«شلفتیو» ته یو سفر
په نړۍ کې د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ
«شلفتیو» د سویدن په شمال د پلازمینې ستاکلهم په ۷۷۲ کیلومترۍ کې پروت د «ویستر بوتن» ولایت اړوند یوه مرکزي سیمه ده چې ۲۱۷۴ کیلومتر مربع مساحت لري. «شلفتیو» د سرو زرو، مسوو، سپینو زرو، سرب او زینگ د کانونو په لرلو سره د دې هیواد شتمنه سیمه بلل کېـږي؛ دلته د برېښنا د تولید بندونه او گڼ ځنگلونه موجود دي. «نورت لایت» یا قطبي شفق چې د شمال شفق یې هم بولي د آسمان په څنډو کې هغه رنگه او خوځنده رڼاوې دي چې د کال په ځانگړو وختونو کې، د شلفتیو په ځینو برخو کې د لیدو وړ وي. د «نورت ولت» په نامه د اروپا په کچه د برقي موټرو د بطریو د تولید تر ټولو لویه فابریکه هم دلته جوړه شوې ده.
د نړۍ په کچه د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ چې شل پوړه او اتیا متره لوړوالی لري، په شلفتیو کې موقعیت لري. د معمارۍ د فن به حساب دا ودانۍ ځکه ځانگړې ده چې په جوړښت کې یې د سمنټو پرځای، له لرگیو څخه کار اخیستل شوی دی. د دې ودانۍ د جوړولو لپاره ۱۲۲۰۰ متر مکعبه لرگي کارول شویدي چې په خپله د شلفتیو له شاوخوا ځنگلونو څخه راټول شوي دي؛ د دې ودانۍ انجینران وايي:
– د لرگیو یو ښه والی دا دی چې د ودانۍ دننه هوا د یوې کانکریټي ودانۍ په پرتله ډیره ښه ساتي او هغه ځکه چې لرگی له باندني اقلیم سره په تعامل د رطوبت د جذب او لوري بدلولو کې تر سمنټو اغیزمن وي؛ شلېفتو ډېره سړه سیمه ده چې ژمي یې اوږده او اکثرآ په سپینو واورو پوښل شوې وي.
د ودانۍ دننه د «سارا» په نوم کلتوري مرکز فعالیت لري. دې مرکز کې د تیاتر شپـږ صحنې، عامه کتابتون، دوه هنري گالري، د کنفرانس لویه خونه، رستورانتونه او یو هوټل چې ۲۰۵ کوټې لري، ډیزاین او جوړ شوېدي. د وداني باندنۍ برخه په المونیم او ښېښو پوښل شوې ده او په خپله لرگي یې له داسې پړاونو څخه تېر شوي دي چې د تودوخي په وړاندې مقاومت لري او په اسانۍ نه سوځي. د ودانۍ له وروستي پوړ څخه د شلفتیو د شاوخوا سیمو ننداره په زړه پورې ده.
د شلفتیو د وگړو شمېر د ۲۰۲۲م کال د سرشیمرنې په اساس ۷۴۴۰۲ تنه ښودل شوی دی. د دې سیمې اوړي کم ساري دي چې له همدې کبله یې تفریح ځایونو ته د نړۍ له گوټ، گوټ څخه خلک ورمات وي. ځايي خلک یې له آب هوا سره عادت دي، خو کډوال پکې د ژمي له سړې هوا او د واورو له ډیر ورښت څخه چندان ښه زړه نه لري. په دې سیمه کې په لوی شمېر افغان کډوال مېشت دي. که څه هم شلفتیو د سویدن د نورو ښارونو په څېر لوی مارکیټونه لري خو ځینې خلک د شیدو او لبنیاتو اړتیاوې هلته د څارویو له شته فارمونو څخه پوره کوي. په شلفتیو کې یو کوچنی هوايي ډگر شته او د ښار له مرکز څخه د اورگاډي نېـږدې تمځای ته د بس په سورلۍ دوه ساعته د لارې مزل لري، د گړندېو او باروړونکو موټرو لویه لاره دا ښار له پلازمینې او نورو مهمو ښارونو سره نښلوي.
سرچینې:
1-https://youtu.be/bQZYZrJBeG0
2-https://www.sarakulturhus.se
3-https://en.wikipedia.org/wiki/Skellefteå
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.