې بولي او مانا اساس ګڼي؛ خو ګرامر هم بې اهمیته نه بولي. دی د نوام چامسکي خلاف ژبه د تجربې پر اساس څیړي او د لانګ پر ځای پارول (فعالیت) ته اهمیت ورکوي. هالیډي د ژبې لپاره درې سطحې، څلور ډلبندۍ او درې تلې ټاکې چې دا څلور ډلبندۍ او درې تلې د ژبې په درو سطحو کې مطالعه او څیړي. د ژبې درې سطحې: غږ او لیک، بڼه او اوب یا قرینه ده. څلور ډلبندۍ یې: یوون، رغښت، پاړکی او سیستم او درې تلې یې: د سلسله مراتب تله، د ښکارند تله، او د شننې تله ده.
ماخذونه
۱ ــ ښکلی، اجمل. (۱۴۰۱)، د ژبپوهنې نظریې، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۲ ــ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۹)، د وینا ژبپوهنه، کابل دانش خپرندویه ټولنه.
۳ ــ حقمل، نورالله، (۱۴۰۲)، د ژبپوهنې کې د ډلبندۍ نظریه، کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۴ ــ حمیدزی، راحله. (۱۴۰۲)، نظریه های زبان شناسی، کابل: انتشارات سمون.
۵ ــ حمیدزی، راحله. (۱۳۹۸)، ګذار از مقوله ومیزان دستور نقش ګرای نظامند هالیدی، کابل: نشر کابلستان.
۶ ــ صاحب ارغند، ذبیح الله. (۱۳۹۶)، مانا پوهنه، بکتوس خپرندویه ټولنه.
۷ ــ زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۶)، پښتو مانا پوهنه، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۸ ــ پالمر، فرانکر، (ترجمه کورش صفوی) نګاهی تازه به معنی شناسی، چاب هفتم، نشر مرکز.
کال: ۱۴۰۳
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.